اروپايي اتحاديې له اتريش، دنمارک، آلمان، سويډن او د دغې اتحاديه د نه غړيتوب لرونکي هيواد ناروې ته اجازه ورکړې ده چې پر خپلو پولو دې د هويت اسنادو کنترول وکړي. دغه هيوادونه وايي چې د امنيتي لاملونو پر اساس پر پولو يې د دا ډول کنترول شتون مهم دی. دا په داسې حال کې ده چې د پولو د کنترول موضوع، د آلمان په راروانو عمومي انتخاباتي کې هم د جنجالي بحثونو څخه یوه دی. د آلمان انتخابات د روانې مياشتې (سپتمبر) په ۲۴مه ترسره کيږي.
د مهاجرو په چارو کې د اروپايي اتحاديې کميشنر ديميتريس آوراموپولوس وویل که څه هم د پولو کنترول توجيه کونکې نده، خو د دغه کار لاملونه «نور شتون نلري». هغه وويل: « زه فکر کوم چې اوس هغه وخت رارسيدلی دی چې موږ بيرته د شنيګن نورمال حالت ته وګرځو».
شينګن هيوادونه
د شينګن سيمې هيوادونه، هغه هيودادونه دي چې له پولو څخه يې د پاسپورت پرته، آزاد اوښتل راوښتل ترسره کيږي. د دغې سيمې د ۲۶ غړو ترمنځ د اسنادو سيستماتيک کنترول له منځه پورته کړل شوی وو، خو په ۲۰۱۶ کال کې کله چې له هغې يو کال د مخه اروپا ته يو ميليون مهاجر راغلل، پر پولو د کنترول تدابير ونيول شول.
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل غواړي چې پر دغو پولو دې د پوليسو لخوا کنترول ادامه ولري.
د پولو د کنترول موده
مرکل په خپله يوه مرکه کې چې د روانې مياشتې په اوايلو کې يې ترسره کړه وویل چې هغه ډاډمنه ده چې د اروپايي اتحاديې کميسيون به د نوامبر تر ۱۱مې وروسته د پولو د کنترول د تمديد په برخه کې « زمونږ دلايلو ته اوريدونکي غوږونه» ولري. د شينګن غړو هيوادونو تر منځ د پولو کنترول د راتلونکې مياشت (نوامبر) په ۱۱مه نيټه پای ته رسيږي.
په آلمان کې د پولو کنترول هغه مهال پیل شو چې دغه هيواد ته د مهاجرو سترې څپې داخلې شوې، چې ورسره جوخت د انګلا مرکل منتقدو ګوندو د مرکل پر مهاجر پلوه سياست باندې نيوکې وکړې. له هغې وروسته د اروپايي اتحاديې کميسيون چې د دغې اتحاديې اجرائي څانګه ده، آلمان او د هغه څلورو نژدې ګاونډيو هيوادونو ته يې اجازه ورکړه چې د ۲۰۱۶ کال د می مياشتې وروسته دې پر خپلو پولو کنترول پيل کړي. دغه کنترول تر اوسه دوه ځلې تمديد شوی دی خو د اروپايي اتحاديې د مقرراتو پر اساس، دغه اقدام به تر دې زيات نور تمديد نشي.
آوراموپولوس وویل چې د مهاجرت پر موضوع د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ شوی تړون په ښه توګه عملي کيږي، هغه زياته کړه چې تيره مياشت له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته د رسيدليو مهاجر په شمير کې د تيرکال همدې مودې په پرتله ۸۱ سلنه کموالی رامنځته شوی دی. هغه وویل: « د تيرو دوو کلونو په ترڅ کې موږ په بحراني حالاتو کې کار کړی دی. اوس د دې وخت راغلی دی چې د دغه بحراني حالت څخه ووځو».
اسوشیتد پرس / ع. ح - / ک. ص.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2016):
د مقدونيا په سرحد کي د مهاجرو ستونزي
د مقدونيا له خوا د سرحدي کنترول له کبله په ټول يونان کي ډېر پناه غوښتونکي د سرپناه د نشته والي په خاطر په پټرول پمپونو کي بيدېدو ته اړ سوي دي.
انځور: DW/D. Cupoloپه داسي حال کي چي يونان ته د ورتلونکو مهاجرو شمېر لا د پخوا په شان لوړ دی، مقدونيا خپل سرحدونه ټينګ کړي دي. دغه هيواد ډېر لږ پناه غوښتونکي مني چي سرحد ته يې ورداخل سي. دا د دې سبب سوی چي د يونان او مقدونيا پر سرحد کي ډېر مهاجر بند پاته دي. ځيني وختونه داسي سوي چي تر ۲۰۰۰ پوري انسانان د ۱۴ او ۲۴ ساعتو تر منځ بې له سرپناه د پټرول پمپونو يا د تيلو ټانکونو په ساحه کي وخت تېر کړي.
انځور: DW/D. Cupoloد يخ پر ضد د فولادي رنګ شړۍ
په داسي حال کي چي هوا سخته يخه سوې ده، د يونان ټاپوګانو ته د پناه غوښتونکو راتګ ادامه لري. د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو اداره په تازه رارسېدلو پناه غوښتونکو د فولادي رنګ شړۍ ويشي. پخوا به دغو مهاجرو ته زرين او طلايي رنګ لرونکي ځانګړي پلاسټيکونه ورکول کېدل چي د مهاجرو د بحران سمبول ګرځېدلی وو.
انځور: DW/D. Cupoloد مقدونيا له سرحد څخه ۲۰ کلومتره ليري د يونان په خاوره کي د ايکو دغه يو پټرول پمپ دی. د بې سرحده ډاکټرانو ټولني دلته شپږ ګرمي کږدۍ درولي او په دغو کي طبي مرستي کوي. د بې سرحده ډاکټرانو يو مرستندوی ګالي وايي چي داسي معلوميږي چي پوليس غواړي د مهاجرو د تګ بهير تر کنټرول لاندي وساتي، څو د دسامبر په څېر تاوتریخوالی رامنځ ته نه سي.
انځور: DW/D. Cupoloپه سړه هوا کي اوږد انتظار
پناه غوښتونکي په هغو ورځو چي گڼه گوڼه زياته وي، دې ته اړ وي چي تر ۲۴ ساعتونو لا زيات وخت په يو پټرول پمپ کي انتظار وي. مرستندويان وايي چي ځيني پناه غوښتونکي په داسي حال کي چي د هوا تودوښه تر صفر سانتي ګراد لا کښته ده، کوښښ کوي چي تر تړلو سرويس موټرونو لاندي بيده سي.
انځور: DW/D. Cupoloد سېف د چلډرن مرستندويه ټولني يوه غړې وايي چي تېره شپه یوه مېرمنه مجبوره وه چي له خپل پنځلس ورځني ماشوم سره بې سرپناه تر شين آسمان لاندي شپه تېره کړي. دا په داسي حال کي چي هوا منفي اته سانتي ګراده وه. د يادي مرستندويه ټولني غړې وايي چي صرف شل کلومتره هاخوا تودې کږدۍ ولاړي دي، خو مهاجر ورته نه پرېښودل کيږي.
انځور: DW/D. Cupoloد دمي له يوه ځايه تر بل پوري
دانيل اسدزاده يو مسيحي عراقی دی. هغه تېر سهار پر پنځه بجې له خپلو ملګرو سره دغه پټرول پمپ ته ورسېد. هغه وايي چي تېره شپه يې د اتن په شمال کي په ورته وضعيت کي تېره کړې وه. نوموړی وايي چي نه سي کولای يوه بله شپه داسي تېره کړي. هغه وايي: «کله چي جرمني ته ورسېږم نو لومړی کار چي زه به يې کوم هغه به د ځان مينځل وي، ولي چي ځان د يو آس په شان ناپاک احساسوم.»
انځور: DW/D. Cupolo«د سرحد خلاصېدو له پاره دعا»
دانيل اسدزاده وايي چي و سرويس موټر ته يې ۴۵ ډالره ورکړي، څو د مقدونيا سرحد ته يې ورسوي. هغه وايي چي تر يونان پوري د رسېدو له پاره يې ۴۰۰۰ ډالره مصرف کړي دي. دغه مهاجر وايي چي ډېري لږ پيسې ورپاته دي او دا چي د نورو مهاجرو کورنيو هم دغه حال دی. دی وايي چي په هر تمځای کي مجبوره دي چي هر څه ځان ته په پيسو واخلي. هغه وايي چي دعا کوي ژر سرحد بېرته خلاص سي.
انځور: DW/D. Cupoloد دغه پټرول پمپ يونانی مالک تيودوروس ساوليديس وايي چي پناه غوښتونکي د سودا له پاره ښه دي. هغه پناه غوښتونکي چي سودا کوي، اجازه لري چي دننه پاته سي. خو نور ټول لکه دغه افغان سړی چي په انځور کي سلام کوي، ايستل کيږي، چي شی نه رانيسي. ساوديليس وايي چي مهاجر د پټرول پمپ شيان ماتوي لکه تشنابونه، چوکۍ او داسي نور.
انځور: DW/D. Cupoloد بې پولو ډاکټرانو په مالي مرسته د اېکو په نوم دغه پټرول پمپ ته چي ورته ۴۰ سرويس موټره پناه غوښتونکي رارسېدلي دي، د سون لرګي راوړل کيږي. د يکشنبې په ورځ دغه دريم او آخري بار دی چي راوړل سو. د مرستندويانو په وينا يو بار تقريبا ۱۱ ټنه لرګي وي چي د ۱۰۰۰ يورو په شاوخوا کي بيه لري.
انځور: DW/D. Cupoloپه داسي حال کي چي د ايدوميني کمپ ډک وو، تقريبا ۲۰۰۰ انسانانو د يکشنبې په ماخستن د ايکو پټرول پمپ څخه دباندي تر شنه آسمان لاندي شپه تېره کړه. د مرستندويانو په وينا په داسي حال کي چي د نورو پناه غوښتونکو راتګ ادامه لري، دغه ډول منظرې عادي ګرځېدلي دي. د سېف دي چلډرن مرستندويه سيلين ګاګنې وايي چي د دې او د همکارانو يې زړه غواړي چي له پناه غوښتونکو سره لا زياتي مرستي وکړي، خو امکانات يې نه لري.
انځور: DW/D. Cupolo