1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ازبکستان کې د ټوخي شربت څښلو له امله ۱۹ ماشومان مړه شوي

۱۴۰۱ دی ۹, جمعه

ازبکستان کې د ټوخي د شربت څښلو له امله د ۱۹ ماشومانو تر مړینې وروسته هند اعلان کړی، چې د دغه هېواد په شمالي نویدا ښار کې یې د درمل جوړونې د یوه شرکت «ماریون بیوتیک» کارونه درولي دي.

د ټوخي شربت
د ټوخي شربتانځور: mrp/imageBROKER/picture alliance

ازبکستان کې د همدغې «ماریون بیوتیک» کمپنۍ شربت ماشومان مړه کړي دي.
د هندي درملو او آرایشي تولیداتو د جوړولو شرکت «ماریون بیوتیک» قانوني استازي په ازبکستان کې د ماشومانو پر مړینې خواشیني ښودلې او د Dok-1 Max په نامه د ټوخي ضد شربت تولید یې درولی دی.
د هندوستان د روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په نویدا او اترپردیش ایالت کې د روغتیايي سکټور برخې د یاد شرکت درمل بیا کتلي او له خپل ازبکستاني سیال سره په منظم ډول په اړیکه کې دي. دغې وزارت ویلي: «د ټوخي له یاد شربت نمونه اخستل شوې او د چندیګړ د درملو ځايي لابراتور ته د ازمېښت له پاره وړل شوې ده.»

پوهه: آیا طبي بنګ د دردونو په تداوۍ کې مرسته کولی شي؟

25:00

This browser does not support the video element.

د چارشنبې پر ورځ د ازبکستان د روغتیا وزارت وویل، په هند کې د تولید شوي ټوخي شربت د څښلو له امله دغې هېواد کې ۱۹ ماشومان مړه شوي دي.
د ازبکستان روغتیا وزارت ویلي، په دغې شربت کې د اتیلن ګلیکول په په نوم زهري ماده موجوده وه، چې په لوړو دوزونو کې له معیاري کچې په لوړه اندازه جوړ شوي و، چې ښايي والدینو له زکامه د بچاو په نیت خپلو ماشومانو ته ورکړي وي او یا هم د درمل پلورونکيو په مشوره کارول شوی دی.

آلمان ته لسګونه افغان ماشومان د درملنې له پاره ولیږل شول


له دغې پېښې وروسته د ازبکستان روغتیا وزارت اوه کارکوونکي له دندو شړلي او د ځینو متخصصینو پر وړاندې انظباتي اقدامات په نظر کې نیول شوي دي.
د ازبکستان روغتیا وزارت ویلي، چې د «ماریون بیوتیک» شرکت ګولۍ او ټوخي شربت یې له ټولو درملتونونو ټول کړي دي. دا پېښه د ګامبیا هېواد هغې ته ورته ده. هلته هم د ټوخي او زکام شربت څښلو له امله، چې د هند یوه شرکت «مایدن» تولید کړی ول، لږ تر لږه ۷۰ ماشومان مړه شوي وو؛ خو هند او دغې شرکت دغه تورونه رد کړي دي.
هندوستان د نړۍ د درملو کور یادېږي او په وروستۍ لسیزه کې یې خپل تولیدات دوه برابره زیات کړي او په یوه مالي کال کې یې د درملو صادرات ۲۴،۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب