1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارگ: د کابل د بريد هر اړخیزه څيړنه به وشي

۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د کابل پر وزير اکبر خان جومات د ترهگریز بريد سخته غندنه شوې او د پېښې د ارزونې په موخه یې پلاوی ټاکلی. په دې بريد کې د جومات امام ډاکتر محمد اياز نيازي هم وژل شوی دی.

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د چارواکو په حواله د کابل د وزير اکبر خان سيمې د جامع جومات په ساحه کې دننه پرون سه شنبه ماښام دغه يوه درنه چاودنه وه چې غږ یې ټوله سيمه ولړزوله.

د بريد پړه چې دمسجد د خطيب په گډون پکې دوه تنه ووژل شول، تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې. د طالبانو وياند د تويتر له لارې د بريد مسئوليت رد کړی دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په خواشينۍ سره بايد ووايم چې نن (نن شنبه ماښام) د ترهگرو له خوا وار د مخه ځای پر ځای شوي چاوديدونکي توکي وزير اکبر خان جومات کې چاودلي دي.»

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر مسجد دا بريد غندلی او ويل شوي چې پر جوماتونو، روغتونو، ملکي وگړو او عامه تاسيساتو تروريستي بريدونه يو بشريت ضد جنايت دی.

د ولسمشرۍ مانۍ له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د يوه حکم له لارې د وزیر اکبر خان جومات د خطيب او يو شمیر لمونځ کوونکو مړينې د دقيقې او هر اړخیزې ارزونې په موخه د ارشاد حج او اوقانو وزارت د وزير عبدالحکيم منيب په مشرۍ شپږ کسیز پلاوی موظف کړی. 

د افغانستان د علماو سر تا سري شورا، لوې څارنوالي، ملي امنيت شورا دفتر، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت عمومي رياست باصلاحيته استازي د دعه پلاوي غړيتوب لري. د ولسمشر د لارښوونې پر اساس دغه گمارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د دې پیښې ژوره ارزونه وکړي او خپلې موندنې ژر تر ژره وړاندې کړي. 

د ارگ له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې د شهيد ډاکتر محمد اياز نيازي له کورنۍ سره ژوره خواږي څرگنده شوې او د يادې پېښې د هر اړخیزې څيړنې لارښوونه پکې شوې ده. د ولسمشر غني وياند دا يو د «کرکې وړ» بريد وباله.

وزير اکبر خان مسجد ته تل لوړ پوړي افغان چارواکي هم د لمونځ د ادا کولو له پاره ورځي. د دې جومات خطيب اياز نيازي په خلکو کې ډېر محبوبيت درلود. د هغه د خطبو او سياسي مباحثو اوريدو له پاره به تل ډېر خلک راټوليدل او ځيني وخت آن د لمونځ کوونکو قطارونه د مسجد د ساحې دباندې پورې رسيدل.

د کورنيو چارو وزارت له خوا لومړی ويل شوي چې دا يو ځانمرگی برید خو تر پلټنو وروسته بيا معلومه شوه چې دا يو بمي بريد وو او چاوديدونکي مواد وار دمخه هلته ځای پر ځای کړل شوي ول.

په پيښه کې د دوو تنو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل