1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۶۰ ميليون يورو مرسته کوي

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو له پاره ۶۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دغه پیسې به په هیواد کې د مرستندویه سازمانو په اختیار کې ورکړل سي.

Pakistan | Flüchtlinge an der Grenze zu Afghanistan
انځور: Fatima Nazish/DW

له دغو مرستو څخه باید هغه کسان هم برخمن سي چې له پاکستان څخه د اجباري ایستلو د بیري بیرته خپل ټاټوبي ته ستنیږي. لکه څنګه چې د اروپايي اتحاديې کمیسیون د سه شنبې په ورځ اعلان کړی، دغه پیسې به په هیواد کې مرستندویه ټولنو ته ورکول سي. پر دې سربیره به یو میلیون یورو په پاکستانکې د بشری مرستو سازمانونو ته هم ځانګړي سي.

د اروپايي ټولنې کمیسیون له خوا ويل سوي چې له افغان کډوالو سره د مرستو ترڅنګ به ددغو پیسو یوه برخه په افغانستان کی د اکمالاتو له بحران او د زلزلې د عواقبو په له منځه وړلو کی مرسته وکړي. ددغه هیواد بشري حالت ته چې په اوس وخت کې طالبان پکښي حاکم دي، د یوه ناورین په سترګه کتل کیږي. د اولس ډیره برخه د لوږې له ګواښ سره مخامخ ده.

په اوس وخت کې هره ورځ په زرو افغانان له دې ویرې چې له پاکستانه به په اجباري ډول وایستل سي بيرته خپل هیواد ته ستنېږي. مرستندویه ټولنو دې ته پام رااړولی چې ډیریو هغو کسانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یې هیواد پرې ایښی، اوس هلته هیڅ هم نه لري. سربیره پردې د ژمي په درشل کې د یوه بشري اضطراري حالت د رامنځته کیدو په هکله هم اندیښنې موجودي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل