اروپایي پولیسو د انسانانو د قاچاقچیانو یوه ډله ونیوله
۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبهد انسانانو د قاچاقچیانو د دغې ډلې د نیولو په عملیاتو کې د بلجیم، انگلستان، فرانسې او یونان پولیسو برخه اخیستې وه. د اټکلونو له مخې ښایي دغې ډلې په تیرو لسو میاشتو کې شاو خوا ۵۰۰۰ غیر قانوني کډوال اروپا ته راوستي وي. دغه عملیات د «پکول» په نوم، نومول شوي ول.
په هاگ کې د اروپایي ټولنې د عدلیې چارو د ادارې له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې دغې ډلې په یوه اونۍ کې د ۱۲۰ څخه تر ۱۶۰ تنو پورې غیر قانوني کډوال د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته قاچاقول.
په خبر پاڼه کې زیاته شوې ده چې په اوسط ډول هر کډوال شاو خوا ۱۰۰۰۰ زره یورو ورکوي چې د تر کیې، یونان او فرانسې له لارې انگلستان، آلمان او نورو اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.
په خبر پاڼه کې دا هم راغلي دي چې د قاچاقچیانو په دغه ډله کې زیاتره افغانان دي. د خبر پاڼې په حواله په دې ډله کې د افغانانو سربیره کردان او لیتوانیایان هم شامل دي.
د «پکول» په نوم دغه عملیات د هغو څیړنو پایله وه چې د فرانسوي پولیسو او عدلي چارواکو له خوا د یوه کال په موده کې تر سره شوي وې.
د دغه عملیاتو په ترڅ کې د نوموړې ډلې مشر د سه شنبې په سهار په یونان کې ونیول شو. د هغه سربیره دوه نور شکمن کسان په فرانسه، دوه تنه په بلجیم او یو تن په انگلستان کې نیول شوی دﺉ.
دغه عملیات د اروپایي ټولنې د عدليې چارو د ادارې له خوا تر سره شوي دي. په دغه اداره کې د ۲۷ اروپایي هیوادونو څارنوالان، قاضیان او پولیس گډون لري. د دې سربیره پکښې د یورو پول چارواکي هم ونډه لري.
سید ریاض (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش