1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان ته د خلیلزاد سفر، افغان سوله کې د نورو هېوادونو رول

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د ازبکستان چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی. ایا له پاکستان پرته نور هېوادونه هم په افغان سوله کې اغیزمن رول لوبولی شي؟

US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ازبکستان ترسفر وروسته، نن دوشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ ۳مه) کابل ته تللی او هلته یې له ولسمشر غني سره کتلي.

د آرګ ویناپاڼې په دې اړه لیکلي چې ښاغلي خلیلزاد ولسمشر غني ته افغان سولې په تړاؤ د خپلو فعالیتونو رپوټ ورکړ. ویناپاڼې د ولسمشر غني له قوله لیکلي: «سوله د خلکو او افغان حکومت لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ده، خو دا بهیر باید د افغانستان د تازه واقعیتونو سره متناسب وي.»

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ازبکستان ته د خپل سفر په تړاؤ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پر افغان سوله سیمه ییزه او نړېواله اجماع اړېنه ده.

خلیلزاد زیاته کړې: «ما نن په تاشکند کې له خپل دوست د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کامیلوف سره وکتل، مونږ هوکړه وکړه چې ټول ښکېل اړخونه، (افغان، سیمه ییز او نړېوال) د یوه ټول شموله سیاسي جوړجاړي بیړنۍ ملاتړ وکړي، ترڅو په افغانستان کې دغه څلویښت کله جګړه پای ومومي.»

خلیلزاد وايي، چې امریکا او ازبیکستان پردې هم موافقه لري چې د سیمي په کچه سوداګریزې او اقتصادي پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.

افغان سوله کې له پاکستان پرته د نورو کومو هېوادونو رول اړین دی؟
 

ښاغلی خلیلزاد تردې وړاندې د مۍ پر لومړی نیټه د قطر پلازمینې دوحې ته تللی ؤ او هلته یې د ترویکا تر نامه لاندې د امریکا، روسيي، چین او پاکستان د څلوراړخیزې غونډې کوربتوب وکړ.

خلیلزاد ویلي ول چې دغو هېوادونو په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د هڅو په چټک کولو هوکړه کړې.

د چارو کتونکي وايي، ښايي خلیلزاد ځینو نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي ځکه اوس افغان سوله کې د پاکستان پرته د سیمي یوشمېر نور هېوادونه هم فعال شوي دي.

برلین کې د پوهنتون استاد او د نړېوالو اړیکو شنونکي ډاکټر اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان په قضیه کې ډیری رول د سیمي هېوادونو دی، مثلا پاکستان، روسیه، چین او ځیني عربي هېوادونه او زه په دې باور یم چې اوس د یوې اجماع او د یوه تفاهم فرصت رامنځته شوی.»

د ښاغلي اتمر پروینا که خلیلزاد ددغو هېوادونو په اجماع وتوانیږي نو افغان سولې سره ډیره مرسته کولای شي.

خو نوموړي دا هم وویل چې ایا طالبان له دغو هلو ځلو سره همغږ کېدای شي او کنه؟ هغه زياتوي: »یعنې اوس عملا طالبان د پاکستاني استخباراتو په مټ دلته منظمې جګړې ته دوام ورکوي او زه په دې باور هم یم چې دلته پاکستانۍ ملیشي جنګیږي.«

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان حکومت تازه ویلي چې طالبانو سره یوه ګډ حکومت جوړولو ته چمتو دي.
 

طالبانو سره ګډ حکومت جوړولو ته چمتوالی
 

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش نن دوشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ ۳مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل: »د ولسمشر د طرحې پر اساس مونږ طالبانو سره مشارکتي – انتقالي حکومت جوړولو ته چمتو یو.»

خو دانش دا ټینګار هم کړی چې د مشارکتي حکومت تر جوړېدو وروسته باید ژر تر ژره ټاکنو ته زمینه برابره شي. تردې وړاندې ولسمشر غني په وار وار ویلي چې یواځې د ټاکنو له لارې به خپل ځای ناستي ته واک ولېږدوي.
 

اسماعیل شاکر – کابل