1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا اروپايي ټولنې ته: که تړون ونه شي له مذاکراتو وځو

۱۳۹۹ شهریور ۱۷, دوشنبه

د بريتانیې لومړي وزير بورس جانسن ويلي چې که له اروپايي ټولنې سره د اکتوبر تر ۱۵ نيټې تړون رامنځته نه شي، نو بريتانيا به د ازادي سوداگرۍ په اړه له دې مذاکراتو څخه ووځي.

Großbritannien Boris Johnson
انځور: picture-alliance/dpa/S. Rousseau

د بريتانیې لومړي وزير بورس جانس د يکشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې سره د آزاد سوداگريز تړون له پاره د اکتوبر ۱۵ نيټه د حتمي تاريخ په توگه ياده کړه. هغه وويل چې که تر دې نيټې پورې دواړه اړخونه يوه تړون ته په رسېدو ونه توانيدل، نو بريتانيا به د بريگزيت يا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانیې د وتلو له مذاکراتو څخه ووځي. جانسن زياته کړه چې د بريگزيت په تړاو د کوم توافق پرته هم بريتانيا «ښه پرمختگ» کولی شي.

د بورس جانسن د دفتر له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي: «په هغه صورت کې چې تړون باید د روان میلادي کال په پای کې تطبيق شي، نو دې ته اړتيا ده چې له اروپايي دوستانو سره د اکتوبر تر۱۵ پورې تړون ته ورسيږو. تر دې وروسته به بيا پر دې مسئلې غور کومه معنا ونه لري. که تر دې نيټې موږ توافق ته ونه رسيږو نو فکر نه کوم چې بيا دې زموږ ترمنځ د آزاد تجارت کوم تړون رامنځته شي او موږ بايد د دې حقيقت په منلو سره پرمختگ وکړو.»

د بريتانيا لومړي وزير دا گواښ په داسې حال کې کړی دی چې د بريگزيت په تړاو خبرې اترې د سه شنبې ورځې څخه په لندن کې بيا پېليږي. د اروپايي ټولنې له خوا لا دمخه دې ته اشاره شوې وه چې له بريتانيا سره به تړون ښايي د اکتوبر تر نيمايي پورې لاسليک شي.

اړونده موضوع:بریکزیت: بریتانیا له اروپايي ټولنې سره د آزاد تګ راتګ د ختمولو ګواښ کړی

د بريتانيې وگړو په يوه ريفرنډم کې په لږ اکثريت سره له اروپايي ټولنې څخه د جلا کيدو په پلوۍ رایه ورکړې وه. تر هغه وروسته بيا بريتانيا د جنورۍ له ۳۱ نیټې څخه له ټولنې څخه جلا شو. خو دواړو خواو د ډسمبر تر ۳۱ نیټې پورې د پخوانيو مقرراتو د عملي کولو پريکړه کړې وه او بريتانيا تر دغې نيټې پورې د اروپايي ټولنې د مقرراتو په منلو مکلف دی. د دواړو خواو ترمنځ پر يو شمير مسئلو بايد لا خبرې وشي.

د استرليا په طرز تړون

جانسن ويلي چې که له اروپايي ټولنې سره کوم تړون رامنځته هم نه شي نو بريتانيا به بيا هم ښه پرمختگ وکړي او که چیرې د دواړو ارخونو ترمنځ د استرليا په طرز تړون رامنځته شي نو بيا هم دا يو «ښه پرمختگ» وي.

د بريتانیې لومړي وزير وويل: «د يوه حکومت په توگه موږ خپل سرحدونه او بندرونه د دې له پاره چمتو کوو. پر خپلو قوانینو، خپلو مقرراتو او د کب نيونې له پاره پر خپلو اوبو به مو بشپړ کنترول وي.»

بورس جانسن له اروپايي ټولنې سره د يوه تړون څخه انکار نه دی کړی او ويلي یې دي چې که ټولنه پر اوسني حالت غور وکړي، نو يو تړون امکان لري. خو هغه زياته کړې: «د يوه آزاد هېواد په توگه موږ هیڅکله خپل اصول د جوړ جاړي قرباني کړي نه دي او نه به هم په راتلونکي کوم داسې جوړ جاړی وکړو.»

په دې منځ کې د بریتانيا مشر مرکچي، ديود فروست هم له يوې ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې ويلي چې د بريگزيت په اړه يوه توافق ته له نه رسیدو څخه هیڅ ويره نه لري او دا چې پر خپلو اصولو او دريځ به کلک پاته شي.

bs/qn (Reuters,ap,afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل