د سوریې ولسمشر بشارلاسد په یوه مرکه کې ویلي دي چې که ترمپ د "ترهګرو د ځپلو" ژمنه تعقیب کړي او د امریکا متحدو ایالاتو په اداره کې پر مداخله کوونکو قوتونو باندي بریا ترلاسه کړي، نو هغه یو "یو طبیعي" متحده کیدای شي.
اسد د ترمپ تر بریا وروسته، په اول وار د هغه په اړه خبري کړي دي او ویلي یې دي چې هغه فکر نه کوي چې ترمپ دې د خپلو کمپاینونو شعارونه عملي کړي او د هغه د رژیم د ځپلو پرځای خپل ډیر پام "اسلامي دولت" ترهګرې ډلي له منځه وړلو ته واړوي.
اسد د پرتګال RTP تلویزیون ته په مرکه کې ویلي دي: "دا چې هغه به څه وکړي، موږ یې تر اوسه پورې په اړه څه نه شو ويلای ... که هغه د ترهګري پر ضد مبارزه وکړي، نو موږ به یې هرو مرو متحدین یوو، طبیعي متحدین د روسیې، ایران او نورو هیوادونو په تړاو."
ترمپ تر دې مخکې ویلي دي چې د اسد رژیم پر وړاندې به د ولسمشر اوباما په پرتله یو څه نرم سیاست ولري.
اسد ویلي دي: "زه غواړم ووایم چې دا موضوع هیله ييدا کوي، خو ایا هغه دا کار کولای شي؟ ایا هغه په دې برخه کې اقدامات کولای شي؟ د امریکا متحدو ایالاتو په اداره کې متخالف ځواکونه او هغه رسنۍ چې د ترمپ پر ضد وې به څرنګه شي؟ هغه به له دغو ټولو سره څرنګه ګذاره وکړي؟"
امریکا متحد ایالات اوس په سوريه او عراق کې د یوه نړیوال ایتلاف مشري کوي چې د داعش ترهګري ډلې پر ضد هوایي بریدونه ترسره کوي. دغه ایتلاف همداراز د هغو پاڅون کوونکو ملاتړ کوي چې د اسد پر ضد جنګیږي.
خو په مارچ میاشت کې ترمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې په عین وخت کې د اسد او اسلامي دولت پر ضد جنګیدل "لیونتوب او حماقت دی".
ترمپ ویلي ول: "تاسو نه شئ کولای چې په یوه وخت کې له دوو هغو کسانو سره چې يو له بل سره جنګیږي، جګړه وکړئ. تاسو باید یو اړخ انتخاب کړئ."
ترمپ همداراز ژمنه کړې وه چې له روسیې سره به اړیکې ښې کړي. خو په ټاکنو کې د ترمپ تر بریا وروسته، تر اوسه پورې هم د هغه د بهرني سیاست په اړه ډیر معلومات په لاس کې نه شته. دا چې هغه به څه وکړي، ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي.
نور مطالب:
له داعشه بيرته نیول سوي ښار پالميرا انځورونه
د سوريې حکومت له داعش څخه د پالميرا ښار تر نيولو وروسته، د دغه ښار د بيا رغاولو ژمنه کړې ده. د لومړیو ارزونو له مخي کارپوهانو ويلي دي چي دغه ښار په هغه اندازه تخريب سوی نه ده لکه اټکل چي ئې کېدی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Melzer
پالميرا ښار
د سوريې پوځ د يکشنبې په ورځ په دې وتوانېد چي تر سختو جگړو وروسته د پالميرا ښار څو دروازې له داعش څخه ونيسي. له داعش څخه تر نيولو وروسته د پالميرا ښار انځورونه.
انځور: Reuters/Sana
پر پالميرا ښار جگړه کي ۵۸۰ عسکر او جنگيالي وژل سوي
د سوريې پوځ د مارچ مياشت له ۲۰ نېټې راهيسي د روسيې د هوايي ځواک په مرسته يرغلونه پيل کړل. ويل کيږي چي په دغه جنگ کي ۴۰۰ کسان د داعش جنگيالي او ۱۸۰ عسکر وژل سوي دي. د پالميرا تر نيولو وروسته د سوريې پوځ د يوه عسکر انځور.
انځور: picture-alliance/dpa/V.Sharifulin
پالميرا
د ايران حکومت اسد ته د دغه ښار د نولو تبريکي ورکړې او ويلي ئې دي چي ملاتړ ته به ئې دوام ورکړي. د پالميرا ښار تر نيولو وروسته د هغه يو انځور.
انځور: picture alliance/dpa/TASS/V. Sharifulin
پالميرا تاريخي ښار
پالميرا ښار د دمشق په شمال کي واقع دی او د يونسکو د نړيوالو ميراثونو په ليست کي دی. د داعش تر نيولو وروسته په دغه ښار کي ډېر ارزښمن تاريخي اثار موجود ول. د پالميرا ښار تر نيولو وروسته يو انځور.
انځور: picture-alliance/Robert Harding World Imagery/C. Rennie
په دغه ښار کي شامين-بعل معبد يو ډېر تارخي ځای وو چي داعش ونړاوه. دغه معبد له دوو زرو کلونو راهيسي خوندي پاته وو او په منځي ختيځ کي يو له مهمو معابدو څخه وو. د داعش له خوا د دغه معبد تر نړولو دمخه د هغه انځور.