1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتنې په نوي اصلاح شوي قانون کې څه راغلي؟

۱۴۰۳ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې پارلمان د چهارشنبې په ورځ د غیر اصولي مهاجرت د کمولو لپاره د پناه غوښتنې په ګډ سیستم کې اصلاحات تصویب کړل. نوي مقررات به د پناه غوښتونکو او کډوالو له پاره شرايط سخت کړي.

EU neues Migrationsgesetz
انځور: Geert Vanden Wijngaert/AP Photo/picture alliance

د دغو اصلاحاتو هدف څه دی؟

په اصل کې د دغواصلاحاتو موخه د پناه غوښتنې د سختو قوانینو وضع کول دي. سربیره پردې به دا په هغو هیوادونو باندې فشار کم کړي چې په پراخه کچه کډوال ورځي لکه ایټالیا او یونان.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې تېر کال شاوخوا ۱،۱ میلیونه د پناه غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د پناه غوښتنې تر ټولو لوړ شمېر دی. د دغو غوښتنو یوه پر  دریمه برخه، شاوخوا ۳۳۰ زره په آلمان کې ثبت شوي دي.

آیا د پناه غوښتنه به د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو ارزول کیږي؟

د هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه چې د منلو چانس یې کم وي، د اروپايي اتحادیې په بهرنیو سرحدونو کې به ارزيابي کيږي. دا په دې مقصد چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته یې د سفر د دوام مخه ونیسي.

 په دې اقداماتو کې د بیلګې په توګه، د مراکش، تونس یا بنګله دیش کډوال شامل دي چې اروپایي ټولنه کې یې د منلو چانس حد اکثر ۲۰ سلنه دی.

سربیره پردې، د پولو په دغو ارزونو کې به هغه کډوال هم شامل دي چې د امنیتي ګواښونو  په کتار کې راځي او یا هم هغه مهاجر چې په جعلي پاسپورټونو نیول شوي وي یا پرې شک کیږي.

د دې بیاکتنو لخوا اغیزمن شوي خلک کولی شي وړیا قانوني ملاتړ ترلاسه کړي.

په سرحدی پلټنو کې څه کیږي؟

کډوال باید سرحدونو ته نږدې وساتل شي او که چیرې یې غوښتلیکونه رد شي په مستقیم ډول باید بیرته ستانه کړل شي.

له حقوقي پلوه، به دغه کډوال د هغو کسانو په توګه ګڼل کیږي چې اروپایي اتحادیې ته نه دي دننه شوي. د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د څیړلو موده او د بیرته ستنولو پروسه یې باید په ۱۲ اونیو کې پوره شي.

په لومړي ګام کې باید  د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په سرحدي کمپونو کې ۳۰ زره ځایونه جوړ کړي او له څلورو کلونو وروسته باید دغه ظرفیت ۱۲۰ زره ځایونو ته لوړ شي.

ولې دا اصلاحات شخړيز وو؟

د آلمان حکومت او په ځانګړې توګه د دغه هیواد په ایتلافي حکومت کې د زرغون ګوند غوښتل چې له اتلسو کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو ترڅنګ باید هغه کورنۍ هم له مرزي ارزونو مستثنی شي چې ماشومان لري. خو دغو هڅو نتیجه ورنه کړه. د اروپايي اتحادیې د پارلمان د فشار له امله، هغه کورنۍ چې ماشومان لري باید د مهاجرو وروستۍ ډله وي چې د سرحدونو د څارنې بهیر ته داخلیږي او د هغوی غوښتنلیکونه باید په لومړي ګام کې وڅیړل شي او د «منلو له مناسبو شرایطو» برخمن شي.

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې

04:46

This browser does not support the video element.

آیا کډوال دریم هیواد ته ستنیږي؟

په راتلونکي کې د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه کولی شي پناه غوښتونکي بیرته «دریمو خوندي هیوادونو» لکه تونس یا البانیا ته واستوي.

 شرط دا دی چې دا کډوال له دریم هیواد سره اړیکه ولري، د بیلګې په توګه د خپلو خپلوانو له لارې چې هماغه هیواد کې وي، ځکه دا کفایت نه کوي چې یو مهاجر د دریم هیواد له لارې سفر کړی وي. تر اوسه اروپايي ټولنه د مهاجرو د بیرته ستنیدو لپاره د «خوندي اصلي هیوادونو» نوملړ نه لري، خو تمه کیږي چې دغه نوملړ چمتو شي.

د مهاجرینو د ویش لپاره څه پلان شته؟

د تیر په څیر په راتلونکي کې هم یو هیواد به د هغه پناه غوښتونکي د پناه غوښتنلیک د څیړلو مسولیت ولري چې هغه هیواد ته د لومړي ځل لپاره دننه شوی وي. خو په دې اړه یو ګډ او جبري میکانیزم نشته.

په دې توګه اروپايي ټولنه غواړي هر کال لږ تر لږه ۳۰ زره کډوال له ایټالیا یا یونان څخه په غړو هېوادونو وویشي.

هغه هیوادونه چې نه غواړي په دې میکانیزم کې شامل شي کولی شي د پیسو په ورکولو سره د پناه غوښتونکو له منلو څخه ډډه وکړي یا په نورو اقداماتو کې برخه واخلي، لکه د سرحدي ساتونکو لیږل یا دریم هیوادونو ته د پروژو ملاتړ.

انځور: Europa Press/AP Photo/picture alliance

د پناه غوښتونکو ثبت څنګه ترسره کیږي؟

تر دې دمه یو زیات شمیر پناه غوښتونکي پرته له دې چې په پولو کې ثبت شي آلمان ته دننه شوي دي.ټاکل شوې دغه وضیعت بدلون وکړي.

سرحدي هیوادونه لکه ایټالیا یا یونان باید بایومټریک معلومات لکه د ګوتو نښان یا د مهاجرینو عکسونه د اروپایي ټولنې له خوا په ټاکل شوي ډیټابیس یا د معلوماتو بانک کې ثبت کړي.

بل توپیر دا دی چې پخوا دا معلومات له ۱۴ کلنو څخه د پورته کسانو ثتبتیدل، خو له دې وروسته له شپږو کلونو پورته ماشومان هم په دې پروسه کې شاملیږي. هغه څوک چې د «امنیتي خطر» په توګه طبقه بندي کیږي، په ځانګړې توګه کله چې د ترهګرو ډلو سره د اړیکو موضوع مطرح کیږي، د دوی معلومات باید په ځانګړي ډول په نښه شي. دا ګړندی بیاکتنه باید لږ تر لږه  اوه ورځې دوام وکړي.

که چیرې د پناه غوښتونکو شمیر ډیر وي نو څه کیږي؟

دا مسله «د بحران مقرراتو» په نوم قانون تنظیموي.

نو په دغسې یوه وضیعت کې حتی هغه کډوال چې د منلو چانس یې ۵۰ سلنه هم  وي، باید په بهرنیو سرحدونو کې یې د ارزونې بهیر ترسره شي.

نو بیا ښایې د ۱۲ اونیو پر ځای تر  ۱۸ اونیو  په سرحدي کمپونو کې وساتل شي.

کله چې دا معلومه شي چې مهاجرین د نورو هیوادونو لکه روسیې له خوا د « د وسیلې په ډول کارول» کیږي او اروپایي پولو ته رسیږي د هغوئ د معلوماتو ارزونه هرو مرو په بهرنیو سرحدونو کې کیږي.ان که دغه کډوال له افغانستان یا له سوریې وي چې د منلو کچه یې لوړه ده او په عادي حالت کې د پولو په پوښتنو یا ارزونه کې نه شامیلږي.

دا قانون کله عملي کیږي؟

د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه باید د پناه غوښتنې د اصلاحاتو دا ټولګه تصویب کړي. له هغې وروسته، دا هیوادونه د ۲۰۲۶ تر نیمایي پورې وخت لري چې نوي اصلاحات پلي کړي.

آیا له افغانستانه اوس هم د ناقانونه کډوالۍ شمېر لوړ دی؟

30:51

This browser does not support the video element.

آ./ز.ن./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب