1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د مهاجرو پخپله خوښه ستنېدو نوې پاليسي معرفي کړه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د اروپايي ټولني په غړو هيوادونو کي ډېر داسي کسان ژوند کوي چي اقامه نه ورکول کيږي. اوس اروپايي اتحاديه غواړي چي هغوی و خپلو هیوادونو ته د بېرته ستنېدو له پاره جلب کړي.

Gambia freiwillige Rückkehrer aus Libyen auf dem Flughafen in Banjul
انځور: Reuters/L. Gnago

اروپايي اتحاديه غواړي چي په لا پراخه اندازه او لا زياتو هڅو اقامه نه لرونکي مهاجر دې ته وهڅوي چي په خپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستانه سي.

دغې اتحاديې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱ کال د اپريل ۲۷مه) د ياد مقصد له پاره په بروکسل کي يوه پاليسي معرفي کړه. په دغه پاليسي کي د بيرته ستنېدونکو کسان په خپلو هيوادونو کي پر ادغام باندي تمرکز سوی دی.

د اروپايي اتحاديې کمېسيون د معلوماتو پر اساس له هغو کسانو څخه چي د دغي ټولني له غړو هيوادونو څخه په وتلو مکلف دي، يوازي ۳۰ سلنه يې په رښتيا دغه مکلفيت عملي کوي او وځي.

زياته سوې هغه کسان چي دغه مکلفيت عملي کوي پکښي دريمه برخه يې دا کار پخپله خوښه کوي. په دې توګه نو د ټولو هغو کسانو لس سلنه پخپله خوښه بېرته له اروپايي اتحاديې څخه وځي چي په وتلو مکلف دي.

په اروپايي اتحاديه کي سړی هغه وخت په وتلو مکلف کيږي چي هغه د پناه غوښتونکي په توګه رد سوی وي او خپل هيواد ته په تلو کي ورته ګواښ يا خنډ نه وي. هغه کسان چي د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي بې قانوني ويزې مقيم وي، هغوی هم په وتلو مکلف کيږي.

د اروپايي اتحاديې له خوا وړاندي سوي نوي پاليسۍ له مخي به تمرکز پر دې وي چي هغو کسانو ته پراخ مشاورتي امکانات برابر کړل سي چي په وتلو مکلف دي. ويل سوي چي د دغو مشاورتي خدماتو په ترڅ کي هغوی ته لاري ښودل کيږي چي څنګه پخپله خوښه بېرته خپل هيواد ته داسي ستانه سي چي هلته د بېرته مدغم کېدو امکانات هم ولري.

د اروپايي اتحاديې کمېسيون غواړي چي د دغې اتحاديې له پوله ساتي آژانس فرونتکس سره په همکاري په وتلو مکلف کسانو له پاره د مشاورت تګلاره جوړه کړي. په پام کي ده چي ياد آژانس به غړو هيوادونو ته د مشاورت کارپوهان ولېږي.

دغي اتحاديې اعلان کړی دی چي د بېرته لېږد د انسجام له پاره به ځانګړی مامور مؤظف کړي. دغه انسجام کوونکی به د پخپله خوښه بېرته ستنېدو له پاره د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو مشاورت کوي.

د دغې نوي ستراتيژۍ يوه بله برخه دا ده چي د پخپله خوښه ستنېدو له پاره امکانات برابر کړل سي. په دې ترڅ کي په پام کي ده چي د پناه غوښتنې او اخراج پروسې تر منځ خلاوي ډکي کړل سي او په دې توګه د په وتلو مکلف کسانو د پټېدو حل پيدا کړل سي. اتحاديې د دغي پاليسۍ د عملي کولو له پاره هغو قانوني مسودو ته اشاره کړې ده چي تر مخه لا وړاندي سوي دي.

اروپايي اتحاديه د نوي پاليسۍ په ترڅ کي په پام کي لري چي د مهاجرو اصلي هيوادونو ته پيسې وليږي چي د دغو مهاجرو د بېرته منلو او د ادغام له پاره معيارونه رامنځته کړي. فرونتکس هم کولای سي په دې کي برخه واخلي. په پام کي ده چي دغه پروسه د پراختيايي مرستو له سياست سره همږغه کړل سي.

چارواکي وايي چي پخپله خوښه ستنېدل د ځينو دلايلو پر اساس تر اجباري اخراج بهتره ده.

د اروپايي اتحاديې پارلمان د اقتصادي خدماتو ادارې د معلوماتو له مخي که يو په وتلو مکلف کس پخپله خوښه بېرته خپل هيواد ته ستون سي، شاوخوا ۵۶۰ يورو مصرف پرې راځي او د دې تر څنگ له ياد کس سره په اوسط ډول ۳۴۱۴ يورو مرسته هم کيږي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل