1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې تائيد کړه چې د طالبانو استازو ته به بلنه ورکړي

نجيب الله زيارمل د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

اروپايي ټولنه بروکسل ته د طالبانو رابلني ته چمتووالی نیسي، ترڅو له اروپا څخه د اخراجونو په اړه ورسره بحث وکړي. پتېيل سوې ده چي ډېر ژر به په کابل کي واکمنو چارواکو ته یو لیک واستول سي او په بروکسل کي د غونډې له پاره نېټه

په بروکسل کي د اروپايي ټولني ودانۍ
په بروکسل کي د اروپايي ټولني ودانۍانځور: Nicolas Tucat/AFP/Getty Images

د اروپايي کمېسیون ویاند د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته تائید کړه چي «په فني کچي په افغانستان کي د بالفعل چارواکو سره» یوه غونډه د جوړېدو په حال کي ده او د هغوی استازو ته به پکښې د ګډون بلنه ورکړل سي.

اروپايي ټولنه په کابل کي د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني، خو د طالبانو د استازو دا سفر افغانستان ته د اروپايي چارواکو له دوو سفرونو وروسته کيږي. دغو استازو خپل هيواد ته د افغانانو د اخراج امکانات بررسي کول.

پلان سوو اخراجونو زياتي اندېښنې راپورته کړي دي. د بشري حقونو سازمانونو په وینا، افغانستان له يوه بشري بحران سره مخ دی چي وچکالۍ او په بهرنیو مرستو کي چټک کمښت دغه بحران نور هم سخت کړی دی.

د لوېدیځ له کلونو پوځي حضور وروسته، سخت دریځو اسلامپالو طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کي په افغانستان کې واک ترلاسه کړ. له هغه وخت راهیسي دوی له اسلام څخه د خپل سخت تعبير له مخي سخت قوانین نافذ کړی دی.

له دې ټولو سره سره سره د اروپايي ټولني شاوخوا ۲۰ غړي هيوادونه افغانستان ته د اخراج هڅه کوي. که څه هم د آلمان حکومت طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت نه پیژني، خو له ۲۰۲۴م کال راهیسي تر ۱۰۰ زیات افغانان د طالبانو په همکارۍ افغانستان ته اخراج سوي دي. په دې اخراجونو کي، په فبروري میاشت کي د طالبانو له ادارې سره تر یوې هوکړي وروسته، په جرمونو محکوم سوي په لسونو افغانان خپل هيواد ته اخراج سول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب