1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د بریګزت د مودې پر غځولو توافق وکړ

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

د بریتانیې لومړي وزیر بورس جانسن، تیره اوونۍ په یوه لیک کې له اروپایي ټولنې څخه د بریګزټ د نیټې د غځولو غوښتنه وکړه. اوس د دې ټولنې د شورا مشر ویلي چې غړي یې پر تمدید سره سلا شوي دي.

Großbritannien Brexit Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/T. Akmen

د اروپایي ټولنې د شورا مشر دونالد توسک، د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویتر پاڼې لیکلي دي چې دغه ټولنه په دې راضي شوې ده چې د جنورۍ تر ۳۱مې نیټې پورې له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو موده وغځوي.

که څه هم دغه پریکړه باید په یوه رسمي لیک کې تائید شي، خو دونالد توسک د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې ۲۷ غړي هیوادونه پر دې باندې سلا شوي دي: «د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي هیوادونه راضي شوي دي چې د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې د بریتانیې له خوا د بریګزیت د انعطاف منونکي تمدید غوښتنه ومني. تمه کیږي چې دغه پریکړه له یوه کتبي طریقه رسمي شي.»

د دوشنبې ورځې په تحولاتو کې دا هم شامل دي، چې که چیرې د بریتانې د ولسي جرګې استازي له اروپایي ټولنې څخه د بریتانې د وتلو تړون تائید کړي، نو بریتانیه د جنورۍ له ۳۱مې نېټې څخه دمخه هم له اروپایي اتحادیې څخه وتلی شي. همداشان اروپایي ټولنه په اوسنۍ تړون کې چې د بورس جانسن او د دغې ټولنې ترمنځ پرې د روانې میاشت په اوایلو کې توافق شوی نورو مذاکراتو ته پرانیستې نه ده. پر دې سربیره تمه کیږي چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه له بریتانیې څخه غوښتنه وکړي چې د دې ټولنې د چارو له پاره کمیسار ونوموي.

دونالد توسک د اروپایي ټولنې د دیپلوماتانو تر ملاقات وروسته دغه ټویټ وکړ. د مذاکراتو تر ختمیدو وروسته چې ۳۰ دقیقې یې دوام وکړ د اروپایي اتحادیې د بریګزټ چارو مشر مرکچي میشل بارنیر، وویل چې «دا یوه ډیره لنډه او اغیزمنه او همداشان رغونکي غونډه وه او زه د پریکړې د ترسره کیدو له کبله خوښ یم.»

په اصل کې د پنجشنبې په نیمه شپه په اروپایي ټولنه کې د بریتانیې غړیتوب پای ته رسیده. بورس جانسن چې له اروپایي ټولنې څخه د بریتانې د وتلو سخت پلوي دی، د پارلمان له لوري دې ته اړ ایستل شو چې له اروپایي ټولنې څخه د درو میاشتو تمدید غوښتنه وکړي. بورس جانسن په دسمبر میاشتې کې د نویو ټاکنو د تر سره کولو له پاره هلې ځلې کوي. په پام کې ده چې پارلمان د دوشنبې په ورځ په دې هکله رای اچونه وکړي.

(sr/ms (Reuters, dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل