1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههندوستان

استرالیا د یوه تورن هندو په سر یو ميليون ډالر انعام ټاکلی

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

د استرالیا پولیسو د پنجشنبې په ورځ د یوه هندي وګړي د اوسېدو د ځای په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې د یو ميلیون استرالیايي ډالرو جایزه اعلان کړه. دا د آسترالیا د کوینسلنډ په تاریخ کې تر ټولو لوړه جایزه ده.

Australien Polizist in Queensland
انځور: Getty Images/I. Hitchcock

د اسوشتید پریس په حواله پر دغه هندي وکړي تور دی چې څلور کاله مخکې ېې د استرالیا په یوه استوايي ساحل کې ېوه ښځه وژلې ده. تورن ۳۸ کلن راجویندر سینګ په نوم او وژل شوې ښځه د کوردينګلي په نوم ښودل شوې چې ۲۴ کلنه وه. 

د تحقیقاتو د څانګې مفتشې، سونیا سميت وويل چې د استراليا د شمال شرقي ایالت، کوينسلند د پولیسو افسران چې په هندي او پنجابي ژبو خبرې کولی شي، د استرالیا له کينز څخه د وټس اپ او آنلاين له لارې هندوستان سره په اړيکه کې دي چې وشي کړی د راجيوندر سینګ ځای ځای ګی پېدا کړي.

د ۲۴ کلنه کوردینګلي مړی د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۲۸مه په وانګيتي ساحل کې وموندل شو. پولیس وايي سینګ هغه وخت د کینز په اینیسفیل ښارګوټي کې د نرس په توګه کار کاوه او په کومه ورځ چې د کوردينګلي مړی وموندل شو سیدني ته ېې پرواز وکړ او په سبا ېې هندوستان ته ولاړ. زیاته شوې دغه ښځه یوه ورځ مخکې له خپل سپي سره ساحل ته د قدم وهلو له پاره تللې وه.

چارواکي وايي د یو ميلیون استراليايي ډالرو جایزه، د کوينسلند په تاريخ کې تر ټولو لوړه جایزه ده چې ټاکل کيږي، خو دوی وايي چې دغه جایزه د جرم د حل او د محکمې د ترسره کولو له پاره نه، بلکې صرف د تورن کس د ځای معلومولو له پاره ټاکل شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل