اروپايي ټولنه له افغانستان سره د دوامداره همکاريو سند لاسليکوي
۱۳۹۰ آذر ۱, سهشنبهد دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي د دغي اتحاديي د بهرنيو چارو مسئولي، کترين اشتون، ته اختيار ورکړل شو، چي د افغان چارواکو سره د دغه سند په اړه خبري اتري پيل کړي.
دې سند ته د « پرمختک او ملګرتيا په برخه کي د همکارۍ د هوکړه لیک» نوم ورکړل سوی دئ.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير په خبره، اروپايي ټولني ته دا ډيره مهمه ده چي تر۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کي خپل رول مشخص کړي.
د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو په يوې خبرپاڼي کي ويلي دي، چي اوس نړيواله ټولنه غواړي په افغانستان کي د امنيتي پروژو څخه خپله توجه اقتصادي او سياسي پروژو ته واړوي.
اوس مهال اروپايي ټولنه او د دغي ټولني ۲۶غړي هيوادونه هر کال له افغانستان سره د يو ميليارد يورو په ارزښت مالي مرستي کوي.
د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د وزيرانو لخوا په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي دي، چي دغه تړون به په لومړي وار د ۲۰۱۴کال وروسته له افغانستان سره د اروپايي ټولني د اوږد مهالو همکاريو هوډ ښکاره کړي.
په دغه وينا پاڼه کي راغلي، چي تر ۲۰۱۴کال وروسته به د افغانستان ټول مسئوليتونه د دغه هيواد خلکو ته وسپارل شي او افغانستان بايد په دغه وخت کي ځان د نړيوالي ټولني د يوه باثباته غړي په توګه ثابت کړي.
د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيران دغه راز دې موافقې ته هم رسېدلي، چي په افغانستان کي دي د پوليسو د روزنکو ماموريت وغځول سي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل