د آلمان په کیل پوهنتون کې د چاپيریال ساتنې محقق، مجیب لطیف، دویچلند فونک راډيو ته ويلي دي چې يوازې په مارچ او اپریل میاشتو کې بې وقفې وروښتونه کولی شي د دوبي په موسم کې د وچکالۍ مخنیوی وکړي.
هغه وايي له دې پرته، د ځنګلونو د اور اخیستنې لوړ خطر موجود دی او د کرهڼې په سکتور کې به هم د حاصلاتو کچه ټېټه وي.
لطیف همدارنګه د انرژۍ له یو بحران څخه هم خبرداری ورکوي، ځکه چې د دوبي په موسم کې د فرانسې اتومي تاسیسات د اوبو د کمښت په دليل خپل فعالیتونه یا تر ډيره حده ټيټوي او یا ېې په بشپړه توګه متوقف کوي.
ورته نور ولولئ: رپوټ: په اروپا کي به وچ دوبي نور هم ډېر سي
دغه محقق وړاندیز کوي تر څو د ځمکې کرې له ګرمېدو سره د مقابلې له پاره یوه نړیواله انګیرنه رامنځ ته شي. هغه ټینګار کوي چې د ځمکې د تودوښت مخنيوی یوازې په نړیواله سطحه د ګلخانه يي ګازونو د کمولو په صورت کې ممکن دی.
لطیف د فرانسې او د ايټالیا په شمال کې اوسنی وضعیت د آلمان له پاره د یوې طرحې په توګه توصیف کړ چې د وچکالۍ د ادامې په صورت کې آلمان هم ګواښي.
ورته نور ولولئ:له وچکالۍ سره د مبارزې له پاره د مصنوعي اورښتونو رامنځته کول
د آلمان د هواپېژندنې ادارې د رپوټ پر اساس، په دغه هیواد کې د ژمي میاشتې ډېرې وچې وې چې له کبله ېې د پر له پسې دولسم ځل له پاره یو ګرم کال ثبت شو.
په فرانسه کې د روان میلادي کال له پېل راهیسې له ۳۰ ورځو ډير په پر له پسې توګه هيڅ باران نه دی شوی. په ايټالیا، سويس او د اتریش په ځينو برخو کې هم د پراخې وچکالۍ ګواښ موجود دی.
د لګام بینت د چاپېریال ساتنې سازمان وايي چې په آلپ غرونو کې د تېرو میاشتو په جریان کې د تېرو کلونو په پرتله په اوسط ډول ۵۳ سلنه لږ واوره ورېدلې ده.
دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز
له آرشیف څخه یو انځوریز معلوماتي البوم وګورئ:
له څو مياشتو وچکالۍ او سختي تودې هوا له کبله چې د حرارت درجه ۴۵ ته رسېدلې، د اسپانيا، پرتگال او فرانسي په ځنگلونو کي سخت اورونه لگيدلي دي. په ټوله اروپا کي کابو ۹۰۰ زره هکټاره ځمکه سوځېدلي. انځورونه يې دلته کتلی شئ.
انځور: Patricia De Melo Moreira/AFP/Getty Imagesد پرتګال په مرکزي سیمو کې په دې وروستیو اونیو کې څو ځايه اور اخيستی. د اور مړ کولو له پاره تر ۳۰۰ زره زیات اور وژونکي او په زرونه سیمه ایزو خلک لاس په کار شوي دي.
انځور: Patricia De Melo Moreira/AFP/Getty Imagesيوازې په یوه اونۍ کې په پرتګال کې لس زره هکټاره ځنګل وسوځل شو. تر اوسه پورې ۱۶۰ کسان ژوبل شوي دي چې ۷۰ یې د اور وژني يا اطفايي کارکونکي دي.
انځور: PATRICIA DE MELO MOREIRA/AFPپه پرتگال کې تر اوسه نژدې ۲۰۰ کوچنۍ او ستري اورلګيدني شوي دي.
انځور: Joao Henriques/AP Photo/picture alliance/dpaپه دې اونۍ کې د پرتګال په تاریخ کې د لومړی ځل له پاره د ۴۷ درجو تودښت ثبت شو. تر اوسه د پرتګال ۳۸۵۰۰ هکټاره ځنګلونه د اور لگيدنې له امله له منځه تللي، چې د تیر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې زیاتوالی ښيي.
انځور: Ricardo Rubio/EUROPA PRESS/dpa/picture allianceپه فرانسه کې د تالندې او بريښنا له کبله د سیمې په ځنګلونو کې اورونه لگيدلي چې درې زره او پنځه سوه هکټاره ځنګل له منځه تللی دی.
انځور: /Service Communication-Protocole SDIS 33/AP/dpa/picture allianceد «بوردیو» په سیمه کې د ځنګلونو دوه نوري اور لگيدني له کنټروله وتلي وې او تر زرو زیاتو اور وژونکو هڅه وکړه چې په دریو ورځو کې اور کنترول کړي.
انځور: Service Communication-Protocole SDIS 33/AP/dpa/picture alliance۴۰ درجې تودښت او باد د فرانسې په ځنګلونو کې د اور وژنې عملیات ستونزمن کړل. په روان کال کې په فرانسه کې څه د پاسه درې زره اته سوه هکټاره ځنګل سوځول شوی دی.
انځور: Laurent Theillet/SUD OUEST/PHOTOPQR/MAXPPP/dpa/picture allianceپه فرانسه کې د کلیو نږدې لس زره اوسېدونکي اړشول چې خپل استوګنځایونه پریږدي او خوندي سیمو ته ولاړ شي.
انځور: Gaizka Iroz/AFP/Getty Imagesد اسپانيا په ځنګلونو کې ۱۸ لوی اورونه لگیدلي ول. د مالاګا په کوستا دل سل سیمه کې تقریباً ۲۳۰۰ کسان له خپلو کورونو خوندي ځایونو ته و ليږدول شول.
انځور: Eduardo Sanz/Europa Press/abaca/picture allianceد کوستا دل سل په سیمه کې اور یوازې په څو ساعتونو کې زر هکتاره ځنګل وسوځاوه.
انځور: Alex Zea/Europa Press/abaca/picture allianceد اور وژنې په عملیاتو کې ۲۰۰ اور وژونکي، ۱۵ څرخي الوتکي او د اوبه شیندلو چورلکي فعاليت کوي.
انځور: Lorenzo Carnero/ZUMA/picture allianceد ترکيې (په انځور کي) یونان، ایټالیا او کروشیا په ځنگلونه کې هم اورونه لګېدلي دي. د ځنګله يو هکټار تقريباً ۲۰ کاله وخت نیسي چي بيرته خپل پخواني حالت ته راځي.
انځور: DHA