1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

اروپايي ټولنې له کرونا ځپلو افغان ماشومانو سره مرسته کړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۷۰۰ زره ماشومان له خوراځواکۍ کړيږي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري او وايي چې په دې برخه کې یې د اروپايي اتحادیې مرسته ترلاسه کړې.

Afghanistan Kabul Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق یا یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ زره داسې ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي او دا چې دوی عاجلو مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي چې اروپايي ټولنې په دې برخه کې ۲،۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده. دغه نړیوال سازمان ویلي چې دغه پیسې به په لومړي ګام کې پر هغو ماشومانو مصرف کړل شي، چې په عاجله توګه مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف په دې باور دی چې په نړۍ او افغانستان کې د کرونا وبا له خپریدو سره هم مهاله، داسې احتمال موجود دی چې په افغانستان کې د کمزوري روغتیايي سیستم او د کرونا د ناروغۍ د کنټرول په برخه کې محدود ظرفیت به د دې لامل ورګرځي چې ګڼ شمیر افغان ماشومان له سختو عواقبو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې اوسمهال ۱۱۴۳ کسان په کرونا ناروغۍ اخته دي او دغه شمیر د هرې ورځې په تیردو سره د لوړیدو په لوري روان دی. کرونا اوس ټول افغانستان ته رسیدلی دی او په دې وروستیو کې د نورو ولایتونو په پرتله د کرونا ډیرې مثبتې پیښې په پلازمینه کابل کې ثبتیږي.

د افغان ماشومانو يو پر دريمه برخه ښوونځي ته نه ځي

01:26

This browser does not support the video element.

په افغانستان کې د یونیسف سازمان استازي ډاکټر ابوبکر کامپو ویلي چې په داسې هیواد کې چې شاوخوا ۷،۳ میلیون ماشومان زده کړو ته لاس رسی ونه لري او شاوخوا ۶۹ زره داسې ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، له خوار ځواکۍ سره مخامخ وي، دغه راز مرستو ته ډیره عاجله اړتیا وه. دغه نړیوال سازمان زیاته کړې چې شمیرو ته په کتو سره د تیر میلادي کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د خوار ځواکۍ له کبله د افغان ماشومانو په شمیر کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کرونا وبا او پر افغان ماشومانو یې اغیزې

د یونسف د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو مسول لویجي پاندولفي، ویلي چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې له ۱۴مې نیټې وروسته چې په افغانستان کې ښوونځي وتړل شول، په افغانستان کې له ۵،۹ میلیونه څخه ډیر ماشومان په دولتي ښوونځیو او شاوخوا ۵۰۰ زره نور ماشومان په شخصي ښوونځیو کې له زده کړو محروم شوی دي. افغان حکومت د کرونا د وبا د خپریدو د مخنیوي په موخه په ټول هیواد کې تعلیمي ادارې تړلي دي.

سربیره پر دې، په افغانستان کې د کرونا وبا له کبله د ښارونو د تړل کیدو په پایله کې ګڼ شمیر افغان کورنیو د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي چې له همدې کبله د افغان ماشومانو په منځ کې هم د خوار ځواکۍ په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو دغه سازمان په پام کې لري چې له نورو خیریه سازمانونو سره په ګډه او روغتیايي ګرځنده ټیمونو په مرسته، په یو شمیر داسې سیمو کې چې ورتګ ورته سخت دی، د ماشومانو د خوارځواکۍ د لمنځه وړلو له پاره فعالیتونه پیل کړي.

د دغه سازمان په حواله د افغانستان په ۱۲ ولایتونو په ځانګړې توګه په هرات، غور، پروان، دایکندي، بامیان، کندهار، هلمند، بلخ، کندز، فاریاب، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې له ۲۰ زره ډیر داسې ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له دغو خدماتو او مرستو څخه به ګټه پورته کړي.

سربیره پر دې، یونیسف همدا راز په پام کې لري چې په فاریاب ولایت کې د اروپايي ټولنې د دغو مرستو پر مټ د محلي تعلیماتو له پاره ۱۰۰ بابه نوي ښوونځي هم جوړ کړي. په دغو ښوونځیو کې به د ښوونکو، تدریسي موادو او د څښاک د اوبو په ګډون ټولې اړینې آسانتیاوې موجودې وي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب