1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا اتحادیې د ګازو شرکت سره د ميلیارډونو مرسته ومنله

۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

د اروپا اتحادیې کمیسارۍ د ګازو واردونکي - یونیپیر ډیوالي شرکت سره د جرمني د ميلیارډونو مرستي ته اجازه ورکړه.

Symbolbild I Uniper
انځور: Ina Fassbender/AFP

اوس نو جرمني اجازه لري چي د دغه شرکت سره تر ۳۴،۵ ميلیارډه یورو پوري کومک وکړي. خو دغه اجازه په شرایطو پوري مربوطه ده. داسي چي یونیپیر مجبوره دی، د ډیرو شریکو کمپنیانو او د برق له دستګاوو څخه جلا سي. شرکت هم ډاډ ورکړی دی چي دغه شرایط به پوره کوي.

یونیپیر د روسي ګازو د بنديدو په سبب د سختو مشکلاتو سره مخامخ او قیمتونه یې باید څو چنده لوړ کړي وای.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب