استخباراتي سرچينو پر کابل د پاکستان هوايي بريد تائيد کړ
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه
د پنجشنبې په ورځ ماښام د کابل اوسېدونکو د دوو درنو چاودنو خبر ورکړ، خو طالبانو تر اوسه پوري د دې چاودنو په اړه له جزئياتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، تائيد کړې ده چي په کابل کي د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي او په اړه يې څېړني رواني دي. هغه په ايکس شبکه کي ليکلي: «تر اوسه د کوم زيان په اړه راپور نه دی ورکړل سوی. خير او خيرت دی.»
که څه هم طالبانو د دغو چاودنو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړی، رسنيو د سرچينو په حواله خبر ورکړی دی چي چاودني د پاکستان هوايي بريد وو.
د آلمان خبري آژانس د پاکستان د استخباراتي سرچينو په حواله خبر ورکړی دی چي په جټ او بې پيلوټه الوتکو سره څو بريدونه سوي دي چي يو يې پر کابل وو.
د پاکستان استخباراتي سرچينو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغو عملياتو موخه هغه وسله وال او په ځانگړې توگه د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود وو چي تيره اونۍ يې چاودني ترسره کړي وې.
په اسلام آباد کي دغي استخباراتي سرچينې ويلي دي چي يو مېلمستون او يو موټر چي د پاکستاني طالبانو مشر ترې کار اخيست د دغو عملياتو موخه گرځېدلې، خو معلومه نه ده چي هغه په دغه بريد کي وژل سوی که نه.
د پاکستاني طالبانو د مشر په اړه ضد او نقيض راپورونه
ځينو سرچينو د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي مسحود د وژل کېدو خبر ورکړی دی، په داسي حال کي چي نوري سرچينې وايي چي هغه له دغه بريد ژوندی وتلی دی.
په دې ترڅ کي په ټولنيزو شبکو کي نور ولي محسود ته منسوب يو ږغيز پيغام خپور سوی دی چي هغه پکښې وايي چي ژوندی او په پاکستان کي دی. د دغه ږغيز پيغام رښتنوالی تائيد سوی نه دی.
آزاد خبريال سمع الله يوسفزی چي په پاکستان او افغانستان کي سرچينو ته لاس رسی لري، په ايکس شبکه کي ليکلي دي چي د طالبانو يوې سرچينې ويلي دي چي د پاکستاني طالبانو مشر له دغه بريده روغ رمټ وتلی دی.
د افغانستان د سولي په برخه کي د امريکا متحده ايالاتو پخواني استازي زلمي خليلزاد پر کابل باندي د پاکستان د احتمالي بريد خبره کړې ده. هغه په ايکس شبکه کي ليکلي چي د افغانستان پر پلازمېنه د پاکستان عمليات «ډېر خطرناک اقدام او د شخړو د شديدوالي» نښانه ده.
د افغانستان په ختيځ کي د پاکستان د هوايي بريد راپورونه
له دې سره سم د افغانستان په ختيځ کي د پاکستان د هوايي بريدونو راپور ورکړل سوی دی. طالبانو د دغه بريد په اړه هم له جزئياتو ورکولو څخه ډډه کوي.
په پکتيا کي يوې سرچينې دويچه ويله ته تائيد کړه چي د دغه ولايت پر برمل ولسوالی هوايي بريد سوی دی.
سرچينې وويل: «د پکتيا پر برمل ولسوالۍ کي د شپې پر يولسو بجو بمبار سوی دی، د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه سته، خو دوکانونه تخريب سوي دي.»