اروپايي ټولنه له بلي لاري پر ايران د بنديزونو مخنيوی غواړي
۱۳۹۷ مهر ۳, سهشنبه
د اټومي تړون د ژغورلو په خاطر اروپايي ټولنه داسي یوه مؤسسه تأسیسوي، چي له لاري یې د ایران پرضد دامریکايي بندیزونو مخنیوی وسي. له دې څخه د اروپايي ټولني د خارجي مسایلو مسؤلې موگریني په نیویارک کي خبر ورکړ.
اعلان
لکه څرنگه چي فدریکا موگریني د ایران سره د ۲۰۱۵ م کال اټومي اتړون له امضأ کونکو سره تر لیدني کتني وروسته خبر ورکړ، د ایران سره به د «قانوني اقتصادي معاملاتو» په خاطر د Special Purpose Vehicle (SPV) په نامه یوه هدفمنده مؤسسه جوړه سي. موگریني وايي، چي دغه مؤسسه به اروپايی شرکتونو ته د دې امکان مساعدوي، چي د ایران سره خپلو معاملاتو ته ادامه ورکړي.
موگرینې تردې دمخه د بریتانیې، فرانسې، جرمني، روسیې ، چین او همدارنگه ایران له نمایندگانو سره په نیویارک کي د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کي لیدلي وه. د موگریني په خبره ددغي لیدني کتني ټول غړي پردې خبره باندي سره یو ول، چي ایران د اټومي تړون ټوله مکلفیتونه کاملأ مراعت کړي دي.
ترمپ له ایران سره اټومي تړون لغؤ اعلان کړ
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ د ایران د اټومي پروگرام د محدودولو په خاطر په ویانا کي د ۲۰۱۵ م کال تړون یوطرفه فسخ اعلان کړ، ځکه چي دئ هغه مکمل نه بولي. ترمپ په دې سره د ایران پرضد پخواني اقتصادي بندیزونه هم بیرته جاري کړل. د همدې عیسوي کال د نوامبر میاشتي په شروع کي به د ایران پرضد نور تعزیرات هم وضع سي، چي پر اساس یې امریکا غواړي دایران د تیلو د صادراتو مخنیوی هم وکړي.
دغه جزايي تدابیر مگر د هغو دریمو هیوادونو د شرکتونو پر ضد هم دي، چي غواړي بیا هم د ایران سره معاملې وکړي. ددې سره د نورو ترڅنگ ډیر اروپايی شرکتونه هم مخامخ دي. موگریني اوس وايي، چي د ایران سره د تجارت د ادامې په خاطر د یوې هدفمندي مؤسسې په تأسیسولو سره به اټومي تړون هم وژغورل سي.
د SPV د مؤسسې هدف دادی، چي د عادي مالي کانالونو څخه جلا د ایران سره د اروپايی شرکتونو معاملاتو ته زمینه مساعده سي. په دې وسیله سره به ددې مخنیوی وسي، چي هغه بانکونه، چي تر اوسه پوري په دغسي معاملو کي دخیل وه، پخپله د امریکا د اقتصادي تعزیراتو هدف وگرځي.
د بریتانيا او پخواني شوروي له خوا د ایران د اشغال تاریخي انځورونه
د دوهمي نړیوالي جگړې له پيل سره بریتانيا او پخواني شوروي ایران اشغال کړ. د جنگ پای ته په نژدې کیدو سره بریتانيا له ایران څخه وتلو ته تیاری نیاوه، خو شوروي له ایران څخه د خپلو ټولو ځواکونو وتلو ته چنداني تمایل نه لاره.
انځور: jamejamonline.ir
د دوهمي نړیوالي جگړې تر پیل یوه ورځ وروسته د ۱۳۱۸م کال په دوبي کي د هغه وخت د ایران صدراعظم «محمود جم» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران بې طرفه اعلان کړ: «په دغه حالت کي چي متأسفانه د جنگ لمبې په اروپا کي بل سوي دي، د ایران شاهنشاهي دولت د دغي اعلامیې پراساس ټولو ته اطلاع ورکوي، چي په دغه جنگ کي بې طرفه پاتیږي او خپله بې طرفي به وساتي.»
انځور: jamejamonline.ir
د ۱۳۲۰کال د سرطان پر ۲۸ د بریتانيا او شوروي دولتونو رسماً په ایران کي د جرمنیانو د حضور په اړه اندیښنه وښوده. رضأ شاه د متفقینو د دغي اندیښنې په جواب کي اعلان وکړ چي په ايران کي د الماني کار پوهانو شمیر۶۹۰ تنو ته رسیږي، چي په هغو کي یې کورنۍ هم شاملي دي. هغوی ټوله د ایران د دولت تر نظارت لاندي کار کوي او که ايران هغوی اخراج کړي، امکان لري جرمني دغه عمل د بې طرفۍ له سیاست څخه د ایران سرغړونه وبولي.
انځور: jamejamonline.ir
په عین حال کي د بریتانيا او شوروي اتحاد دا غوښتنه چي د ایران له خاوري څخه دي د متفقینو له ځواکونو سره د مرستي په موخه استفاده وسي، هم د رضأ شاه له منفي جواب سره مخامخ سوه.
انځور: jamejamonline.ir
متفقینو هم د شوروي اتحاد د ملاتړ له پاره د جرمني پرضد په دوهمي نړيړالي جگړه کي د ایران خاوري ته اړتيا لرله. دغه عمل بيا وروسته د دې سبب سو چي د دغه هیواد څخه د «کامیابۍ د پل» په نوم یادونه وسي.
انځور: jamejamonline.ir
د کامیابۍ د دغه ډول یو پل د جوړیدو په خاطر د ۱۳۲۰کال د اسد پر ۳ د بریتانيا او شوروي قواوو د ایران د نوي پوځ د ځینو قطعاتو په له منځه وړلو سره دغه هیواد اشغال کړ.
انځور: jamejamonline.ir
د شوروي اتحاد جنگي الوتکو د ایران د شمال په بمبارولو سره د ایران نوي سمندري ځواک ته ماته ورکړه.
انځور: jamejamonline.ir
یوه ایرانۍ کښتۍ چي د متفقینو تر حملې وروسته یې اور اخیستئ دی
انځور: jamejamonline.ir
بريتانوي ځواکونه د ایران په خاوره کي د تیریدو په حال کي
انځور: jamejamonline.ir
د ۶ کالو په جریان کي چي ایران د متفقینو په اشغال کي وو، د ایران د مځکني، سمندري او هوايي ځواک له پاره د خرابو عواقبو تر څنگ د خلگو د ژوندانه حالت او امنیت هم خراب وو او لوږه خپل اوج ته رسیدلې وه.
انځور: jamejamonline.ir
د شوروي یو افسر د «قزوین» پر لار د فیرونو په حال کي
انځور: jamejamonline.ir
د «قزوین» پر لار د بریتانوي او شوروي ځواکونو لیدنه کتنه
انځور: jamejamonline.ir
په ایران کي د بریتانيا زغروال موټر
انځور: jamejamonline.ir
د«قزوین» په اطرافو کي د ایران پاشلی پوځ د متفقینو د قواوو د نندارې په حال کي
انځور: jamejamonline.ir
د۱۳۲۰کال د اسد پر ۲۵ نیټه د بریتانيا او شوروي ځواکونو له شمال او جنوب څخه د تهران پر لور حرکت وکړ. رضأ شاه بله چاره نه لري، بې له دې چي د ولیعهد محمد رضأ په گټه له سلطنت څخه تیر سي او د تبعید له پاره خارج ته ولاړ سي.
انځور: jamejamonline.ir
د جنگ پای ته په نژدې کیدو سره تمه کېده، چي متفقین به د درې اړخیز تړون پراساس د ایران له خاوري ووځي. خو د شوروي له ځواکونو سره دا موضوع په اسانۍ مخته نه ولاړه. که څه هم بریتانيا له ایران څخه وتلو ته تیاری نیاوه، خو شوروي اتحاد له ایران څخه د خپلو ټولو ځواکونو وتلو ته چنداني زړه نه ښه کاوه او هیڅ تحرک نه پکښي لیده کیدی.
انځور: jamejamonline.ir
ملگرو ملتونو ته د ایران شکایت هم گټه ونه رسوله او شوروي اتحاد یې وتلو ته ونه هڅاوه. بلاخره د غربي هیواونو تر ضرب الاجل او اخطار وروسته شوروي مجبوره سو چي له ایران څخه ووځي.