1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان ۱،۴ ټنه نشه یي توکي وسوځول

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۴, پنجشنبه

د ازبکستان له نشه یي موادو سره د مبارزې ادارې ۱،۴ ټنه نشه یي مواد سوځولي دي. د مرکزي آسیا دغه هیواد له گاونډي هیواد افغانستان څخه روسیې او له هغه ځایه اروپا ته د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي له پاره مبارزه کوي.

انځور: AP

د مخدرده موادو کوټي چې ۱۳۳،۳ کیلوگرامه هیروین او ۷۷۵ کیلو تارياک شامل ول د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م د ازبکستان تر پلازمینې تاشکند، د باندې د یو شمیر دیپلوماتانو، د نړیوالو مرستندویو سازمانونو او خبریالانو په مخکي په یوه بټۍ کې وسوځول شول.

د ازبکستان چارواکو په حواله دغه مخدر مواد لا تر مخه د قاچاقبرانو پر ضد د شواهدو په توگه وړاندې کړی شوي دي.

د ازبکستان د ملي امنیت خدماتو ویاند عالم جان توراکولوف، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «په افغانستان کې جوړ شوي هیروین زیاتره وخت د تا جيکستان او قرغزستان له لاري ازبکستان ته داخلیږي.»

هغه وويل چې د افغانستان له لاري په مستقیمه توگه هم قاچاق کیږي، خو په وینا یې لنډ سرحد او طبیعي خنډونو یعنې د آمو سیند په اوږدو کې سرحد دا کار آسانه کړی دی چې مسیر په ښه توگه کنترول کړل شي.

ازبکستان چې څه د پاسه ۳۰ میلیوني نفوس لري ډیره برخه یې مسلمانان دي او له افغانستان سره ۱۳۷ کیلومتره اوږد سرحد لري.

د آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې افغاني هیروین تاجيکستان ته قاچاق کیږي او له هغه ځايه د قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان له لاري روسیې او یا هم اروپا ته رسیږي.

د ازبکستان امنیتي چارواکو په ۲۰۱۴م کال کې ۲۲۹۸ کیلوگرامه مخدر مواد نیولي او په ۲۰۱۳م کال کې یې هم دې ته ورته مقدار له قاچاقبرانو څخه ضبط کړي ول.

تیر کال د دغه هیواد چارواکو د مخدرو موادو د اړونده جرمونو په تړاو ۱۰۰ تنه بهرني اتباع نیولي ول چې پکښې ۲۵ تاجيکان، ۲۲ روسان او ۱۹ افغانان شامل ول.

د مرکزي آسیا له پاره د ملگرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو پر ضد د دفتر استازي اشیتا میتال، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «ښایي موږ نور هم ضبط کړو. خو زما په آند... دا به مشکله وي چې د ټولو قاچاقیدونکو مخدرو موادو مقدار معلوم کړل شي.»

هغه ویلي دي چې ازبکستان، دې ته ژمن دی چې دغو موادو سره سخته مبارزه وکړي. خو ويلي ئې دي چې قاچاقبران هم هوښیاریږي او نويي لاري مومي، څو نشه يي مواد قاچاق کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل