د دغو وړاندیزونو له جملې څخه د اروپایې اتحادیې د سرحدونو او ساحلونو د کنترول د مامورينو شمیر له ۱۵۰۰ څخه ۱۰ زرو ته پورته کول دي. په عین حال کې باید دغو کسانو ته لا زیات اختیارات هم ورکړل شي.
نوموړي د مهاجرو د ویرولو له پاره د اروپایې اتحادیې د سرحدونو د کنترول سختولو په هکله د منتقدینو په ځواب کې وویل: «اروپا هغه ځای دی چې هر هغه څوک چې په ريښتیا هم ضرورت ولري نو له نړیوال ملاتړ څخه به برخمن شي. د اروپایې اتحادیې د سرحدونو د حفاظت پراخول به په اروپایې اتحادیه کې د پناهندګۍ حق د طرحې د اصلاح په برخه کې زموږ د پریکړې مخه ونه نیسي.»
د اروپا د مهاجرت او داخلي چارو کمیسار ټینګار وکړ چې وروستیو پيښو وښووله چې د دبلين د سیستم اصلاح اوس د بل هر وخت په پرتله اړينه ده. د دبلين د سیستم له مخې هغه مهاجر چې ځانونه اروپایې اتحادیې ته رسوي، باید د دغې اتحادیې په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې په لومړي سر کې ورته داخل شوی وي.
یونان، ایټالیا او مالتا چې د اروپایې اتحادیې بهرني سرحدونه تشکيلوي د ډیرو هغو پناه غوښتونکو له پاره لومړنی هدف وي چې د سمندر له لارې ځانونه دې قارې ته رسوی. دغه هیوادونه د ډیرو کلونو راهیسې د دبلين پر سیستم انتقاد کوي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
مهاجرو ته د آلمان د سرحدونو پرانیستلو دوه کاله وروسته
د ۲۰۱۵م کال په اگست او سپتمبر میاشتو کې هغه مهال چې په سونو زرو مهاجرو اروپا ته مخه کړه، د آلمان صدر اعظمي انګلا ميرکل پریکړه وکړه چې تازه راغلو مهاجرو ته د پرانیستو دروازو سیاست غوره کړي. له هغه وخت راهیسې څه پیښ شوي؟
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe
د ۲۰۱۵م کال اګست میاشت
د ۲۰۱۵م کال د اګست میاشتې پر ۲۵ نیټه، آلمان پریکړه وکړه چې د سوريې د مهاجرو له پاره د ډبلین تړون مات کړي. دا کار په دې معنی دی چې له سوریې څخه راغلي مهاجر به بیرته د اروپايي ټولنې هغه هیواد ته نه استول کیږي چې دوی ورته په اول سر کي راغلي وي
انځور: picture alliance/AP Photo/P.David Josek
د اګست میاشتې پر۳۱ نیټه، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د تیرو کلونو په ترڅ کې د مهاجرت له داسې یو کړکیچ سره نه وه مخامخ شوې، انګلا ميرکل اعلان وکړ چې «موږ دا کار کولای شو». په منځني ختیځ په ځانګړې توګه سوریه کې جګړه او په پایله کې یې د آلمان له لوري په سونو زره سوریايي مهاجرو ته پناه ورکړل شوه. ميرکل دغه کار ملي دنده وګڼله.
انځور: Getty Images/S. Gallup
د ۲۰۱۵م کال سپتمبر میاشت
د همدې کال د سپتمبر میاشتې پر ۴مه نیټه، آلمان او اتریش په هنګري کې بند پاتي مهاجرو منل پیل کړل. د آلمان د مونشن د ریلونو په مرکزي تمځای کې، آلماني رضا کارانو په لاسونو کې د لوحو په نیولو او د شیرینيو په ویشلو سره د مهاجرو ښه راغلاست ووايه. په دې کار سره آلمان خپل د ښه راغلاست فرهنګ وښود او دغه هیواد په اروپا کې مهاجرو ته په یوه ښه هیواد بدل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt
د ۲۰۱۵م کال اکتوبر میاشت
اروپايي ټولنې او ترکیې د اروپايي ټولنې هیوادونو ته د مهاجرو د راتګ په هکله یو ګډ کاري پلان جوړ کړ. د همدې اکتوبر میاشتې پر ۱۵نیټه، د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ د پناه غوښتنې په قانون کې بدلون راوست او په دې بدلون سره یې البانیا، کوسوو او مونتینګرو خوندي هیوادونه وګڼل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
د ۲۰۱۵م کال نومبر میاشت
په دې میاشت کې د کښته درجې محافظت لرونکو پناه غوښتونکو د کورنیو د یوځای والي حق وځنډول شو. سربیره پر دې، د آلمان حکومت پریکړه وکړه چې په آلمان کې د هغو مهاجرو له پاره چې په دې هیواد کې د پاتېدو لږ چانس لري، د اوسیدو ځانګړي ځایونه رامنځ ته کړي.
انځور: Getty Images/A. Beier
د ۲۰۱۵م کال دسمبر میاشت
په دې میاشت کې د اروپايي ټولنې کمیسیون پر یوه داسې وړاندیز کار پیل کړ چې له مخې یې دغه کمیسیون کولای شي د دې ټولنې غړي له دې امله جریمه کړي چې نه غواړي د مهاجرو یو ټاکلی شمیر ومني.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Rampfel
د ۲۰۱۶م کال جولای میاشت
د جولای میاشتې پر ۱۹ نیټه یو ۱۷ کلن افغان مهاجر د آلمان په ورڅبورګ ښار کې په اور ګاډي کې پر۲۰ سپرلیو برید وکړ. له دې پیښې شپږ ورځې وروسته، یو بل سوریايي پناه غوښتونکي د آلمان په بل جنوبي ښار انسباخ کې په خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او خپل ځان یې وواژه. په دې پیښه کې ۱۲ کسان نور ټپیان شول.
انځور: picture-alliance/dpa/Amak
د ۲۰۱۶م کال دسمبر میاشت
د دسمبر میاشتې پر ۱۴ نیټه آلمان د رد شوو افغان مهاجرو لومړنۍ چارتر الوتکه د کابل پر لور ولیږله. د همد دسمبر میاشتې پر ۱۹ نیټه، رد شوي تونسي مهاجر انیس عامري یوه لارۍ د برلین په کریسمس بازار کې پر خلکو ور وځغلوله چې پکښې ۱۲ کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول. نوموړی بیا وروسته د ایټالیا په میلان ښار کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د همدې کال په مارچ میاشت کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل له تونس هیواد سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې دغه هیواد اړ دی خپل ۱۵۰۰ رد شوي مهاجر بیرته له آلمان څخه ومني.
انځور: Reuters/Z. Souissi
د ۲۰۱۷م کال اګست میاشت
د اګست میاشتې پر ۱۱ نیټه انګلا میرکل د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو له کمیسار فلیپو ګراندي سره وکتل او په دې کتنه کې میرکل د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته یې د ۵۹ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ. نوموړې همدا راز د مدیترانې سمندرگي پر لار له انساني قاچاقبرانو سره د مبارزې د مرستو په هکله د خپل ملاتړ ژمنه هم وکړه.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki
د اګست میاشتې پر ۲۸ نیټه د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اروپايي او افریقايي هیوادونو له مشرانو سره وکتل، څو اروپا ته د مهاجرو د ډیر راتګ د ستونزې په هکله خبرې او بحثونه وکړي.