د مالتا د کورنيو چارو وزير کارمیلو ابیلا، د دغو اصولو د پريکړي ستاينه کړي او ويلي دي: «پر سرحدونو باندي کنترول د ترهګرۍ له خطرونو سره په مبارزه کي يو مهم ګام دی، او زموږ د وگړو امنيت به ښه شي.»
په دي اصولو کي داسي راغلي چې د اروپا په ټولو بهرنیو سرحدونو کي د اروپايي اتباعو د سفر کولو پاسپورتونه به له داخلي امنيتي معلوماتو سره پرتله کړل شي. سفر کوونکي به هيواد ته د داخليدو او له هيواده د وتلو پر مهال کنتروليږي. تر اوسه پوري د اروپايي وگړو پاسپورتونه نه کنترولېدل.
د ترهګرو خطرونو ډېرښت
د تروريستي خطرونو له ډيرېدو سره اروپايي ټولني پر دغو نوو اصولو له د ۲۰۱۵م کال د دسمبر مښاتي راهيسي کار کاوه.
پر دغو اصولو باندي د اروپايي ټولني د کورنيو چارو او کورني امنيت وزيرانو تر سلا کېدو وروسته بايد د اروپا شورا او پارلمان خپله رای ورکړي، څو په عمل کې پلي شي.
د شينګن په حوزه کې د اروپاي ټولني له ۲۸ غړيو هيوادونو څخه ۲۲ هيوادونه راځي. رومانيه او بلغاريه هم غواړي چې په دغه ډله کې راشي خو تر اوسه پوري يې لا شرطونه نه دي پوره کړي.
دغه راز بريتانيا،ايرلند، کروشیا، قبرس،ناروې او سويس هم د اروپاي اتحاديې غړيتوب نه لري خو په شينگن حوزه کې دي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
کوم پاسپورت تر ټولو زیات سرحدونه درته پرانیزي؟
ډیر کم پاسپورتونه داسې دي چې سړی پرې هر چیري او هر کله چې وغواړي پرته له ویزې سفر کولای شي. دلته هغه پاسپورته کتلای شئ چې ډير سرحدونه ورته پرانيستي دي او هغه هم چې د زیاترو هیوادونو سرحدونه یې پرمخ تړلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker
«جرمني ته ښه راغلاست»
آلمانیانو ته د نړۍ دروازې پرانستي دي. د لندن د مشورتي شرکت «هینلې او پارتنر» د معلوماتو په حواله آلمانان ۱۷۷ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي. له دې سره آلمان په پرله پسې دریم کال لومړی ځای خپل کړی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman
له خپل وطن سره مینه او نړۍ ته غیږ پرانستي
دوهم ځای سویډن لري. د ښایسته کلیو او ښکلي طبیعت خاوند دغه هیواد د نوري نړۍ د سیلانیانو له پاره یو په زړه پورې ځای دی. خو سویډنیان خپله هم ډیر د سفر شوقیان دي. د دوی د ټولو خارجي سفرونو ۷۱ سلنه د سیاحت په موخه ترسره کیږي. د نړۍ د ۱۷۶ هیوادونو دروازې دوی ته پرانيستي دي او پرته له ویزې ورته سفر کولای شي.