د منځنۍ آسیا د دغه هیواد وګړي د یکشنبې په ورځ د رایې ورکونې مرکزونو ته روان وو ترڅو د شوري اتحاد تر ماتیدو وروسته د لومړي ځل له پاره خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي. دغه ټاکنې د دې هیواد د ولسمشر اسلام کریموف تر مرګ وروسته ترسره کیږي. د اسلام کریموف حکومت په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو، وژنې او د زورزیاتي له پاره پیژندل کیدو.
د کمیونستي دورې په ترڅ کې کریموف د ازبکستان د حکومت واګې په لاس کې واخیستې او له ۱۹۹۱م کال راهیسې يې په ازبکستان کې واک درلود. نوموړي د روان کال په سپټمبر میاشت کې د مغزي سکتې له امله ومړ. د کریموف تر مرګ وروسته د هغه لومړي وزیر د سرپرست ولسمشر په توګه کار پیل کړ.
د نوماندانو ترمنځ د توپیر نه شتون
په اروپا کې د امنیت او همغږۍ په سازمان کې څارونکو په ازبکستان کې ترسره کیدونکی د یکشنبې د ورځې دغه ټاکنې څه نا څه نمایشي ګڼلي دي او نیوکه کوي چې د میرزایویف پر وړاندې نور نوماندان کومه ځانګړي پالیسي نه لري او ترمنځ یې کوم ځانګړی توپیر هم شتون نه لري.
په اروپا کې دغه سازمان لیکي: «د نوماندانو ترمنځ د راتلونکي له پاره د پروګرامونو پر سر هیڅ راز بحث نه دی شوی. ټول نوماندان پر حکومت باندې له نیوکو ویریږي او یوازې ډیره عادي تاکنیزه مبارزه کوي.»
کریموف د خپل واک په موده کې څوک خپل ځای ناستی نه وو معرفي کړی. خو څارونکي په دې آند دی چې د اوسني سرپرست ولسمشر د واک په موده کې د دې هیواد د مذهبي او نژادي کړیو ترمنځ د ستونزو نه را برسیره کیدل په دې معنی ده چې نومړی د دې هیواد د زیاتره وګړو له پاره د منلو وړ کس دی.
په ۱۹۹۱م کال کې د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته ازبکستان د نړیوالې ټولنې له انزوا سره مخ شو او د دې ستونزې د هواري له پاره دې هیواد تر ډیره په خپل ځان تکیه کوله. دغه هیواد د وخت په تیریدو او په ډیرې پاملرنې سره وکولای شول چې له روسیې او غرب سره خپلې اړیکې بیا پراخه کړي او د دې کار له پاره یې خپلې طبیعې زیرمې او له افغانستان سره ګډه پوله د یوې آلې په توګه وکاروله.
د کریموف تر مرګ وروسته ازبکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سفر دا وښودله چې مسکو د دغه ۳۲ میلونه وګړو هیواد سره غواړي خپلې اړیکې لا نږدې کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.06.2014):
افغانانو د جون میاشتې پر ۱۴ نیټه د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د طالبانو پر گواښونو او بریدونو سربیره رایې ورکړي او ورکوي. د دغو ټاکنو په پایله کې به د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه یو ولسمشر شي.
انځور: AFP/Getty Imagesد افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رئيس محمد يوسف نورستاني په رايي اچوني سره پيل، او پر خپل وخت پای ته ورسېد. ولسمشر حامد کرزي د خپلي رايي په کارولو سره يوه يوه لنډ تلويزيوني پيغام کي په هيوادوالو ږغ وکړ چي په رايه ورکولو سره خپله راتلونکې پخپله وټاکي.
انځور: Reuters/Mohammad Ismailپه لومړي پړاو کې د اتو تنو ولسمشریزو نوماندانو له ډلې څخه یو یې هم و نه توانید چې پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي. په دویم پړاو کې افغانان د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي څخه يو ټاکي.
انځور: Reuters/Omar Sobhaniد اشرف غني احمدزي سيال عبدالله عبدالله هم خپله رايه وکاروله.
انځور: Reuters/Ahmad Masoodويل کيږي چي د ورځي په پيل کي په ټاکنو کي د خلکو گډون لږ وو خو وروسته بيا ډېر سوی دی. د کندهار په هغو مرکزونو کي چي امنيت يې خلکو ته د ډاډ وړ وو ډيرو خلکو خپلي رايي کارولي دي.
انځور: DW/Speasalyپه جلال آباد کي هم ټاکني په آرامه فضا کي ترسره سوې، خو د راپورونو له مخي په دغه ولايت کي يو لړ امنيتي ستونزي رامنځ ته سوي دي. خو ويل کيږي چي بيا هم ټاکني بريالۍ ترسره سوې. افغانانوله ډيرو ستونزو سره سره بيا هم خپلي رايي وکارولې.
انځور: DW/Nezamiپه خوست خو ځوانانو ويل چي د خپل ژوند ستره غوښتنه يې پوره کړه. ويل کيږی چي په دغه ولايت کي د لومړي پړاو ټاکنو په پرتله ډيرو وگړو رايي ورکړي دی.
انځور: DW/F.Zahirد ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني تر دې مخکې ویلي وو چې د ټاکنو د دویم پړاو په اړه تر ټولو لویه اندیښنه امنیتي ستونزې دي. خو د نن ورځي ټاکني له تمي خلاف په نسبتاً امنیتي فضا کي ترسره شوې.
انځور: DW/H. Hashimiله ځينو ولايتونو څخه رارسېدلي راپورونه وايي چي د لومړي پړاو په پرتله د رايو ورکوونکو شمېر ډېر وو.
انځور: DW/Speasalyپه کندز ولايت کي د رايي ورکولو بهير هم په پوره امنيت کي ترسره سوی دی. په دغه ولايت کي هم ډيرو خلکو رايي کارولي دي.
انځور: DW/Yosofiدواړو مخکښو نوماندانو د ټاکنو په لومړي پړاو کې د درغلیو د شتون له کبله د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون نیوکې کړې دي. پر دې سربیره په ځینو مواردو کې د دولتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو زورواکانو له خوا د یوه نوماند په گټه د رایو د صندوقونو د ډکیدو له کبله هم د لومړی پړاو د شفافیت په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
انځور: DW/H. Siratپه لومړي پړاو کې د ښځو د گډون کچه هم د تیرو ټاکنو په پرتله لوړه وه. د دویم پړاو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال دواړو کانديدانو د افغانستان د ښځو د رایو د ترلاسه کولو له پاره کمپاینونه وکړل او د خپلې بریا په صورت کې یې هغوی ته په راتلونکې حکومت کې د لویې ونډې ژمنې وکړې.
انځور: N. Behzadد ټاکنو د بهیر اوږدیدو په افغانستان کې ډیرې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې دي. ډیر شمیر عادي افغانان د کارونو له په ټپه دریدو څخه سر تکوي او د نوي ولسمشر ټاکل کیدو ته سترگې په لار دي.
انځور: DW/H. Siratکه څه هم د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د خلکو گډون وستایل شو، خو بیا هم پر دغه بهیر باندې د درغلیو تورونه ولگول شول. ولسمشر کرزي ټولو امنیتي چارواکو او دولتي مامورینو ته امری کړی دی چې د ټاکنو په بهیر کې مداخله و نه کړي. پر دې سربیره د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم ویلي دي چې ټول شکایتونه به وڅیړي او ناپاکې رایې به باطلې کړي.
انځور: DW/H. Siratدا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دیموکراتیکه توگه واک له یوه ولسمشر څخه بل ته لیږدول کیږي. ولسمشر حامد کرزي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان مشري کوي د قانون له مخې نه شي کولای چې د دریم ځل له پاره خپل ځان د ولسمشر په توگه ونوموي.
انځور: N. Behzad