1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنه په اوکراین کې د جګړې ختمیدل غواړي

۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبه

اروپايي ټولنه غواړي چې په اوکراين کې دې جګړه هر څومره ژر پای ته ورسيږي. خو د پای څرنګوالی هم مهم دی. دغه خبره د اروپا مشر ديپلومات نن د چهارشنبې په ورځ وکړه.

EU Ursula von der Leyen und Josep Borrell, PK zum Ukraine Krieg
جوزف بورېل او اورزولا فون دېر لاينانځور: Kenzo Tribouillard/AFP/Getty Images

جوزف بورېل چې د اروپايي اتحاديې مشر ديپلومات دی، اوکراين ته د نورو وسلو د لېږلو د غوښتنې تر څنګ ويلي دي چې »موږ غواړو چې جګړه هر څومره ژر پای ته ورسيږي، خو نه په هر قيمت.«

د هغه په خبره »که يو ويجاړ هيواد پاته شي چې خاوره يې له لاسه ورکړي او بې برخې شوی وي، په ميليونو خلک يې په تبعيد کې او يا مړه شوي وي، بيا نو نه وايو. موږ نه غواړو جګړه داسې پای ته ورسيږي.«

بورېل زياته کړه چې »له دې کبله بايد اوکراين ته د وسلو لېږد دوام ومومي.« د بورېل په خبره دا د اوکراينيانو توقع هم ده.

بورېل دې ته هم اشاره وکړه چې د اروپايي ټولنې له خوا د روسيې د تېلو او ګازو رانيولو ته دوام ورکول روسيې ته څو برابره زياتې پيسې په اختيار کې ورکوي نسبت هغو مالي مرستو ته چې اروپا يې له اوکراين سره کوي.

د اوکراين جګړې پراخه ويجاړي اړولې لکه دلته په ماريوپول کېانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

بله خوا د اروپایي کمسېسيون مشرې، اورزولا فون دېر لاين، د اروپا پارلمان ته وويل چې اروپايي اتحاديه به په روسيې باندې نور بنديزونه هم وضع کړي چې احمتالاً به د تېلو د وارداتو پر ضد تدابير هم د هغې يوه برخه وي.

روسيه د اوکراين جګړه »ځانګړی پوځي عمليات« بولي چې هدف يې د پوتين په خبره د يوه غير مشروع دولت بې وسلې کول دي.