استراليا او ماليزيا يوې موافقې ته سره رسيدلی
۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبهد آستراليا د مهاجرينو وزير کرس بوين د ماليزيا د کورنيو چارو د وزير حسام الدين حسين سره د دغه تړون تر لاسليک وروسته خبريالانو ته ويلي:« دا يو ازمايښتي پروژه ده، که چيري دې په ښه توګه کار ورکړ، موږ به په مناسب وخت کي بل ګام پورته کړو، او په سيمه ييز چوکاټ کي آستراليا د نورو هيوادونو سره د خبرو اترو له پارخپلي دروازې خلاصي پريښي.»
دغه تړون، چي د سې شنبې د ورځ څخه وروسته به عملي بڼه ولري، په پام کي ده چي د مهاجرينو هغه ۸۰۰ کسيزه ډله چي د بيړيو په واسطه د آستراليا اوبو ته دننه سوې په دقيقه توګه ترچاڼ وروسته به د دريو ورځو په اوږدو کي بيرته ماليزيا ته وليږل سي.
دوی به هلته په يو مؤقتي ځای کي د ۴۵ ورځو له پاره وساتل سي تر څو د مهاجرينو له پاره د ملګرو ملتونو اداره د دوی د پناه غوښتلو دوسيه وڅيړي.
په ماليزيا کي به وروسته دوی ځايي ټولنو ته انتقال سي او دوی ته به د کارونو او زده کړو له پاره اجازه هم ورکړل سي. پر دې سربيره تر هغه وخته چي د دوی راتلونکې معلوميږي د صحي خدماتو څخه به هم ګټه پورته کولای سي.
سياسي مسله
په آستراليا کي د پناه غوښتونکي مسئله يوه سياسي مسئله ده. د واکمن کارگر ګوند لومړۍ وزيره جوليا ګيلراد د عامه خلکو تر سختو نيوکو لاندي وه، چي د پناه غوښتونکو سره د نرم چلند څخه کار اخلي او د ماليزيا څخه په بيړيو کي د راتلونکو پناه غوښتونکو په مخ نيوي کي پاته راغلې.
تير کال ګيلراد د ټولټاکنو په کمپاين کي د پناه غوښتونکو په اړه ويلي ول، چي دوی به ختيځ تيمور ته وليږل سي، خو د ډلي د انکار وروسته دغه پروژه د ناکامۍ سره مخ سوه.
د آستراليا د شنو ګوند دغه نوی تړون غندلی او دا يي يو غير انساني کار بللی، خو په دې اړه نور څه نه سي کولای. ځکه چي دغه پريکړه د پارلمان د تصويب پرته هم د منلو وړ ده.
د بشري حقونو ټولنو هم دغه تړون غندلی او د ماليزيا له اړخه يې د پناه غوښتونکو سره د ممکنه ناوړه چلند په اړه خپله انديښنه څرګنده کړې.
ګيلارد په کانبيرا کي خبريالانو ته ويلي، چي ماليزيا ته ليږونکي مهاجرينو ته به د قدر او احترام په سترګه کتل کيږي.
آستراليا په اوسني وخت کي په بند ځايونو کي د ايران، عراق، ويتنام، سري لانکا او افغانستان څخه ۶۰۰۰ پناه غوښتونکي لري.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل