د پاکستان دولتي هوايي شرکت PIA له څلور کلن ځنډ وروسته، اروپايي ټولني ته خپل پروازونه بيرته پیل کړل. خو د دغه هوايي شرکت الوتکې بریتانیې او امریکا متحده ایالاتو ته لا هم د پرواز اجازه نه لري.
اعلان
د «پاکستان نړيوال هوایی شرکت» يا «پي آی ای» لومړنۍ الوتکې تر څلور کلن ځنډ وروسته د جمعې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۱۰ مه) له اسلام آباد څخه د پاریس پر لور پرواز وکړ.
په آلمان کې اوسیدونکې، ۳۸ کلنه شمایله رانا چې یوه ښوونکې ده، وايي:«زه یو څه وارخطا یم او بیریږم، خو هیله لرم چې دا به یو ښه پرواز وي.»
له بې شمیرو ستونزو او د مړیني ډیرو پیښو وروسته پر دې شرکت باندې د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې اروپايي ټولنې، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو کې بندیز ولګول شو. له دې څخه یوه میاشت مخکې د پي آی ای د شرکت یوه Airbus A-320 الوتکه په کراچۍ کې راولویده چې ۱۰۰ تنه مسافر پکښي ووژل سول.
اړوند:
وروسته داسي تورونه رامنځته سول چې ګواکې ددغه شرکت د پیلوټانو جوازونه تقریباً یو پر دریمه برخه جعلي او یا هم شکمن وو. په ۲۰۱۶ م کال کې هم د پي آی ای د شرکت یوه الوتکه د انجن د خرابید له امله رانسکوره سوه چې له امله یې ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د ۲۰۲۴ م کال په نوامبر کې د اروپا د هوایی چلند د خوندیتوب ادارې، د دې بندیز تر لغوه کولو وروسته وويل چې د پاکستان د ملکي هوایی چلند ادارې د څار پر ظرفيت زموږ باور بيرته پر ځای سوی دی. خو د دغه هوايي شرکت الوتکې بریتانیې او امریکا متحده ایالاتو ته د پرواز اجازه اوس هم نه لري.
د پي آي ای شرکت شاوخوا ۷۰۰۰ کارکوونکي لري او په تیره بیا په پاکستان کې داخلي او همدارنګه د خلیج سیمې او د جنوبي آسیا هیوادونو ته پروازونه ترسره کوي.
دغه شرکت ډیر پوروړی دی او له ډیره وخته راهیسي یې د کمروزې مديريت په اړه هم انديښنې موجودې وې.
په ۲۰۲۳ م کې دغه شرکت د ۲۷۰ میلیونو ډالرو (۲۶۲ میلیونه یورو) په ارزښت تاوان وکړ او مجبوره سو چې په لسونو داخلي پروازونه لغوه کړي، دا ځکه چې د تیلو اخیستل یې نور په وسه پوره نه وه.
د پاکستان حکومت له یو څه وخت راهیسي، د نوموړي شرکت د شخصي کیدو په اړه هلي ځلي کوي خو هیڅ کوم پانګوال نه سي پیدا کولای. د تیر کال په پای کې د خرڅلاو یوه هڅه هغه وخت ناکامه سوه، کله چې داسي یو رپوټ خپور سو چې د الوتکې احتمالي رانیوونکي د غوښتل سوي قیمت یوازي یوه برخه پیشنهاد کړې وه.
په پاکستان کې د الوتکو د رالویدو سترې پیښې
الوتکه؛ د سفر چټکه وسیله خو له خطره خالي نه وي او د حادثې په صورت کې ترې ژوندي پاتې کیدل د چانس خبره ده. په کراچي ښار کې د الوتکې د را لویدو په تر ټولو تازه پیښه کي ۹۷ کسان وژل شوي دي. دلته نورو پیښو ته کتنه شوې.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۰۲۰م کال؛ لاهور – کراچي (۹۷ قربانيان)
د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۲۲ مه نیټه له لاهور څخه کراچي ته تلونکې د پي آی اې اړوند یوه الوتکه تر کوزیدو څو شیبې وړاندې را ولویده چې پکې د ۱۰۷ مسافرینو او د الوتکې د کارمندانو له ډلې څخه ۹۷ تنه یې وژل شوي او یوازې دوه تنه یې ژوندي پاتې دي. الوتکه د استوګنې په سیمه کې رالویدلې او د پاتې نورو کسانو لټون لا هم ادامه لري.
انځور: Reuters/F. Mahmood
۲۰۱۶م کال؛ چترال - اسلام آباد (۴۸ قربانيان)
د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې په ۷مه نیټه له چترال څخه د اسلام آباد په لوري د پاکستان د هوايي شرکت اړوند ATR 42 ډوله الوتکه را ولویده. په دغه پیښه کې د پاکستان د وتلي سندرغاړي جنید جمشید او میرمنې په شمول ۴۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. جنید جمشید د ۸۰مو کلونو د پاپ موسیقۍ سندرغاړی وو او د ژوند په وروستیو کلونو کې یې تبلیغ ته مخه کړې وه.
د ۲۰۱۲م کال د اپریل میاشتې په ۲۰مه نیټه له کراچي څخه د اسلام آباد په لوري د بهوجا ایر په نامه د پاکستان د یوه کوچني خصوصي شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه د خرابې هوا له کبله له حادثې سره مخامخ شوه چې په کې د الوتکې د ۶ تنو کارکوونکو په شمول ټول ۱۲۷ تنه مسافر ووژل شول.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۰۱۰م کال؛ کراچي - اسلام آباد (۱۵۲ قربانيان)
د ۲۰۱۰م کال د جولای میاشتې په ۲۸مه نیټه د ایر بلو په نامه د پاکستان د یوه خصوصي شرکت اړوند Airbus 321 ډوله الوتکه چې له کراچي ښار څخه یې د اسلام آباد په لوري الوتنه کړې وه د اسلام آباد په غرنیزه سیمه کې را ولویده. په دغه پیښه کې په الوتکه کې ټولو ۱۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture alliance / dpa
۲۰۰۶م کال؛ ملتان (۴۵ قربانيان)
د ۲۰۰۶م کال د جولای میاشتې په ۱۰مه نیټه د پاکستان د نړیوال شرکت یا پي آی اې اړوند د فوکر Fokker ډوله الوتکه د ملتان له هوايي ډګر څخه تر الوتنې څو شیبې وروسته را ولویده چې په نتیجه کې یې په الوتکه کې سپرو ټولو ۴۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د یادې الوتکې د را لویدو دلیل د انجن خرابیدل په ګوته شوي وو.
انځور: PIA
۲۰۰۳م کال؛ کوهاټ (تر ۱۰ ډېر قربانيان)
د ۲۰۰۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۰مه نیټه د پاکستان د پوځ اړوند فوکر PAF Fokker ډوله الوتکه د خیبرپښتونخوا په غرنۍ کوهاټ سیمه کې را ولویده چې په پایله کې یې له لسو ډیر کسان ووژل شول. په دغه پیښه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو قوماندان مشرف علي او میرمن یې هم وژل شوي وو.
انځور: Reuters/F. Mahmood
۱۹۸۹م کال، ګلګیت بلتستان (۵۴ قربانيان)
د ۱۹۸۹م کال د اګست په ۲۵مه نیټه د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي اې اړوند یوې Fokker ډوله الوتکې د پاکستان له شمالي ګلګیت څخه پرواز وکړ چې د الوتنې پرمهال را ولیده. په دغه پیښه کې ټول ۵۴ تنه تر اوسه پورې لا درکه دي او د الوتنې پاتې شونې تر اوسه پورې هم نه دي موندل شوي.
انځور: AFP/F. Naeem
۱۹۸۸، بهاولپور ـ اسلام آباد (۳۲ قربانيان)
د ۱۹۸۸ م کال د اګست مياشتې په ۱۷مه د پاکستان د هغه وخت ولسمشر جنرال ضيالحق د ۳۱ نورو کسانو سره د پاکستان پوځ په C-130B Hercule ډوله الوتکه کي د اسلام آباد پر لور روان سو، خو پر لارې په دغه الوتکه کې چاودنه وسوه او د ولسمشر په شمول ۳۱ نور ټول سپرلي پکښي ووژل سول. داچې آيا دغه يوه حادثه او که بريد ؤ، تر ننه نه ده معلومه سوې.