اروپا ـ آلمان د مهاجرو تر ټولو زياتې دوسيې څيړلي
۱۳۹۶ تیر ۲۴, شنبهآلمانۍ ورځپاڼه «ولت»، د آلمان د مهاجرت ادارې په حواله ليکي چې آلمان د روان کال په شپږو مياشتو کې د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو په پرتله د مهاجرو تر ټولو زيات شمير دوسيې څيړلي دی.
د آلمان مهاجرت اداره کې ثبت شوي ارقام ښيي چې دغه اداره په دې توانيدلې چې په یاده موده کې د مهاجرو ۴۰۸ زره او ۱۴۷ دوسيې تر څيړنو لاندې ونيسي.
له بل لورې د اروپايي اتحاديې د احصائيې اداره وايي چې د دغې اتحاديې اکثرو غړو د تيرو شپږو مياشتو په موده کې د مهاجرو پر ۱۰۴ زره او ۷۵۵ دوسيو باندې کار کړی او څيړلې يې دي.
د رپوټ په يوه برخه کې ذکر شوي چې د څيړل شويو دوسيو شمير چې په اړه يې تصميمونه نيول شوي دي، د هغو دوسيو په پرتله زياتې دي کوم چې په همدې موده کې تازه ثبت شوي دي.
په دې اساس، د دوو تيرو کلونو په ترڅ کې هنګري هيواد کې ۲۰۳ زره د پناه غوښتنې ثبت شوي دي چې دا شمير د فرانسې له دې څخه يو څه لوړ دی. خو هنګري کې له دغې شميرې څخه يوازې ۸ زره او ۵۲۵ دوسيې تر څيړنو لاندې نيول شوي دي.
په دغه هيواد کې د پناه غوښتنې د لوړ رقم او څيړل شويو دوسيو تر منځ د شته لوړ توپير دليل ښايي دا وي چې اکثره مهاجر نغواړي په دغه هيواد کې پاتې شي، دوی دغه هيواد ته په راسيدو د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکوي.