ملګري ملتونه او د مهاجرو په چارو کې مرستندويه ادارې اوس په دې غور کوي چې د سمندري لارو اروپا ته د پاکستاني مهاجرو د شمير د زياتيدو لاملونو وپيژني. چارواکي وايي ځينې مهاجر د ترکيې څخه يونان ته د رسيدو پرځای اوس د مديترانې سمندرګي لاره د ترکيې د بديلې لارې په توګه کار اخلي. ډيره سړه هوا او پر پولو د شديد کنترول موجوديت هم د دې لامل واقع شوي چې د مديترانې سمندرګي له لارې مهاجرتونه ډير شي.
د مهاجرت نړيوالې ادارې څخه «فليویو دي ګيوکومو» وايي چې تيره مياشت ايتاليا ته د رسيدلو مهاجرو په ډله کې ځينې داسې مهاجر هم شته چې په اغلب ګمان د يونان له کمپونو څخه بيرته ترکيې ته استول شوي دي. په حاضر وخت کې مهاجر د سوډان څخه ليبيا او بيا له هغه ځایه د سمندري لارې اروپا ته د رسيدلو کوشش کوي.
پاکستانی خبريال شاهد ايس وايي دا چې ولې له ليبيا څخه اروپا ته تلونکو پاکستاني مهاجرو په شمير کې زياتوالي رامنځ ته شوی، د لاملونو په اړه يې وضاحت ورکول ګران کار دی. د شاهد په وينا اوس په عراق او سوريه کې وضعيت ښه شوی دی، چې له همدې امله هم له دغو ځایونو څخه اروپا ته مهاجرتونه لږ شوي دي.
اروپا پر لور د مهاجرتونو وضعيت او کچه تل د بدلون په حال کې وي. د روان کال د جنورۍ مياشتې له لمړۍ څخه د فبرورۍ مياشتې تر نهمې پورې شاوخوا ۷۸۶۵ مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
مهاجرو په ياده موده کې اروپا ته د رسيدلو په موخه د مديترانې سمندرګي لاره د تر ټولو نژدې لارې په توګه انتخاب کړې ده. د دغې يوې مياشت او نهو ورځو په موده کې پر دغې لارې ۴۷۳۳ تنه مهاجرو خپل ځانونه ايتاليا ته رسولي دي.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
لس هيوادونه چې سږکال يې سمندر له لارې اروپا ته ډير مهاجر لرلي
د ۲۰۱۷ کال په نژدې ۱۱ مياشتو کې اروپا ته په سمندري ۱۶۰۸۴۷ تنه مهاجر رسيدلی دي. په دغه انځوريز رپوټ کې به هغه لس هيوادونه وپيژنئ چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې يې له دغو لارو تر ټولو ډير مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaro
۱۰ مخکښ هيوادونه
نايجريا، سوريه، ګنيا، د عاج ساحل، مراکش، بنګله ديش، ګامبيا، مالي، الجريا او عراق هغه لس هيوادونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وايي چې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې يې د سمندر له لارې اروپا ته تر ټولو زيات مهاجر لرلي دي. به دغې موده کې د یادو هيوادونو څخه ۱۰۲۴۰۹ مهاجر اروپا ته رسيدلي دي. دغه هیوادونه په ترتيب معرفي شوي: