1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استانبول: پر ښځينه مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی گاز پاشل شوی

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

په استانبول کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي د نړیوالی ورځی په مناسبت شاوخوا ۲۰۰۰ مظاهره کوونکي راټولې سوي وې. د آژانسونو په حواله پوليسو د دغه مظاهرې د منحلولو له پاره له پلاستیکی مرمیو څخه هم کار اخیستی.

Türkei | Demonstration gegen Gewalt an Frauen in Istanbul
په استانبول کی د تشدد په وړاندی د ښځو مظاهرېانځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د دغو مظاهرو یو شمیر گډون کوونکو سره چې د استقلال له مرکزی جادې څخه تیریدلې، داسي لوحې ورسره وې چې  ورباندی د هغو ښځو نومونه لیکل سوي ول چې په ترکیی کې وژل سوي دي. ښوونکې عایشه بایکل وويل چې هغوی د »ښځو د دښمنانو« پر وړاندې او»د ښځو د وژنو د بندیدو« له پاره سړکونو ته راوتلي.

۲۵ کلنه اوزگه چیکچن شکایت کوي چې په ترکيه کې د ښځو د وژلو سطحه خپل اوج ته رسیدلې ده. خو د دغې موضوع په هکله په عام محضر کی ټول پټه خوله پاته دي.

قاتلین زیاتره وخت د هغوی میړونه وي

په ترکیه کې د ښځو پر وړاندې زورزیاتی د هیواد په کچه یوه ستونزه ده. د »موږ به د ښځو قتلونه ودروو« په نامه پلیت فورم په حواله، تیرکال ۴۴۰ ښځې د نارینه وو له خوا وژل سوي دي. د دغو شمیرو په څه د پاسه څلورمه برخه کې د هغوی مېړونه مجرم پیژندل سوي. د ښځو له حقونو څخه د ملاتړی ډلې، د ترکیې پر قضایي سیستم سخت تورونه لگوي. دوی ادعا کوي چې هغه مجرمین چې د ښځو پر وړاندی له تشدد څخه کار اخلي، په ډیره کمه یا نرمه جزا باندې محکومیږي.

په اگست میاشت کې د ایمینه بولوت وژنې سختی پارونی رامنځته کړې. د هغې پخواني خاوند نوموړې ښځه د هغې د لس کلنې لور په مخکې د مرکزي اناطولیې کیریکاله په یوه رستورانت کې په چړې سره ووژله. مجرم په دې ترڅ کې د عمري بند په سزا محکوم سوی.

G.P/B.S/dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب