ارګ: د ولسمشر او لومړۍ میرمنې د کرونا آزموینه منفي ده
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سهشنبه![Afghanistan Wahlen l Präsident Ashraf Ghani](https://static.dw.com/image/49775001_800.webp)
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، پر خپل تویتر باندې لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني او میرمن یې رولا غني، په خپله خوښه د کرونا ویروس آزموینه ترسره کړې وه چې پایلې یې منفي دي.
هغه زیاته کړې: «ولسمشر غني روغ رمټ دی او د دولت ټولې چارې رهبري او مدیریت کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه تر رپوټونو وروسته، ولسمشر غني ډیر وخت په غونډو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کوه. په دې ترتیب نو ۷۰ کلن ولسمشر غني، د ارګ له کارکوونکو سره خپل فزیکې اړه کمه کړې ده.
صدیقي په خپل پیغام کې ویلي دي چې د ولسمشر د کاري محیط د مصئونیت په خاطر اړین احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس مخ په خپریدو دی او پرې د اخته کسانو شمیر له ۱۰۰۰ اوښتی دی. تر ولسمشر غني مخکې د کانادا او آلمان په څیر هیوادونو مشرانو هم په خپله خوښه ځانونه قرنطین کړي ول او د کرونا ویروس آزموینې یې ترسره کړې وې. خو د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسون، د کرونا آزموینه بیا مثبت وه، او له همدې کبله هغه څو شپې د یوه روغتون په عاجلې څانګې کې هم تیرې کړې.
کرونا ویروس په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره ډیر خطرناکه وي چې عمر یې زیات او مخکینۍ ناروغۍ ولري.