په اروپايي ټولنه کې د ۳۰ میلیاردو یورو مخدره مواد کارول شوي
۱۳۹۸ آذر ۵, سهشنبه![Deutschland Protestaktion Kiffen für legalen Cannabis-Konsum in Berlin](https://static.dw.com/image/48689466_800.webp)
د نشه یي توکو او پرې د روږدو کسانو له پاره د اروپا د څار سازمان په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۷ کال کې په اروپايي ټولنه کې ۳۰ میلیارده یورو پر مخدره موادو مصرف شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ کال کې په دې سیمه کې پر مخدره موادو د مصرف شویو پیسو کچه ۲۴ میلیارده یورو وه.
په ۲۰۱۷ کال کې یوازې پر غیر قانوني مریوانا ۱۱،۶ میلیارده یورو مصرف شوي. په دې ترتیب نو مریوانا په اروپايي ټولنه کې په غیر قانوني توګه تر ټولو ډیر رانیول شوی مخدره توکی دی. په اروپا کې د پلورل شوې مریوانا له ډلې څخه یې ۳۹ سلنه په غیر قانوني توګه پلورل شوي دي.
دې سازمان په عین حال کې ویلي دي چې د مخدره موادو د نړیوال بازار ارزښت د ۴۲۶ او ۶۵۲ میلیاردو ډالرو تر منځ دی.
کوکاین په اروپايي ټولنه کې دویم تر ټولو ډیر کارول شوي مخدره توکی دي چې په ۲۰۱۷ کال کې د نهو میلیاردو ډالرو په ارزښت دغه نشه یي مواد پلورل شوي دي. په دې کال کې بیا د اووه میلیاردو یورو په ارزښت هیرویین پلورل شوي دي.
(ms/kh (Reuters