1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیه: د ۴۲۰۰۰ افغانانو منل کیدل ممکن بولي

۱۴۰۰ مهر ۱۶, جمعه

اروپایي اتحادیه د پنځو کلونو په موده کې د شا او خوا ۴۵۰۰۰ افغانانو منل کیدل شوني بولي. دغه خبره د اروپایي اتحادیې د داخلي چارو کمیسارې یلوا یوهانسن د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې کړې ده.

Belgien I  Ylva Johansson
انځور: Francisco Seco/AP/picture alliance

د اروپایي اتحادیې د داخلي چارو کمیسارې یلوا یوهانسن، په خبره اروپایي اتحادیه د مرستې «اخلاقي مکلفیت» لري، خو په دې اړه هر ډول پریکړه د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو پورې اړه لري.

د یوهانسن په خبره د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کمیسار فلیپو ګراندې اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې شا او خوا ۸۵۰۰۰ افغانان د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه باید په نورو هیوادونو کې استوګن کړل شي. یوهانسن زیاته کړې چې «هغه [فلیپو ګراندي] وړاندیز کړی چې اروپایي اتحادیه باید د دغو کسانو نیمایي ومني.»

یوهانسن، پر دې ټینګار کړی دی چې له سخت خطر سره د مخامخو افغانانو چې پکې خبریالان، قاضیانې او د بشري حقونو فعالانو شامل دي، د رایستلو لړۍ باید ادامه ومومي. ویل شوي دي چې شا او خوا ۲۲۰۰۰ افغانان د اروپایي اتحادیې ۲۴ غړو هیوادونو ته رایستل شوي دي. د اروپایي اتحادیې د داخلي چارو کمیسارې ډاډ ورکړی دی چې دغه اتحادیه د لا ډیر څه کولو له پاره چمتو ده.

پر دې سربیره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو د پلټلو له پاره د یوه ځانګړي پلټونکي د ګمارلو پریکړه دې. د دغه مصوبې تر تصویبدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د اروپایې اتحادیې استازې لوته کنودسن، ویلي چې «دا یو مهم ګام دی، څو په دوامداره توګه د بې پرې کارپوهانو له لوري څارنه ترسره شي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابیدو مخنیوی وشي.»

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پلټونکې د یوه کلن ماموریت مصوبه د امریکا په ملاتړ د اروپایي اتحادیې له لوري وړاندې شوه. په ژنیو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي هم د دغه ماموریت ملاتړ وکړ. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۲۸ غړو هیوادونو د دغه ماموریت په پلویتوب رای وکاروله. چین، روسیې، پاکستان، وینزویلا او اریتریا د دغه ماموریت مخالفت وکړ او ۱۴ هیوادونو ممتنع رای ورکړه.

د اګست میاشتې په نیمایي کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو ډیر ژر افغانستان تر خپل تسلط لاندې راوست. له هغې راهیسې دا اندیښنې په زیاتیدو دي چې طالبان به په نویمه لسیزه کې د خپلې واکمنۍ په څیر له بشري حقونو سرغړونې وکړي. که څه هم طالبانو د لږکیو او د ښځو حقونو ته د توجه کولو خبره کړې ده، خو د بشري حقونو څخه د سرغړونو رپوټونه مخ پر زیاتیدو دي.

زموږ له آرشیف څخه: