1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه په مديترانه کې خپل سمندري ماموريت محدودوي

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

د اروپايي ټولنې سرچينو ويلي چې د راتلونکې مياشتې څخه به د گزمې کښتۍ د قاچاق ضد صوفيا ماموريت برخه نه وي. ايتاليا گواښ کړی وو چې که چېرې ژغورل شوي مهاجر نورو هېوادونو ته ونه ليږدول شي، نو دغه ماموريت به و دروي.

Libyen Migranten vor der libyschen Küste
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

له ايتاليا سره د ژغورل شويو مهاجرو پر نورو هېوادونو د ويش پر سر د رامنځته شوې لانجې د هوارولو په موخه اروپايي ټولنې پريکړه کړې ده چې د «صوفيا» په نوم ماموريت کې به د گزمۍ کښتۍ نورې نه کاريږي. دا ماموريت د مديترانې سمندرگي له لارې د انساني قاچاق د کمولو په موخه رامنځته شوی وو.

خبري آژانسونو د اروپايي ټولنې د يوې سرچينې په حواله چې نوم یې نه دی اخيستل شوی، ويلي چې په بروکسل کې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۶ نيټه) د ترسره شويو خبرو اترو د پای پريکړه دا وه چې دغه ماموريت له نورو شپږو مياشتو له پاره پرته د پاتو دوو کښتيو تمديد کړل شي. خو د کښتيو د گزمو پر ځای به هوايي څارنه لا پسې قوي کړل شي.

د لیبیا د سرحدي ساتونکو روزنه به هم د يوه محدود پروگرام په چوکاټ کې دوام پيدا کړي.

که چيرې د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه تر چهارشنبې د دې ماموريت د تعلیق سره مخالفت ونه ښيي، نو دا له سره نوی تنظيم شوی ماموريت به له اپريل مياشتې څخه دوام پېدا کړي.

ژغورل شويو کډوالو ته به څوک پناه ورکوي؟

د صوفيا ماموريت عمليات د تېر ميلادي کال په دسمبر مياشت کې هغه وخت يوازې د درو میاشتو له پاره تمديد کړل شو چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د اوږد مهاله تعهداتو په اړه پريکړې ته و نه رسيدل. 

ايتالیې د ژغورل شويو مهاجرو په اتوماتيک ډول د دغه هېواد بندرونو ته د انتقال پر تگلاره سختې نيوکې وکړې او گواښ یې وکړ چې که چېرې مقررات تغير نه شي نو د دې ماموريت مخه به ونيسي. ايتاليا د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې زياتو پناه غوښتونکو ته ځای ورکړي.

په دې وروستيو کې د ايتالیې يوې کښتۍ ۴۹ کډوال ژغورلي ولانځور: picture-alliance/dpa/E. Desiderio

 خو د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو په عين حال کې بيا د هغو کډوالو د منلو خبره رد کړه چې لومړی دغو هېوادونو ته نه وي داخل شوي.

۴۵ زره کسان ژغورل شوي

په ۲۰۱۵م کال کې د صوفيا ماموريت له پېليدو راهيسې تر۴۵۰۰۰ زيات انسانان په سمندر کې ژغورل شوي دي.

په داسې حال کې چې د لیبیا د قاچاق وړونکو بانډونو پرضد مبارزه د دې ماموريت لومړۍ موخه وه، وروسته بيا د لیبيا پر وړاندې د وسلو د بندیز د عملي کولو دنده هم ور وسپارل شوه.

خو دا لا روښانه نه ده چې آيا د ماموريت دغه او همدا راز له لیبيا څخه د تېلو د غیر قانوني صادراتو د څار برخه به د ماموريت تر نويو شرايطو لاندې هم دوام ولري او که نه.

په تېرو درو مياشتو کې تر هغه وروسته چې آلمان په جنوري مياشت کې خپله کښتۍ له دغه ماموريته بيرته وغوښتله، يوازې دوې کښتۍ  په ماموريت کې شاملې وې.

د آلمان د دفاع وزيرې اورزولا فون ډير لاين د صوفيا ماموريت پر ايتالوي قوماندانانو تور لگولی وو چې دغه کښتۍ یې «د مديترانې په لیرې پرتو برخو کې» د کډوالو د مسير څخه ډېر لیرې مستقر کړي دي. 

B.S/N.Z(dpa, AFP, Reuters)  

زموږ له آرشف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل