د اروپایې اتحادیې د داخلي چارو کمیسار دیمیتريس آوراموپولوس، د چهارشنبې په ورځ(نوامبر میاشتې ۱۵) په دې اړه وویل: «تر اوسه پوري د اروپایې اتحادیې ۱۶ غړو هیوادونو تر۲۰۱۹م کاله پوري د ۳۴۴۰۰ مهاجرو له منلو سره خپله موافقه اعلان کړې ده.
د اروپایې اتحادیې د داخلي چارو کمیسار زیاته کړه، هیله من دی چې پاته نور هیوادونه به هم د مهاجرو له منلو سره خپله موافقه اعلان کړي او هغو هیوادونو چې خپله موافقه اعلان کړې ده په داوطلبانه شکل د لازیاتو مهاجرو د منلو غوښتنه وکړي.
د آرواموپولوس په خبره د هغو مهاجرو عادلانه ویش چې له ترکیې، منځني ختیځ او افریقا څخه ځانونه اروپا ته رسوي، د یوه قانوني مسیر د رامنځ ته کولو یوازني لار ده.
خو دیميتريس آوراموپولوس، په ټینګار سره د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې د هغو کسانو د دیپورتولو پروسې ته دې چټکتیا ورکړې چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي او په اروپایې اتحادیه کې د اقامې اجازه نه لري، ځکه په دې برخه کې ارقام رضایت بخښونکي نه دي.
د اروپایې اتحادیې کمیسیون د روان کال(۲۰۱۷م) په سپټمبر میاشت کې د مهاجرو د ویش نوی پروګرام اعلان کړ. دا له هغه وروسته چې د ۲۳ زرو مهاجرو د ویش پخوانی پروګرام یې ختم شو. ختیځ اروپایې هیوادونه د دې پروګرام سره ډیر سخت مخالف ول.
د مهاجرو د ویش د نوي پروګرام له مخې هر هیواد د یوه مهاجر د منلو په بدل کې ۱۰۰۰۰ یورو پيسې ترلاسه کوي. آلمان تر اوسه پورې د حکومتي ائتلاف پر سر د بحثونو له امله په دې اړه خپل نظر نه دې څرګند کړی.
هنګري، پولند او چک جمهوریت هیوادونو تر اوسه پورې نږدې د هیڅ یوه مهاجر د منلو له پاره خپله امادګي نه ده ښوولې. همدا مسئله د دې سبب شو چې د اروپایې اتحادیې کمیسیون د دغې اتحادیې له اصولو څخه د سرغړونې له امله د دغو هیوادونو د مجازات کولو غوښتنه وکړه.
زموږ له ارشيف څخه:
د يونان په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو د کړاونو ډک ژوند
د يونان په لیسبوس ټاپو کې ميشت مهاجر نور د سختيو ډک ژوند د دوام توان نه لري. ډیري موسسې چې له مهاجرو سره يې د روغتيا او نوري قانوني مرستې کولي، د مخه لا له دغه ځايه څخه وتلي دي.
انځور: DW/V. Haigesد آژه سمندرګي پر غاړه بند پاتي مهاجر
اروپا اعلان وکړ چې په يونان کې مهاجرو ته د رسيدګي په برخه کې بوديجه يې په اګست مياشت کې خلاصه شوه. تر هغې وروسته مهاجرو ته د رسيدګۍ ټول مسئوليت ته يونان په يوازې سر اوږه ورکړې ده. د دې تر څنګ، د لیسبوس مهاجرو د انتقال او يا بشري مرستو په برخه کې هم د هيڅ کوم مشخص پلان څرک نه ليدل کيږي.
انځور: DW/V. Haigesپه ليسبوس ټاپو کې د موريا په نوم د راجستر تر ټولو مهم مرکز او هغې ته ورته نور مرکزونه هم په دې نه شي توانيدلی چې حتي د تازه راتلونکو لږ شمير مهاجرو وضعيت ته هم سمه رسيدګي وکړي. دلته فشارونه خورا لوړ دي. موجوده بد وضعيت په چټکۍ سره د تاوتريخوالو سبب واقع کيږي. يوه روښانه بيلګه يې د مختلفو هيوادونو د اتباعو ترمنځ د لفظي او فزيکي شخړو رامنځ ته کيدل دي.
انځور: DW/V. Haigesله موريا څخه بهر په دغه ځای کې د شامپو او اوبو ډیر خالي بوتلونه او نور کثافات غورځول شوي دي. تر څنګ د دې چې په کمپ کې روغتيايي خدمتونو د کمښت ستونزه ده، خلک هم په دغه ځای کې د ژوند د يو ښه ماحول جوړولو په برخه کې پاتې راغلي دي.
انځور: DW/V. Haigesد يوې پياله چای توان هم نه شته
دغه اريتريايي مهاجر په خپله خيمه کې له دې بابته بخښنه غواړي چې د چاي تيارولو امکانات نه لري. هغه چې درې مياشتې مخکې ليسبوس ته راغلی دی له هماغه وخته راهيسې د خپلې پناه غوښتنې د ځواب په تمه دی. دی وايي: «دلته په موريا کې ډیري ستونزي دي». د مختلفو نژادونو خلکو ګډي خيمې په کمپ کې د اخ و ډبونه د رامنځ ته کيدو سبب واقع کيږي.
انځور: DW/V. Haigesيو افغان مهاجر د اعتراض په توگه د کارتن پر کاغذ ليکلي دي: موږ هم انسانان يوو، ژوي نه يوو، د موريا کمپ دوږخ دی. دغه افغان تر يوه کال زيات وخت کیږي چې د يونان په لیسبوس ټاپو کې د خپلې پناه غوښتني د ځواب په تمه شپې او ورځې تيروي. د معلوماتو نه ورکول، د کمپ بد وضعيت او بلاخره بيرته افغانستان ته د اخراج ويره هغه څه دي چې د مهاجرو ژوند يې تريخ او د روحي فشارونه سبب شوي دي.
انځور: DW/V. Haigesمهاجرت د اقتصادي ستونزو سبب
د سيمې يو تن اوسيدونکی له افغان مهاجر سره بحث کوي چې د مهاجرو د شتون له امله يونان ته د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۷۵ سلنه لږ سيلانيان راځي. د يونان اقتصادي بحران هم په لیسبوس ټاپو کې د خراب وضعيت په رامنځ ته کيدو کې رول لرلی دی. له بلې خوا که څه هم د سيمې ډير اوسيدونکي له مهاجرو سره خواخوږي لري خو په ټوله کې په دې باور دي چې هيواد يې د اوږدې مودي له پاره د مهاجرو مقابله نه شي کولای.
انځور: DW/V. Haigesپه ليسبوس ټاپو کې رضاکاران خپلې هڅې کوي، په ځانګړې توګه د روغتيايي خدمتونو په برخه کې چې تر ټولو اړينه ده. آلمانۍ داکتره «يوتا مای والد» د دوو اونيو له پاره ليسبوس ته تللې، څو له مهاجرو سره روغتيايي مرستي وکړي. هغه وايي چې ډیري روغتيايي ستونزي په موريا کمپ کې د موجوده بد وضعيت له کبله رامنځ ته شوي دي. د کمپ اوسيدونکي تر ډيره له دردونو او زيانونو شکايت کوي او داکتران ورته د درد ضد درمل ورکوي.
انځور: DW/V. Haigesد موزايک ملاتړ کوونکی مرکز د مهاجرو له پاره يو ښه فرصت دی. دا ډول فعاليتونه د مهاجرو له پاره يوه ښه وقفه ده چې په دوامداره توګه د کمپ په بد حالت کې ژوند کوي. دغه ځای نه يوازي دا چې مهاجرو ته د څو ساعتونو له پاره خوښۍ وربخښي، تر څنګ دوي يوه اندازه پيسې هم په لاس راوړي، لکه دغه ايرانۍ ميرمن.
انځور: DW/V. Haigesد تازه راتلونکو مهاجرو څپې ادامه لري
هغه نوی مهاجر چې د ۲۰۱۵م کال له لومړيو څخه يونان ته راغلي، بايد انتظار وباسي، څو دوسيې يې وڅیړلي شي. خو په دې برخه کې د څيړنۍ ټکنی بهير او د يو ښه کاري پلان نه شتون د دې سبب شوی چې د ډيرو لږو دوسيو څيړني وشي. د مهاجرت نړيوالې ادارې په حواله په روان ۲۰۱۷م کال کې څه باندې ۱۴ زره مهاجر يونان ته راغلي دي. تيرکال يونان ته ۱۷۳ زره مهاجر راغلي ول، خو يوازې ۱۲۵۰۰ کسان يې ومنل.
انځور: DW/V. Haiges