1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه څنګه له خپلو بې وزلو هيوادونو سره مرسته کوي؟

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

اروپايي ټولنه خپل د بودجې يو پر پنځمه برخه د سيمه ايز پرمختګ له پاره لګوي: ۲۰۰ ميليارده يورو د پوهنتونونو، سړکونو، شرکتونو او يا هم بانکونو له پاره. يوه ارزونه ښيي چي څرنګه د اروپا سيمې له دغو پيسو څخه ګټه اخلي

Data visualization EU funding ERDF Teaser

که د کوم کتابتون پر سر يو اروپايي بيرغ رپيږي نو دا په دې معني چي د اروپايي ټولني له خوا يي مالي ملاتړ کيږي. له سيمه ايز پرمختګ سره د اروپايي ټولني ګډ مالي پروګرام (EFRE ) چي پکښي له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۰ کاله پوري د مرستي پيسې ځانګړي سوي، له هغو څخه۲۰۰ ميليارده يورو، چي د دغو پيسو يو پر دريمه برخه ده، د سيمه ايز پرمختګ له پاره لګول کيږي.

ددې کار هدف دادی چي په اروپا کي د بډايو او بې وزلو سيمو ترمنځ اقتصادي واټن راکم کړای سي. نوموړي هدف ته د رسيدو له پاره دغه ډول مرستې پر بېلابيلو پروژو باندي مصرفيږي: ۵۰ ميليونه يورو د يونان په ليرو پرتو سيمو کي د رسنيزو شبکو له پاره، پوره۶۰ ميليونه په پرتګال کي د الوتکو د جوړولو پرزو له پاره او يا هم د ليتوانيا په پلازمينه ريګا کي د برقي سرويسونو د شبکې له پاره.

اروپايي کميسيون د خپلي بودجې په نوې مسوده کي، د مرستو دغه پيسې، د اروپايي ټولني د هيوادونو ترمنځ د يووالي نخښه بولي. خو داسي ښکاري چي هغه نوري مخ پر خلاصيدو وي. د شرقي او جنوبي اروپا هيوادونه تر هغه ډيري پيسې تر لاسه کوي، لکه چي يي دغه صندوق ته اچوي. په داسي حال کي چي د اقتصادي پلوه قوي هيوادونه بيا ډيري پيسې وراچوي.

د يونان په سالونيک ښار کي د ميترو پروژهانځور: Imago/Zuma Press

د مثال په ډول آلمان د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ کلونو له پاره تقريباً ۱۱ ميليارده يورو تحويلي کړي چي دغه پيسي زياتره پرتحقيقاتي پروژو او يا هم شرکتونو باندي لګول کيږي.

له ۲۰۱۴م کال راهيسي غړي هيوادونه اجازه لري دغه پيسې پر هغو پروژو باندي مصرف کړي چي ددغو مالي مرستو له پرمختيايي پروګرام سره سمون ولري.

پولند تر ټولو زياتي پيسې تر لاسه کوي

پولند لږترلږه د خپلو۴۰ ميلياردو پلان سوو پيسو څخه ۸۵ سلنه په مصرف رسولي دي. له ټولو اروپايي ټولني هيوادونو څخه دغه هيواد، تر ټولو زياتي پيسې په لاس راوړي. ددې کار علت تر ټولو دمخه دادی چي د پولند زياترو ليرو پرتو سيمو ډير کم پرمختګ کړی. دا ډول سيمي بيا په ځانګړي ډول د پرمختيايي پيسو له خوا حمايه کيږي. په دې ډول هغوی څه ناڅه ۷۰ سلنه تر لاسه کوي.

همدارنګه د ختيځي اروپا نور هيوادونه هم چي ورته سيمي لري، له وجهي صندوق څخه مالي ملاتړ په لاس راوړي. خو پولند د نفوسو له لحاظه لوي هيواد دی نو له همدې کبله يي ملاتړ ته د ډيرو پيسو اړتيا ليدل کيږي.

دغه پرمختيايي پيسې بايد په اصل کي نوښتګري پروژې او کوچني او متوسط شرکتونه حمايه کړي او همدارنګه د لږو سکرو په مصرف سره اقتصاد پرمخ بوزي. اروپايي ټولنې ته د اقليم د بدلون موضوع ډيره مهمه ده.

هغوی د مثال په ډول، تيسالونيکي کي ۴۰۷ ميليونه يورو د يوه مترو د جوړولو له پاره مصرفوي ترڅو په ښار کي د موټرانو اذدهام راکم کړي. په رومانيا، کروشيا او بلغاريا کي بيا د اوبو رسولو د لا ښه سيستم د جوړولو له پاره او داسي نور.

د دغو پيسو دوامداره اغيز، ډيري کمي ارزول کيږي

 د۲۰۱۷م کال د يوه رپوټ تر خپريدو وروسته اروپايي ټولنه دې نتيجې ته ورسيده چي په ۲۰۲۳م کال به ددغو مالي مرستو په برکت د پولند ناخالص ملي توليد درې اشاريه څلور سلنه زيات سي. چي دا به يو لوي پرمختګ وښيي.

خو د پولند د مدني پرمختيايي فوروم څخه د اروپا کارپوهه، انا څيپيل وايي چي دا ډول ارزوني ډيري کمي ترسره کيږي تر څو عاقلانه اټکلونه وکړي. حتي په رپوټونو کي هم يوازي د پيسو په اړه متنونه ليکل کيږي چي څومره په لاس راوړل سوي او په کومو پروژو کي پانګونه سوې.

د ۲۰۱۷م کال په رپوټ کي هم چي څه ناڅه ۲۵۰ پاڼي لري، يوازي په دوو پاڼو کي يي ددغو مصارفو د اغيزو په اړه معلومات ليکل سوي. د څيپيل په خبره د اروپايي ټولني له پاره د سمې او مناسبي پانګه اچوني پر ځای د ډيرو پيسو تر لاسه کول مهم دي.

د څيپيل په نظر له زيربنايي چاروسره مرسته، عاقلانه پانګونه ده

د پولند له پاره د ځانګړو سوو پيسو يو پر څلورمه برخه په زيربنايي چارو او ترانسپورتي پروژوکي مصرفيږي: د مثال په ډول په هغو کليو کي چي غواړي خپل د ريلګاډو ستيشنونه نوي کړي، د ريلګاډو پټلۍ، سړکونه او يا هم عامه ترانسپورت له سره جوړ کړي.

د پولند د مدني پرمختيايي فوروم څخه د اروپا کارپوهه، انا څيپيل په نظر «دا هغه ځايونه دي چي تر ټولو دمخه د پولڼد متوسط قشر، د اروپايي ټولني له خوا دغو مرستو اغيز احساسولای سي. د هغې په خبره ددغه هيواد په بې وزله ختيځه سيمه کي به د زيربنايي چارو پرمختګ، په سيمه کي اقتصادي واټن راکم کړي.

کيرا شخت

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل