1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیې ته غیر قانوني مهاجرت زیات شوی

۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبه

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتونکي آژانس فرونتېکس د معلوماتو له مخې په سپتمبر میاشت کې په غیرقانوني توګه د دغې اتحادیې له پولو په اوښتو کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی. له دې څخه تر ټولو زیات یونان اغیزمن شوی دی.

Migranten in Griechenland
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Varaklas

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتونکي آژانس فرونتېکس د معلوماتو له مخې په سپتمبر میاشت کې په غیرقانوني توګه د دغې اتحادیې له پولو په اوښتو کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی. له دې څخه تر ټولو زیات یونان اغیزمن شوی دی.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتونکي آژانس فرونتېکس په سپتمبر میاشت کې د دغې اتحادیې له پولو په غیر قانوني توګه د تیریدو ۱۷۲۰۰ پیښې ثبت کړي دي. د دغو کسانو دوه پر دریمه برخه د تیرو میاشتو په څیر د مدیترانې سمندرګي له ختیځې لارې تیر شوي دي. دغلته ۱۱۵۰۰ مورده ثبت شوي دي چې د اګست میاشتې په پرتله ۱۶ سلنه زیات دي.

د فرونتېکس د معلوماتو له مخې اوسمهال تر ټولو زیات افغانان هڅه کوي چې له ترکیې څخه یونان ته په غیر قانوني توګه سفر وکړي. د یونان ختیځ ټاپوګان له څو اونیو راهیسې د پناه غوښتونکي د شمیر له زیاتیدو سره لاس او ګریوان دي. په لسبوس، خیوس، ساموس، لیروس او کاس کې د مهاجرو کمپونه تر حده زیات ډک دي. ویل شوي دي چې په دغو ځایونو کې د مهاجرو شمیر تر ۳۳۰۰۰ کسانو اوښتی دی.

د مدیترانې سمندرګي د لویدیځو او مرکزي لارو د غیر قانوني سفر کوونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راغلی دی. د فرونتېکس د معلوماتو له مخې شا او خوا ۲۴۰۰ مهاجر هسپانیې ته رسیدلي دي چې د تیرې میاشتې په پرتله ۱۲ سلنه زیات دي. د رپوټ له مخې پر دغه لاره زیاتره د افریقا د سویلي برخې خلکو سفر کړی دی. د ليبیا او ایټالیې تر منځ د ۲۲۸۰ کسانو د غیر قانوني مهاجرت پيښې ثبت شوي دي، چې ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. دغلته زیاتره د تونس او سوډان خلک ورغلي دي.

د روان میلادي کال په بیلانس او جاج کې فرونتېکس د ۸۸۲۲۰ غیر قانوني مهاجرتونو پيښې ثبت کړي دي. د تیر کال د همدې مودې په پرتله دغه شمیر ۱۹ سلنه کموالی ښيي.

(sr/ns (dpa, frontex.europa.eu

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب