1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه په وينزويلا کي د نه مداخلې غوښتنه کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسئولي موګريني ويلي دي چي د وينزويلا بحران بايد په سوله ايز ډول حل سي. اوسنی دولتي مشر مادورو څرګنده کړې ده چي ځينو سرتيرو پاڅون کړی، خو له ناکامۍ سره مخامخ سوي.

Venezuela politische Krise Ausschreitungen in Caracas
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hernandez

د وينزويلا پر خپل سر نومول سوي موقت ولسمشر خوان ګوايدو د سه شنبه په ورځ د «آزادۍ عملياتو» په نوم خلک مظاهرو ته رابللي ول، څو د برحاله ولسمشر نيکولاس مادورو حکومت نسکوره کړي.

ګوايدو په آنلاين کي يوې خپري سوې ويديو کي ويلي «نن ورځ زړور سرتيري، زړور هيواد پرستان او هغه زړور نارينه چي د اساسي قانون ملاتړ کوي، زموږ لار تعقيبوي». په پاي کي په پلازمينه کاراکاس کي د مظاهره کوونکو او امنيتي چارواکو ترمنځ له تشدده ډکي نښتي او ناآرامۍ رامنځته سوې چي په هغو کي د رسمي شميرو له مخي ۷۰کسان ټپيان سول.

له وسلو څخه بايد کار وانه خيستل سي

د آلمان خارجه وزير هايکو ماس ويلي دي چي د جرمني حکومت د پخوا په شان د ګوايدو ملاتړ کوي. هغه په تويتر کي ليکلي: «هغه څه چي موږ يي نه غواړو هغه د وسلو کارول دي. موږ يو سياسي حل غواړو او نه پوځي.»

هايکو ماس اوس د لاتين امريکا په سفر بوخت دی چي په ترڅ کي يي برازيل، مکسيکو او کولمبيا ته سفرونه لري.

د وینزویلا پر خپل سر نومول سوی موقت ولسمشر خوان ګوایدوانځور: Getty Images/R. Briceno

ګوايدو له مياشتو راهيسي له مادورو سره د قدرت پر سر مبارزه کوي. د می مياشتي اوله چي د کارګرانو ورځ ده،  ګوايدو خلک ډله ايزو مظاهرو ته راغوښتي دي. د قدرت پر سر مبارزه ښار په ټپه درولی دی. وينزيويلا له يوه بې ساري خراب اقتصادي حالت څخه کړيږي. د هيواد زيربنا زړه سوې، په وار وار سره په هيواد کې بريښنا قطع کيږي.

آيا مادورو له هيواده وتلو ته آماده دی؟

د امريکا متحده ايالاتو حکومت د نورو ترڅنګ دا هم ويلي دي چي داسي معلومات يې ترلاسه کړي چي گويا د وينزويلا ولسمشر مادورو له هيواد څخه وتلو ته تياری نيسي. خو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو بيا له سي ان ان سره په خبرو کي ويلي دي چي روسيې مادورو په دې قانع کړی دی چي په خپل هيواد کي پاته سي.

پمپيو ويلي دي چي «ډير وخت کيږي چي مادورو چا نه دی ليدلی. هغه پريکړه کړې وه چي د سه شنبه په ورځ لا وينزيويلا پريږدي او کيوبا ته ولاړ سي. مادورو حتي الوتکي ته هم ختلي وو، خو په وروستۍ لحظه کي يي د روسيې د مخالفت له کبله خپل تصميم واړاوه».

ښايي مادورو هم د دې خبري په وړاندي د غبرګون له امله، سمدستي ځان د وينزويلا په دولتي تلويزيون کي راښکاره کړی وي. هغه د ځينو  سرتيرو له خوا پاڅون هم ناکامه اعلان کړی دی.

G.P/N.Z/afp,dpa, rtr

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل