1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

استرالیا له افغانستان سره خپله کرېکټ تست لوبه وځنډوله

۱۴۰۰ آبان ۱۴, جمعه

استرالیا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره يې د کريکټ تیست لوبه وځنډوله. د استرالیا د کریکټ چارواکو ويلي دي چې کې طالبان د نجونو ټيم ته د لوبې اجازه ورنه کړي دوی به دغه لوبه بیخي کنسل کړي.

Bangladesch Cricket Testspiel Bangladesch vs. Afghanistan
د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/STR

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د استرالیا د کریکټ چارواکو وويل چې له «اړوندو کسانو» سره تر سلا مشورو وروسته تصمیم ونیول شو چې د نارینه و تیست لوبه چې روانه میاشت په هابورت کې پلان شوې، د مهالويش مطابق به مخته ولاړه نه شي.

د استراليا دغه دريځ د طالبانو له هغه اعلان سره تړاو لري چې دغې ډلې واک ته تر رسیدو وروسته د افغانستان د کريکټ د نجونو پر ټيم د لوبو کولو بنديز ولګاوه.

د استرالیا د کريکټ لوړپوړو چارواکو ويلي دي چې که چیرته طالبان په خپله خبره ولاړ پاتې شي، دوی به له افغانستان سره لوبه کنسل کړي.

د افغانستان نارینه ټيم اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې د نړیوال شل اوریز جام په سیاليو کې خپلې لوبې کوي. خو کابل ته خبرداری ورکړل شوی که چیرته د نجونو ټيم ته د ښځو په راروان نړیوال جام لوبو کې چې په نيوزیلند کې دي، د ګډون اجازه ور نه کړي، له نړيوال بنديز سره به مخ شي.

د افغانستان کپټان محمد نبي هیله مندي ښکاره کړې چې دواړه هیوادونه لا هم په ګډه د افغانستان د کريکټ د پرمختګ له پاره کار وکړي. نبي وويل: «دا ناهیلې کونکې ده چې سږکال د تیست لوبې پر مخ لاړې نه شي. خو زه خوښ يم چې لوبه صرف ځنډول شوې ده، نه دا چې کنسل شي.»

نبي په روان نړیوال جام کې د افغانستان د ملي سرود غږولو پر وخت اوښکې توېې کړې چې د خلکو ډير پام وروګرځيد. هغه تر اوسه هڅه کړه چې د سیاسي پوښتنو له ځوابولو څخه ډډه وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل