استخباراتي راز افشا کوونکي خپل هويت بربنډ کړ
۱۳۹۲ خرداد ۲۰, دوشنبه۲۹ کلن ادوارد سنودن په یوه ویډیویي پیغام کې دا خبره منلې ده چې ګارډین ورځپاڼي ته یې د امریکا د پټو څېړنیزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي دي. سنودن، ګاردین ورځپاڼې ته ویلي ول چې CIA په پټه د یو شمیر کسانو تلیفوني او انترنتي اړیکې څاري.
د سنودن ویډیو اوس د ګاردین ورځپاڼي په انترنتي پاڼه کې خبره شوې ده. دې ورځپاڼې ویلي دي چې دغه کار یې د سنودن په غوښتنه ترسره کړی دی. سنودن په دې ویډیویي پیغام کې ویلي دي: «زه نه غواړم چې ځان پټ وساتم، ځکه ما هیڅ غلط کار نه دی ترسره کړی.»
سنودن په دې ویدیو کې ټینګار کړی دی چې له دې کار څخه يې یوازنی هدف د خلکو خبرول دي چې د هغوی په نامه ترسره کیږي: «زما یوازنی هدف دا دی چې خلک له هغه څه خبر کړم چې د هغوی په نوم او د هغوی پر ضد تر سره کیږي.»
د CIA دغه پخواني کارکوونکي ویلي دي چې هغه تيار دی د خپل دې کار له پاره هرڅه له لاسه ورکړي: «دا ځکه چې زما وجدان راته اجازه نه راکوي چې د امریکا دولت ته اجازه ورکړم چې د خلکو خصوصي معلومات ترلاسه کړي، په انترنت کې د هغوی آزادي له ګواښ سره مخامخ کړی او همداراز په نړۍ کې د خلکو لومړنۍ آزادي د خپل دغه لوی څارنیز ماشین په واسطه له منځه یوسي.»
د ګاردین ورځپاڼې په حواله سنودن د امریکا د دفاع وزارت په «ملي امنیتي ادارې» یا NSA کې هم کار کړی دی او د امریکا د بهرنۍ استخباراتي ادارې د څارنیزو ماموریتونو په اړه يې معلومات ترلاسه کړي دي.
دغه وګړی د اسنادو تر ترلاسه کولو وروسته د روان کال د می میاشتي پر ۲۰ نیټه هانګانګ ته تښتیدلی او بیا یې دغه اسناد رسنیو ته سپارلي دي.
د هغو معلوماتو له مخې چې سنودن د ګاردین ورځپاڼي ته ورکړي دي دا خبره روښانه کيږي چې د امریکا استخباراتي اداره د تلیفوني شرکتونو او انترنت کارولو ریکاردونه له ځان سره ثبتوي. د دغو کسان شمیر میلیونونو ته رسیږي.
د پنجشنبې په ورځ د ګاردین او واشنګټن پوست ورځپاڼو همداراز ویلي ول چې د امریکا استخباراتي ادارې د لویو انترنتي شرکتونو د کاروونکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی لري.
په دغو شرکتونو کې د ګوګل، یاهو، فیسبوک او اپل شرکتونه هم شامل دي. ویل شوي دي چې دغه اداره کولای شي د دغو شرکتونو د کاروونکو انځورونه، غږیز پیغامونه، ويديوګاني، لند لیکلي پیغامونه او نور معلومات ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو ویلي دي چې دغه پروګرام یې یوازي له متحده ایالاتو څخه دباندي چېري چې د ترهګرۍ خطر موجود دی پلي کیږي.