اروپا ته دافغانستان د نړيوالوهوايي شرکتو الوتني له بنديز سره مخامخ دي
۱۳۸۹ آبان ۱۴, جمعهدا خبره ددغي کميتې يو لوړ پوړي چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته وکړه .
هغه وويل: « هغوی بايد د مصؤنيت له لحاظه تر څارني لاندي ونيول شي . که چيري په دې برخه کي نيمګړتياوي موجودي وي، هغه بايد ليري کړای شي.»
په پام کي دي چي د افغانستان د ترانسپورت سرپرست وزير ، داود علي نجفي په راتلونکو ورځوکي بروکسل ته سفر وکړي او د خپل هيواد د هوايي شرکتونو د لانجې په هکله له نوموړي کميټې سره وغږيږي .
د ترانسپورت او هواي چلند د وزرات معين انجنير را ز محمد علمي د آلمان غږ راډیو ته وویل چي د افغاني هوايي شرکتو د جملې څخه د صافي او پامير شخصي شرکتونه کوم مشکل نلري .
آريانا الوتکي څو کاله دمخه کله چه دجرمني په هوايي ډگرکي چک سوې ، نوپه تور لست که ونيول سوې . اوس يوازي هغه الوتکي جرمني او نورو اروپايي هيوادوته سفرکولی سي، چي د آريانا دهوايي شرکت دپاره په کرايه نيول سوي وي او چارتر الوتکي وي . اوس د آريانا هوايي شرکت ته ويل سوي دي چي خپلي الوتکي دهوايي نړيوال شرکت دايتا لخوا چک کي .
ښاغلي علمي داهم وويل چي دا مهال د کام اير هوايي شرکت ته هغه وخت پرابلم پيدا سو چي الوتکه يې لندن ته الوتله . هغه د پرواز څخه منع سوله او په تور لست کي ونيول سوه . اوس نوکه چيري د ځان څخه دفاع ونکي ،هوايي فعاليت ئې اروپايي هيوادو ته بنديزي .
ټاکل سوې ده په دې اړه يو افغاني پلاوی د نومبر په دوهمه اونی کي بلجيم ته ولاړسي ، اود کام اير هوايي شرکت دالوتونو څخه دفاع وکي ،اود اروپايي هيوادو دفترو ته قناعت ورکي .
همدرانګه علمي وويل هم دانن دسعودي عربستان څخه کابل ته راغلی دی، هلته ئې د افغاني هوايي شرکتو د فعاليت موافقه لاسليک کړه خودا نه ده معلومه چي دترانسپورت او هوايي چلند دوزارت څخه به څوک د اروپايي ټولني د هوايي شرکت ددفتر سره د خبرو دپاره ولاړسي .
ملي سوداگر نواب منگل چي د افغاني هوايي شرکتو په الوتکو کي سفرونه کوي وايي، چي د الوتنو دزړښت او له دې کبله چي پر بين امللي معيارو برابري نه دي په بيره او واهمه کي سفرکوي . ده حکومت او نورو خصوصي متشبثيوته خواست وکړ چي نوي او په نړيوال سټندر برابري الوتکي دي واردي کړي، تر څو ټول مسافر په ډاډه زړه سفر وکړي .
په افغانستان کي دا مهال داريانا دهوايي شرکت په گډون د پامير، سافي او کام اير خصوصي شرکتونه فعاليت لري چي مجموعأ د شلوالوتکو په وسيله مسافرين خارجي هيوادو او د هيواد په دننه کي له يوه ځای څخه بل ځای ته انتقالوي . خو زياتره مسافرين ورڅخه شکايتونه لري چي الوتکي زړې او پر بين امللي معيارو برابري نه دي .
عبدالباري حکيم/جمال کوتوال
کتونکی : محمد قاسم نوري