اروپايي ټولنې د چټک غبرګون ځواک جوړولو پريکړه کړې
۱۴۰۱ فروردین ۲, سهشنبهد اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هيوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په بروکسل کې پريکړه کړې ده چې اروپايي ټولنه به تر ۲۰۲۵ م کال پورې د چټک غبرګون يو نوی ځواک ولري.
دغه څو ملیتي ځواک به تر ۵۰۰۰ پورې عسکر ولري او د يوې نوې امنيتي طرحې برخه ده. په دې طرحه کې چې «ستراتیژيک کمپاس» نومول شوې، دا هم راغلي چې په راتلونکي کې اروپايي ټولنه د شخړو د وضعيت د اداره کولو له پاره کومې وړتياوې او مهارتونه بايد ولري.
د نوې طرحې اصلي برخه
د آلمان د دفاع وزیرې کرستينا لامپريشت د اروپايي ټولنې خپلو شريکانو ته وړاندیز کړی چې آلمان به د دې ځواک اصلي برخه تشکيل کړي. هغې وويل دا مهمه ده چې يو واضح پېغام واستول شي چې موږ له يو بل سره مرستې ته چمتو يو.
د آلمان په نوښت د رامنځته شوې دې کمپاس – طرحې له پاره لومړي وړاندیزونه لا پر اوکراين د روسیې تر بريد د مخه موجود ول. د ديپلوماتانو په حواله پر دې پلانونو اوس له نوي سره غور او کار شوی دی.
په دې ترتيب د پلان په نوې بڼه کې روښانه ده شوې ده چې اروپايي ټولنه بايد اتومي ګواښ ته هم ځواب وويلای شي. پر دې سربیره پکې دا هم راغلي چې د اروپايي ځواکونو نقل او حرکت «ژر تر ژره» ښه والی ومومي.
«نوې طرحه د اوکراين د جګړې ځواب نه بلکې د ځواب برخه ده»
پر نوې طرحه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسئول جوسپ بورېل کار کړی دی. له دې طرحه څخه هغه يوه جمله چې له مخې یې له مسکو سره د ځينو ټاکل شويو موضوعاتو په اړه همکارۍ ته لاره هواروي، لغوه شوې ده.
بورېل وويل: «کله چې موږ پر دې کار لاس پوری کړی وو نو د دې تصور مو لا نشوای کولی چې د دې طرحې د عملي کولو پر وخت به وضعيت دومره خراب وي.»
د نوموړي په خبره سړی اوس بايد له چيلنجونو لکه جګړې سره د اروپا د چلن د وړتياو په اړه فکر وکړي. هغه وويل چې «ستراتیژيک کمپاس» د اوکراين د جګړې ځواب نه خو د ځواب برخه یې ده.»
د بورېل په خبره نوی ځواک به د اړتيا پر اساس ځمکني، هوايي او سمندري برخه ولري. هغه تشريح کړه چې بېلا بېل له يو بل سره د ترکيب وړتيا لرونکي «ماډلونه» به ولرو.
د اروپايي ټولنې د جګړه ایز ځواک پراخول
په اروپايي ټولنه کې د دې ډول چټک غبرګون ځواک پر سر بحثونه له اوږدې مودې راهيسې دوام لري. خو دا بحث د تېر کال په دوبي کې له افغانستان څخه د تخلیې د عملياتو پر وخت پر امریکا متحده ايالاتو د پوځي انحصار له کبله نور هم قوي شول.
هغه وخت آلمان له نورو اروپايي هيوادونو سره په شريکه د چټک غبرګون د ځواک د رامنځته کولو وړاندیز وکړ. دا وړاندیز په پام کې لري چې لا دمخه موجود د EU-Battlegroups يا اروپايي ټولنې جګړه ایز ځواک يا ډله قوي کړل شي او د لنډې مودې له پاره بحران ته د ځواب ويونکي ځواک په توګه وده ورکړل شي.
دا نظر اوس د «ستراتيژيک کمپاس» په طرحه کې ځای پر ځای شوی دی. نوی ځواک به لا دمخه د موجود اروپايي ټولنې د جګړه ايز ځواک او غړيو هېوادونو د نورو جنګي ځواکونو څخه جوړ شي.
د EU-Battlegroups اوسنۍ طرحه دوه قطعې په نظر کې لري چې هره يوه یې په اصل کې تر کابو ۱۵۰۰ پورې عسکر لري، چې دغه عسکر د هرو شپږو مياشتو په موده کې د اروپايي ټولنې د بېلا بېلو هېوادونو له خوا په اختيار کې ورکول کيږي.
خو په دې وروستیو کې تل د کافي عسکرو د نه شتون سونزه موجوده وه. د اروپايي ټولنې دې ځواک تر اوسه هيڅ کوم ماموريت نه دی ترسره کړی.
ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)