د اوبو څپو د پنځه کلنې افغاني نجلۍ ساجده علي جسد د ترکيې يو ساحل ته راوړ. د دغې افغان نجلۍ او د هغې د کورنۍ او يو شمير نورو مهاجرو ليږدونکې کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې وه. د فاريس علي په نوم يوه بل نوي زيږيدلي ماشوم هم د ترکيې په يوه ساحل کې د سړې هوا له وجې ساه ورکړه. د ډنګر اندام لرونکی کانګويي مهاجر ساموئل او د هغه کورنۍ چې غوښتل يې ځانونه هسپانيا ته ورسوي هم په سمندر کې ډوب شول.
دا درې ماشومان د هغو زرونو مړو شوو مهاجرو له ډلې څخه دي چې يوې آلماني ورځپاڼې يې نوملړ ترتيب کړی دی. «تګ شپيګل» ورځپاڼه د دغه نوملړ په تیارولو سره هڅه کوي، ترڅو په مديترانه سمندرګي کې د هغه پيښ شوي انساني ناورين انځور وړاندې کړي چې لا تر اوسه هم ادامه لري.
په ورستيو کلونو کې په زرونو مهاجرو چې هڅې يې کولې ځانونه اروپا ته ورسوي په ځمکنيو لارو او د مديترانې سمندرګي په اوبو کې مړه شوي دي. دغه بهير اوس هم ادامه لري. «تګ شپيګل» ورځپاڼې وېلي دي چې غواړي دغه قربانيان د «تير او ژوند مبدا لرونکي انسانانو» په توګه معرفي کړي.
د کومو افرادو نومونه چې په دغه ليست کې ثبت شوي دي، ټول يې په اوبو کې نه دي ډوب شوي. له دې ډلې څخه يو شمیر يې په وچه کې مړه شوي دي. دغې ورځپاڼې ادعا کړې ده چې دغه ۳۳۲۹۳ مهاجرو د «اروپا کلا» د سختو او محدودو سياستونو له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ورځپاڼې د «اروپا کلا» اصطلاح د «اروپايي اتحاديې» پرځای کارولې ده. په ظاهره کې داسې معلوميږي چې دغه اصطلاح به ځکه کارول شوی وي چې په ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران پر وخت د دغې اتحاديې يو شمير غړو د مهاجرو د مخنيوي په موخه پر خپلو پولو لوړ ديوالونه پورته کړل. ورسره يوځای اروپايي اتحاديې هم د مهاجرتونو پر وړاندې سخت سياسي دريځ خپل کړ.
کله او چيري کوم شمېر مهاجر مړه شوي؟
د پناه غوښتنې په لټه کې د خپل هر څه په خطر کې اچونکي اکثره مهاجر منزل ته تر رسیدو مخکې له نړۍ سره مخه ښه کوي. دا چي په تیرو کلونو کې د کوم هیواد څومره مهاجرو په کوم ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، دلته يې کتلای شئ: انځور: picture-alliance/NurPhoto/T. Markou په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ په مختلفو برخو کې د لادرکه شویو او وژل شویو مهاجرو شمیر ۱۳۱۹ تنو ته رسیږي. تر ټولو ډیر مهاجر په مدیترانې سمندرګۍ کې وژل شوي او یا هم تر اوسه پورې لادرکه دي چې شمیر یې ۷۹۸ تنو ته رسیږي. پر دې لار له افریقا او نورو سیمو څخه اروپا ته د رسیدو په هڅه کې د جنورۍ په میاشت کې ۲۵۷، په فبرورۍ کې ۲۳۱، په مارچ کې ۳۰۴ او په اپریل کې تر اوسه پورې ۶ تنو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Getty Images/M. Bicanski په سلګونه کسان لادرکه یا وژل شوي د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ۴۹۶ داسې کسان وژل شوي یا هم لا درکه دي چې هویت یې معلوم نه دی. په دې ترڅ کې ۱۹۱ هغه کسان ول چې له یو څخه د زیاتو هیوادونو یا سیمو پورې یې تعلق درلود. د صحرایې افریقایې هیوادونو ۱۴۹، د افریقایې شاخ هیوادونو ۲۴۱، د لاطیني امریکایې سیمو ۱۷۲، د سویل ختیځ آسیا ۴۴ او د منځني، ختیځ او سویلي آسیا ۲۵ تنه مهاجر لادرکه او یا هم وژل شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti ۲۰۱۶ کال ـ ۸۰۰۰ مهاجر لادرکه یا وژل شوي په ۲۰۱۶ م کال کې په نړیواله کچه ۷۸۷۲ تنه مهاجر لادرکه یا وژل شوي دي. تیر کال هم د مهاجرو تر ټولو ډیر تلفات په مدیترانه کې ول چې شمیر یې ۵۰۹۸ تنو ته رسیده. په ۲۰۱۶ کال کې د شمالي افریقا په اوبو کې ۱۳۸۰ تنو، او د مکسیکو پر سرحد ۴۰۲ تنو، په سویلي ختیځ آسیا کې ۱۸۱ او په اروپا کې ۶۱ تنو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تیر کال هم افریقایې هیوادونه تر ټولو زیات زیامن شوي تیر کال ۲۸۱۵ تنه افریقایې مهاجر لادرکه او یا هم وژل شوي ول. د منځني ختیځ او جنوبي آسیایې سیمو ۵۴۴، د سویل ختیځ آسیایې هیوادونو ۱۸۱ تنه مهاجرو په داسې حال کې چې د لاتین امریکا او کارابین هیوادونو ۶۷۵ تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Reuters/G. Moutafis سویل ختیځ آسیایې هیوادونه هم اغیزمن شوي دي په ۲۰۱۵ م کال کې خپل منزل ته تر رسیدو مخکې له نړۍ سره د مخه ښه کونکو مهاجرو شمیر ۶۱۱۷ تنو ته رسیدلی وو. په دې کال کې هم تر ټولو ډیرو مهاجرو( ۳۷۸۴ تنه) په مدیترانې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. په ۲۰۱۵ کال کې د سویلي ختیځ آسیایې هیوادونو د مهاجرو تلفات ۷۸۹ تنو ته رسیده. دا هم هغه کال وو چې د روهنګي مسلمانانو جنجال خپل اوج ته رسیدلی وو.
انځور: AFP/Getty Images روهنګیان هم د پناغوښتنې په تلاش کې ورک شوي دي په ۲۰۱۵ کال کې له مدیترانې سره د متصل هیوادونو ۳۷۸۴ تنه مهاجر، د سویلي ختیځ آسیا ۷۸۹ په داسې حال کې چې د افریقا ۶۷۲ تنه مهاجر لادرکه او یا هم وژل شوي ول. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ د مهاجرت پر مهال د وژل شویو او یا هم لادرکه شویو روهنګي مسلمانانو شمیر شاوخوا دری نیم سوه تنه ښودلی وو.
انځور: Getty Images/Afp/C. Archambault هویت نامعلوم دی او که کوم بل علت دی؟ په ۲۰۱۴ کال کې په نړیواله کچه د وژل شویو او یا هم لادرکه شویو مهاجرو مجموعي شمیر ۵۲۶۷ تنو ته رسیده. د تلفاتو له پلوه بیا هم مدیترانه او سویل ختیځ آسیایې هیوادونو د نوملړ په سر کې ځای نیولی وو، چیرې چې د تلفاتو شمیر ۳۲۷۹ او ۸۲۴ تنو ته رسیده. په همدې کال د نږدې ۱۰۰۰ تنو هویت معلوم نه شو.
انځور: picture alliance/dpa/S.Palacios له ۲۰۰۰ کال څخه تر اوسه پورې ۴۰ زره وژل شوي «مسنګ مائګرینټس پراجیکټ» د مهاجرت له پاره د ملګرو ملتونو سازمان یوه داسې پروژه ده چې د سفر پر مهال د لادرکه کیدونکو او یا هم وژل شویو مهاجرو اړوند ارقام څاري. د دغې ادارې په حواله له ۲۰۰۰ میلادي کال څخه تر اوسه پورې نږدې ۴۰۰۰۰ مهاجرو د سیاسي پناغوښتنې په تلاش کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړۍ اداره پر حکومتونو فشار اچوي چې د مهاجرت ستونزې ته دې د حل لاره ولټوي.
انځور: Reuters/Marina Militare
په وروستيو کلونو کې د آسيا، منځني ختيځ او افريقا څخه په سونو زره انسانانو د فقر او جګړو له امله د اروپا پر لور تيښته وکړه، تر څو په دغې غربي نړۍ کې يو ښه او د امن ژوند ولري. دغه وضعيت د دې سبب شو چې د اروپايي اتحاديې ډير سیاستوال بحران ته د يوې حل لارې د موندلو په موخه په خپلو کې ښکيل شول. په نهایت کې ځينو غړو هيوادونو د عوام پاله او ښي اړخو کړيو له لوري د بهرنيو يا مهاجرو ضد انګيزو هم زور واخيست.
دغه نوملړ د رسنيو او د ملګرو ملتونو له رپوټونو څخه جوړ شوی دی. دغه راز د زياد شمير هغو مهاجرو نومونه هم پکې ثبت شوي دي چې اروپا ته تر رسيدلو وروسته مړه شوي دي.
د بيلګې په توګه د تيرکال په جنورۍ مياشت کې ۲۹ کلن هاردي غفور او ۳۶ کلن طعلت عبدالحميد چې په بلغاريا کې مړه شول. دغه دوه عراقي مهاجر د ترکيې او بلغاريا تر منځ غرونو له لارې اروپا ته راتلل او وروسته له هغه چې دوې ورځې يې پر واورو ډکو لارو مزل وهلی وو په بلغاريا کې د سړې هوا له امله مړه شول.
يو شمير مهاجر بيا کمپونو ته د اور اچونې او دغه راز په ترافيکي پيښو کې مړه شوي دي. په دغه ليست کې د هغو مهاجرو نومونه هم شامل دي چې ځان وژنې يې کړي دي. له دې ډلې څخه يو شمير ېې په خپله ځانونه سوځلي دي، ځينو يې ځانونه زيندۍ او ځينو نورو د لوړو ودانيو له سره ځانونه غورځولي دي.
د یو شمير نورو قربانيانو د نومونو تر څنګ بيا ليکل شوي دي چې په نژادپرستانه او بهرنيانو ضد حملو کې وژل شوي دي، هغه هم په داسې يوه هيواد کې چې دوی فکر کاوه هلته به خوندي وي او په همدې دليل يې ورته خپل هيوادونه پريښي ول.
سوماليايي مهاجر احمد حسن چې تازه ځوان شوی وو دوه کاله مخکې په سويدن کې د يو نژادپرست له خوا د چړو په ګوزارونو ووژل شو. د «تګ شپيګل» ورځپاڼې په ليست کې ډير قربانيان د سورېې، افغانستان، عراق، اريتريا او لويدېځې افريقا دي.
خو په سونو نور چې په سمندر کې ډوب شوي دي، د «ناپيژاندو» په نوم ثبت شوي دي. د هغوی يوازي د مړينې نيټه او اړوند جزئيات يې ذکر شوي دي.
په دې برخه کې تر ټولو ستره غمجنه پيښه د۲۰۱۶م کال په می مياشت کې د ليبيا په ساحل کې د ۵۵۰ تنو د ډوبيدل ده. هغه مهال د دوي دوې د کب نيونې کښتۍ په اوبو کې ډوبې شوې او دغه پيښه رامنځ ته شوه.
د قربانيانو دغه نوملړ چې تر ۱۹۹۳م کاله پورې رسيږي د چنت اغلوي له خوا چمتو شوی دی. ميرمن اغلوي يوه آلمانۍ-ترکۍ ښځه ده. په دغه ليست کې تر ټولو زيات د هغو قربانيانو نومونه ذکر دي چې په وروستيو شپږو کلونو کې مړه شوي دي.
په مديترانه کي تر ۵۰۰۰ زيات مهاجر وژل سوي
په ملگرو ملتونو کي د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال کي د مديترانې له لاري اروپا ته د مهاجرت پرمهال تر ۵۰۰۰ زيات مهاجر په اوبو کي ډوب سوي دي. دغه راپور د جمعې په ورځ خپور سوی. انځور: Opielok Offshore Carriers/dpa د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال کي په مديترانه کي ۵۰۸۹ ښځي، ماشومان او نارينه اروپا ته د مهاجرت پر لار د مديترانې په اوبو کي ډوب سوي دي.
انځور: Reuters/Marina Militare په ټوله ايزه توگه اروپا ته د مهاجر پرمهال په ۲۰۱۶م کال کي د۷۵۰۰ انسانانو ژوند ختم سوی دی.
انځور: Reuters/A. Konstantinidis په مديترانه سمندرگي کي تر ټولو زيات ډوب سوي مهاجر د افراقايي هيوادونو دي.
انځور: Reuters/Marina Militare د دوی ډېری په داسي کښتيو کي د اروپا پر لور مهاجرت ته زړه ښه کړی چي په سمندر کي د ياغي څپو مقاومت نه لري او ډېر ژر چپه او ډوبيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Lannino/S. Gabriele يوه کښتۍ چي ډوبه سوې او پکښې سپاره مهاجر د ځان د ژغورلو تلاښ کوي.
انځور: OOC Opielok Offshore Carriers په ۲۰۱۵م کال کي په مديترانه کي شاوخوا ۳۷۷۰ انسانان اروپا ته د مهاجرت په موخه مړه سوي ول.
انځور: Reuters/Marina Militare په ۲۰۱۴م کال کي د هغو مهاجرو شمېر چي د مديترانې په اوبو کي ډوب سوي ول ۳۲۸۰ کسان ښوول سوی وو.
انځور: Reuters په مديترانه کي د ډېرو اروپايي هيوادونو سمندري کښتۍ د مهاجرو کښتيو د ژغورني ماموريت پر مخ بيا. په دغه ماموریت کي په زرونو انسانان د ډوبېدو ژغورل سوي دي.
انځور: DW/D. Pelz په ۲۰۱۶م کال کي اروپا ته د رارسېدلو مهاجرو ډېره برخه د افريقايي هيوادونو، سوريې، افغانستان او عراق دي.
انځور: DW/D. Cupolo