1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا: د خواله رسنيو ضد شکايتونو لپاره مرکز جوړ شو

۱۴۰۳ مهر ۲۲, یکشنبه

د خواله رسنیو د هغه کاروونکو لپاره داسې مرکز جوړ شوی چې غواړي د دغه شبکو د منځپانګې او یا عامه خوندیتوب ځینې پرېکړې وننګوي او یا خپل شکایتونه ثبت کړي.

ارشیف: د خواله رسنیو ګډ انځور
ارشیف: خواله رسنۍانځور: Jonathan Raa/NurPhoto/picture alliance

په دغه مرکز کې د شکایت ثبتولو په اساس دوی کولای شي، چې له خواله رسنیو د ویډیو یا پوست لرې کولو او یا ساتلو پرېکړه وکړي. د « اپیل مرکز» په نوم دغه اداره به د فیسبوک، یوټیوب او ټیک ټاک اړوند شکایتونو اداره کول پیل کړي. ویل کېږي چې دغه مرکز به د وخت په تیرېدلو سره د خواله رسنیو نور نور پلیټ فارمونه هم شامل کړي.

د اروپایي ټولنې د ډیجیټل خدماتو قانون، د ټیکنالوژۍ شرکتونه او د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه اړ دي چې له یاد مرکز سره د پرېکړو په عملي کولو کې همکاري وکړي. د «اپیل مرکز» اجرایوي رییس توماس هیوز وویل چې یاد مرکز به په اروپایي ټولنه کې د میشتو وګړو شکایتونه اوري. د دوی به خبره چې په خواله رسنیو کې د « تاوتریخوالی او کرکې وړ چلند» ټول عوامل به په دغه مرکز کې څېړي.

فيسبوک

د ټولو ترلاسه شویو قضیو په اړه څېړنې

دغه مرکز همدا راز زیاتوي چې « دا شکایتونه د یوه دولت له مشر څخه نیولې بیا د ګاونډیو تر منځ تر شخړې پورې هر څه کېدای شي.» د اروپایي هېوادونو اړوند د شکایتونو اورېدلو دغه مرکز به د روان کال تر پای پورې د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو د قضیو ثبت پیل کړي. یاد مرکز به د میټا د نظارت بورډ برعکس چې د مهمو قضیو په اړه پرېکړې کوي، د ټولو ترلاسه شویو قضیو په اړه څېړنې کوي.

د نظارت بورډ نه یوازې د انفرادي قضیو په اړه پریکړې صادروي ​​چې باید پلي شي، بلکې د پراخه پالیسۍ مسلو په پام کې نیولو سره شرکتونو ته وړاندیزونه هم وړاندې کوي. خو د «اپیل مرکز» ساحه محدوده ده او یوازې به بیاکتنه وکړي چې آیا یو ځانګړی پوسټ، عکس، یا ویډیو د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم لخوا د ټاکل شويو مقرراتو خلاف ده یا نه. هیوز وویل چې یاد مرکز به د اروپایی ټولنې څخه کارمندان استخدام کړي ترڅو هر کال د ثبت شويو زرګونه شکایتونو په اړه بیاکتنه وکړي.

ټولنیزي رسنۍ

 په هره قضیه کې ۹۵ یورو

کارکوونکي به په ځانګړو سیمو، ژبو او پالیسۍ برخو کې تخصص ولري. د میټا د نظارت بورډ پخواني رییس هیوز زیاته کړه چې د نظارت بورډ د مرکز د جوړولو او نورو مسلو لپاره ابتدايي ۱۵ میلیونه یورو چمتو کوي.

د شکایتونو اورېدلو دغه مرکز به د تخنیکي شرکتونو څخه په هره قضیه کې ۹۵ یورو اخلي، ترڅو خپلې مالي اړتیاوې پرې پوره کړي.

برسېره پردې، د ۵ یورو فیس به د پیرودونکو څخه اخیستل کیږي چې د دوی شکایتونو سره راځي.
هیوز وویل چې فیس د دې لپاره ایښودل شوی چې خلک له سیسټم څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي. دا فیس به بیرته هغه مهال ورکړل شي که چیرې  د رسنیو کاروونکی قضیه وګټي. د هیوز په وینا چې د هرې قضیې په اړه د پریکړې لپاره ۹۰ ورځې وخت دی، مګر په ډیرو مواردو کې پریکړه به د هغې څخه ډیر ژر وشي.

د ګل چاهت سفر: له نڅا تر تبلیغه او بیا تر ټیک ټاکه

03:06

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب