د قسطنطنیه د اورتودوکس کلیسا اسقف، سهاک ماسالیان د روغي جوړي خپل دغه پیشنهاد د تیري یکشنبې په ورځ د استانبول د ایا صوفیا د اوسني موزیم د استفادې په هکله بحثونو کي د تویتر د لاري کړی دی.
ایا صوفیا، چي په یوناني کي د «مقدس حکمت» معنی لري، په شپږم قرن کي جوړه سوه، چي په هغه وخت کي تر ټولو لویه کلیسا وه. په ۴۵۳م کال کي د عثماني امپراطورۍ له خوا د اوسني استانبول یا پخوانۍ قسطنطنیې ترنیولو وروسته ایاصوفیه کلیسا هم په یوه مسجد باندي تبدیله سوه.
په ۱۹۳۴م کال کي بیا هغه د اتاترک لخوا په یوه موزیم باندي تبدیله سوه. د ترکیې ستره محکمه اوس غواړي د راتلونکي جولای میاشت پر دوهمه د هغه د موقف په باب فیصله وکړي. ځکه نو انتقادونه رامنځته سوي دي. د لرغونو اثارو د ساتلو ادارې تر دې دمخه لا داسي کوښښونه کړي وه، چي ایاصوفیا دي بیرته په یوه مسجد باندي تبدیله سي، خو پر خپل دغه کوښښ باندي نه وه کامیابه سوې.
اسقف سهاک تشویش لري، چي په یوه مسجد باندي د ایاصوفی تبدیلیدل به، کومه چي په ۵۳۹ م کال کي د کلیسا په حیث جوړه سوې وه، د عیسویانو په حق کي ښه خبره نه وي. هغه نسبت دې ته، چي پر ایاصوفیا باندي دي د ټورسټانو هجوم وي او هغوی فقط د خپل سیل له پاره ورروان وي، ښه به وي چي هلته هم مسلمانان او هم عیسویان یو ځای عبادت سره وکړي. دئ اضافه کوي،« بې تفاوته ده، چي موږ په مختلفو ادیانو پوري مربوط یوو، خو خدای مو یو دی.»
په همدې حال کي د ترکیې حکومت ته نژدې رسنیو، لکه «صباح» ورځپاڼي د سهاک د پیشنهاد په مقابل کي مثبت عکس ا لعمل ښوولی دی. ناظرین دغه پیشنهاد د یوې داسي نخښي په حیث ارزیابي کوي چي جمهوررئیس اردوغان کولای سي د حل دغه لار حداقل په نظر کي ونیسي.
له بلي خوا بیا د یونان د اورتودوکس کلیسا مقدسي شورأ د ترکي چارواکو څخه غوښتي دي، چي ددغه په نړيوالي سطحي مشهوري ودانۍ سره محترمانه رفتار وکړي. د یونان د اورتودوکس کلیسا عالي شورأ ایاصوفیا د عیسوي معمارۍ يوه «فوق العاده شهکاري او کلتوري نمونه» بولي. د هغوی خبري آژانس لیکلي دي، چي د ایا صوفیا ارزښت«جهاني» دی.
آژانس همدارنګه لیکلي دي، چي په مسجد باندي د ایاصوفیا تبدیلیدل به په ټوله نړی کي د عیسویانو لخوا مایوسۍ او احتجاجونو سبب وګرزی او په عین حال کي به ترکیې ته د ډیرو جهتونو له اړخه تاوان ورسوي. ځکه نو دا« کاملأ ضروري» خبره ده، چي سم او عاقلانه تصمیم ونیول سي، ترڅو د «موزیم په حیث د ایاصوفیا موقف» وساتل سي.
زموږ له آرشیف څخه:
د آیا صوفیه پر سر شخړه راپورته شوې ده. له اوسني موزیم څخه ترکي نېشنلستان غواړي چې یو مسجد جوړ کړي. خو د قسطنطنیه اسقف غواړي چې له دغي ستري ودانۍ څخه بیرته د کلیسا په توگه استفاده وشي. قسطنطنیه، د استانبول پخوانی نوم دی.
انځور: picture-alliance/Marius Beckerپه ۵۳۲ کال کې په قسطنطنیه کې اوسیدونکي د شرقي روم امپراتور جوستنیان اول، د یوې داسې پیاوړي کلیسا د جوړول امر وکړ، «چې د حضرت آدم له وخت راهیسې نه وه جوړه شوې او په راتلونکي وخت کې به هم جوړه نه شي.» لسو زرو کسانو په کار پیل وکړ. تر یوې زریزي، پوري دغه کلیسا د مسیحانو ستره کلیسا وه.
انځور: imago/blickwinkelجوستنیان، د آیا صوفیه په جوړولو کې ۱۵۰ ټنه سره زره کار کړه. په داسي حال کې چې شکل یې لا نور هم ښکلی شوی وای. د دغه کلیسا گومبته هواره جوړه شوې وه او په یوه زلزله کې رالولیدلې هم وه. دغه کلیسا ډیر ژر د دولتي کلیسا په توگه استعمالیده. له اوومې پیړۍ راهیسي د بیزانس امپراتورۍ د کابو ټولو واکمنانو تاج پوشي په دغه کلیسا کې شوې ده.
انځور: Getty Imagesپه قسطنطنیه کې د بیزانس امپراتوري په ۱۴۵۳ کال کې پای ته ورسیده. د عثماني دولت سلطان محمد دویم، دغه ښار ونیو او د آیا صوفیه کلیسا یې د په مسجد اړولو اعلان وکړ. صلیبونه، د کلیسا زنگونه او داسي نور شیان ویجاړ کړل شول او یا هم له منځه یوړل شول. د زړو میناتوریو پر ځای نوې نقاشۍ وشوې او پر یوه برخه د یوه مسلمان کښل شوی انځور تر سترگو کیږي.
انځور: public domainد ترکیې بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک، آیا صوفیه په ۱۹۳۴م کال کې په یوه موزیم واړوله. د هغه د بیا رغاوني کار په ډیر دقت وشو. په دې ترڅ کې د بیزانس د وخت میناتوري بېرته راڅرگندي کړل شوې. دې ته هم توجه وشوه چې د مسلمانانو له خوا وروستي کارونه هم له منځه ولاړ نه شي.
انځور: APآیا صوفیه، نني سیلانیانو ته د تاریخ لوړي او ژوري په گوته کوي. په دغه انځور کې کیڼ اړخ ته د اسلام د پیغمبر د نوم او ښي اړخ ته د خدای نوم لیکل شوی لوحې ښکاري. په تاق کي د مریم او حضرت عیسی انځور رسم شوی دی. په دغه گومبته کي ۴۰ ستري کړکۍ هم د سړي ور اړوي.
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Imagesپه آیا صوفیه کې د میناتورۍ تر ټولو مهم انځور د څلوارلسمې پيړۍ دی، چې پر سویلي دیوال باندي کښل شوی دي. که څه هم هغه په سمه توگه ساتل شوی نه دی، خو انځورونه پکښې په واضح ډول ښکاري. په منځ کې حضرت عیسی، کیڼ اړخ ته مریم او ښي اړخ ته د یوهانس انځورونه کښل شوي دي.
انځور: STR/AFP/Getty Imagesخو اوس مهال په آیا صوفیه، کې پر عبادت کولو بندیز دی. په ۲۰۰۶م کال کې د آیا صوفیه د لیدني پر مهال بیندیکت ۱۶ هم دغه څه مراعات کړل. دغه ځای ته د هغه سفر تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شو. ځکه چې تر هغه د مخه نیشنلستانو د پاپ د دغه لیدني پر ضد احتجاجونه کړي ول. په نزدې وختونو کې محافظه پالو نېشنلستانو ځوانانو ۱۵ میلیونه لاسلیکونه راټول کړي ول، چې دغه موزیم بیرته په مسجد واړوي.
انځور: Mustafa Ozer/AFP/Getty Imagesد آیا صوفیه، په چار چاپیر کې د اسلامي مذهبي ودانیو شمیر لږ نه دی. آیا صوفیه، ته مخامخ د سلطان احمد مسجد، منارونه ښکاري. نېشنلستان آیا صوفیه، بیرته په یوه مسجد باندي بدلول غواړي، ځکه چې د عثماني دولت له خوا د قسطنطنیې، د نیولو بېلگه ده. هغوی وایي چې دغه اسلامي میراث بايد خوندي وساتل شي.
انځور: picture-alliance/Arcoبارتلموس اول، چې د قسطنطنیې اسقف او په عین حال کې د ارتودوکسو مشر دی، هم د آیا صوفیه، د میراث دعوه لري. له کلونو راهیسې هغه غوښتنه کوي چې د دغه مذهبي ټاټوبي دروازي دي د مسیحانو پر مخ پرانیستل شي.
انځور: picture-alliance/dpaدا چې بلاخره به د آیا صوفیه په هکله څه پریکړه وشي، معلومه نه ده. د په مسجد اړولو غوښته يوازي د اپوزیسیون نېشنلست گوند ام اچ پي، کړې ده. په دې اړه په پارلمان کې دوې عریضې ناکامه شوي دي. د ترکیې حکومت په دې اړه فاصله نیولې ده، ښایي د دې کار په غبرگون کې د نړیوال احتجاج له کبله. په دې اړه یونیسکو هم اندېښمنه ده، ځکه چې آیا صوفیه له ۱۹۸۵م کال راهیسې د نړیوالو لرغونو اثارو په ليست کې شامله شوې ده.
انځور: picture-alliance/Marius Becker