اوسمهال په يونان کي د سوریې، افغانستان او عراق شاوخوا ۶۲ زره داسې مهاجر بند پاته دي چې غواړي د اروپا شمالي هیوادونو ته ځانونه ورسوي. دوی په یونان کې هغه وخت بند پاتې شول چې د اروپايي ټولني ځینو غړو هیوادونو د تیرکال په مارچ میاشت کې خپل سرحدونه وتړل.
د دغو مهاجرو زیاتره يې د یونان د ټاپو ګانو په داسې کمپونو کې ژوند کوي چې پکښې تر ظرفیت ډیر مهاجر میشته دي. ویل کیږي چې د دوی د ژوند حالت هم ډیر خراب دی او کله نا کله له تاوتریخوالي سره هم مخامخ کیږي.
په دې ترتیب سره به د دغو مرستو په مټ چې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ سره په ګډه اعلان شوې، د یونان په ښارونو او ځینو ټاپو ګانو کې ۲۲ زره کرايي کورنه چمتو کړي. ټاکل شوې ده چې دغه کورونه به د یونان او د دې هیواد په مختلفو ټاپو ګانو کې په دوه زره بیلابیلو ځایونو کې موقعیت ولري.
په یونان کې د مهاجرو نه ختمیدونکي ستونزي
د یونان د دویم لوی ښار تهیسالونیکي د اورګاډې تم ځای ته نږدې د ولاړو ویجاړو شویو ریلونو په ډبو کې اوسیدونکي مهاجر په بار وړونکو اورګاډو پوري ځان نښلوي او هلته پټیږي. دوی په دې ډول له یونان څخه د وتلو کوښښ کوي۔ انځور: DW/D. Tosidis که خطر پر ځان ونه منم، ژوند خوند نه راکوي کله چې دویچه ویله له ۱۸کلن نایجیریایې مهاجر محمد څخه پوښتنه وکړه چې په پټه سره بار وړونکو ریلونو ته ختل څومره خطر لري؟ هغه ځواب ورکړ: که خطر پر ځان ونه منم، ژوند خوند نه راکوي.
انځور: DW/D. Tosidis پیسې به تر کومه درسره وي؟ الجزایري انور او احمد په یوه زوړ اورګاډي کې ناست دي او راتلونکي باروړونکي اورګاډې ته انتظار باسي. انور دویچه ویله ته وویل چې «قاچاقبر د یوه جعلي پاسپورت جوړولو له پاره ۱۵۰۰يورو غواړي. له پورټ آف پترس څخه تر ایټالیا پورې ۶۰۰ يورو اخلي. زما سره یوازې ۲۵ يورو دي چې هغه زه غواړم تر سربستان پوري له ځان سره وساتم.»
انځور: DW/D. Tosidis ۲۹ کلن الجزایري مهاجر ذکي له نهو میاشتو راهیسې په یونان کې دی. هغه په یو زوړ اورګاډي کې ویده دی. ذکي شپږ واره آلمان ته د تللو کوښښ کړی دی.
انځور: DW/D. Tosidis اورګاډی هیڅ چیري نه بیایې یو مراکشی مهاجر وایې چې هغه درې واره د یونان او مقدونیا په سرحد کې او یو وار په پورټ آف پترس کې هغه وخت د امنیتي کسانو له خوا نیول شوی دی، چې د خپل سفر د دوام له پاره یې ځان په یوه لارۍ موټر کې پټ کړی وو.
انځور: DW/D. Tosidis ۱۶ کلن جلوان له ۲۳ کلن عبدالرحمن سره د باروړونکي اورګاډي په لاندنۍ برخه کې د ځان پټولو پرمهال مرسته کوي. دغه باروړونکې ریل د انجن د بدلونو له پاره په یوه تم ځای کې تم شوی دی.
انځور: DW/D. Tosidis لکه څرنګه چې دغو مهاجرو ته د بار وړونکو ریلونو تقسیم آوقات معلوم نه وي، نو مهاجر پکښې تر ځان پټولو وروسته نه پوهیږي چې دوی چیرته رسیږي. ځني وختونه دغه ریلونه دوی د سرحد پولي پر ځای د اتن پر لور بېولي وي.
انځور: DW/D. Tosidis یو الجزایری مهاجر خپل ملګري ته لارښوونه کوي چې څنګه باید ځان په باروړونکو اروګاډو کې پټ کړي.
انځور: DW/D. Tosidis په دې انځور کې دوه تنه ځوان مهاجر لیدل کیږي چې په سیمه کې له امنيتي گزمې څخه د ځان پټولو په موخه د اورګاډي د دوو ډبو ترمنځ له ارتباطي وسیلې څخه ټوپ یا خیز وهي.
انځور: DW/D. Tosidis د محمد په نوم یو تن مهاجر د کډوالو له یوه کمپ څخه چې دوی ته نږدې دی، د خپلو هغو ملګرو له پاره د خوراک څښاک شیان لیږدوي چې ځانونه یې په بار وړونکو ریلونو کې پټ کړي دي.
انځور: DW/D. Tosidis د آورګاډي املې او کارکونکو هم سترګې پټې کړي دي د تهیسالونیکي د اورګاډي په تم ځای کې مامورين د غرمې د وقفې پر مهال قطې کوي. یو تن کارکوونکی وایې د تیرکال له دوبي راهيسي هره ورځ مهاجر د خطر په قبلولو سره ځان په دې ریلونو کې پټوي له دې ځایه زي او بله ورځ بیا بیرته دلته راځي. دا ډیر خطر لري، خو موږ د دوی د مخنیوي له پاره هیڅ هم نه شو کولای.
انځور: DW/D. Tosidis یوناني چارواکو د اورګادو پلټۍ په اړخ کي د برق تیریدونکو لینونو د خطر په حواله په عربي ژبه د خبرداري علایم نصب کړي دي. په نوامبر میاشت کې هم یو الجزایري مهاجر اورګاډي ته د ختلو په کوښښ کې وو چې برق ونیوه او مړ شو.
انځور: DW/D. Tosidis
د اروپايي ټولنې دغه کمیسیون همدا راز ویلي دي چې په دې کار سره به د ۲۰۱۷م کال ترپایه پورې د هغو کسانو شمیر ۳۰ زرو ته لوړ شي چې په کرايي کورونو کې ژوند کوي.
د بشري مرستو او کړکیچ د مدیریت په برخه کې د اروپايي ټولني کمیشنر کریستوس شتایلیانیدیس، د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي دي چې «زموږ دغه نوي مرستي به د مهاجرو او مهاجرو ژوند بل ډول کړي.»
نوموړي همدا راز ویلي دي چې د دې تازه پروژو هدف دا دی چې مهاجر له کمپونو څخه وایستل شي او د ورځني ژوند په کورنو کې ځای په ځای شي ترڅو له دوی سره مرسته وشي چې عادي او لا ډیر خوندي ژوند ولري.
د دغو مرسته یوه مشخصه برخه به داسې مهاجرو ته ورکړل شي چې کارتونه لري، ترڅو د نغدو پیسو په ورکړي سره دوی د خپل ژوند اولیه اړتیاوې لکه خوراک، درمل او د تګ راتګ ستونزي پرې حل کړي.
د اروپايي ټولنې د مهاجرت او کډوالۍ کمیشنر دیمیتریس اورامپولوس د دې تازه مرستو په هکله ویلي دي چي «اروپا د پیوستون او لاس ورکوونکې په معنی ده او د نن ورځې دغه پریکړه د همدې خبرې څرګندی ده.»
زموږ له ارشيف څخه:
په لیسبوس کې د پناه غوښتونکو کمپ یوه زندان ته ورته دی
د اغزي لرونکي سیم لوړ دیوالونه او د پولیسو ډیر شمیر په لومړي سر کې سړي ته زندان ور په یادوي. دا د یونان په لیسبوس ټاپو کې د «موریا» د مهاجرو کمپ دی. ډیر شمیر افغان مهاجر هم په دغه کمپ کې شته. انځور: DW/R. Shirmohammadi ماشومان، ښځي او زاړه سړي چې په خپلو هیوادونو کې یې له جگړو او فقر څخه تیشته کړې ده او ځان یې په ډیرې سختۍ سره یونان ته رسولی، په لیسبوس کې د اغزنو دیوالو تر شا کمپ کې ژوند کوي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi مهاجر چې څنگه د یونان ټاپوگانو ته ورسیږي، د دغه هیواد پولیس یې د ثبتولو مرکزونو ته بیایي. دغه مرکزونه په ډیرې سختۍ سره څارل کیږي. ترکیې ته د مهاجرو د بیرته ستنولو د پروگرام له کبله، هیڅ پناه غوښتونکی له کمپ څخه د وتلو اجازه نه لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi د اجتماعي خدماتو د مرسته کوونکو کمپ یوازې هغه مهاجر چې د کمپ په دننه کې صحي خدماتو ته اړتیا لري، د مرسته کوونکو سازمانونو د ژمنې له مخې اجازه لري چې د نارنجي رنگه جاکټ په اغوستلو سره له اصلي کمپ څخه د داوو طلبو مرستندویانو د درملنې کمپ ته ولاړ شي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په حقیقت کې د مهاجرو د نوم ثبتولو کمپ چې د یونان د دولت له لوري چلول کیږي، اوس په اجباري توگه د پناه غوښتونکو د ساتلو په یوه مرکز باندې اوښتی دی. هیڅ کوم پناه غوښتونکی اجازه نه لري چې د آتن پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي. اوس یو ځل بیا د انساني قاچاق وړونکو کاروبار ښه شوی دی.
انځور: DW/R. Shirmohammadi هغه صفونه چې په موریا کمپ کې د داوطلبو کسانو له لوري د مهاجرو له پاره جوړ شوي ول او همدا څو اوونۍ تر مخه به له خلکو ډک وو اوس تش پراته دي او هیڅوک د اجتماعي خدماتو له داو طلبو کارکوونکو څخه کومه مرسته نه غواړي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi د مهاجرو د بیرته ستنولو پر ضد احتجاج د یکشنبې په ورځ د یونان په ښارونو او ټاپوگانو کې د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون پر ضد لاریونونه وشول. په دغو لاریونونو کې د ټولنیزو چارو مرسته کوونکو او د یونان ځیني خلکو هم ترکیې ته د مهاجرو د ستنولو پر ضد شعارونه ورکړل او د اروپایي اتحادیې څخه یې د دغه تړون د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.
انځور: DW/R. Shirmohammadi د اروپا د پولې ساتنې ادارې «فرونټکس» او د ناټو کښتۍ په آژه سمندرگي کې گزمه کوي. هغوی د مهاجرو د کښتیو د لیدلو په صورت کې د یونان له ساحلي څارونکو سره تماس نیسي. تر هغې وروسته مهاجر کمپونه ته استول کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi