1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل او حماس پر اوربند توافق کړی

۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

اسرائيل او فلسطیني سازمان حماس چې د غزې تراډې اداره يې په لاس کې ده د قطر په منځګړيتوب په خپلو کې د تاوتريخوالو پر کمولو او اوربند باندې توافق ته رسيدلي دي. په دې سره اسرائيل د «کرم شالوم» بندر خلاص کړی دی.

Israel Palästina Gaza | Grenzübergang Kerem Shalom
د «کرم شالوم» سرحدي بندرانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Hana

 

د غزې په تراډه کې فلسطيني سازمان، حماس اعلان کړی دی چې د قطر هيواد په وساطت يې له اسرائيلو سره د دغه هیواد له خوا د حملو پر توقف، توافق ته رسيدلي دي.

اسرائيل هم له حماس سره د دغه توافق په تائيد سره ويلي دي چې د «کرم شالوم» (کرم ابوسالم) بندر يې پرانيستی او غزې ته يې د سوخت موادو د داخلیدو اجازه ورکړې ده.

حماس او اسرائيل په داسې حال کې پر اوربند توافق ته رسيدلي دي چې په وروستيو اوونيو کې د دواړو خواو تر منځ نښتو زور اخیستی وو. د اګست میاشتې له اوايلو څخه د اسرائيلو پوځ تقريباً هره ورځ پر غزې تراډې حملې کولې. اسرائيل پر غزې باندې دغه حملې، د غزې له خوا پر هغوی د اور اچونکو بالونو، توغنديو او چاوديدونکو موادو په وارولو کړي دي.

د اسرائيلي چارواکو په وينا، د دغو اور اچونکو بالونونو په نتيجه کې د اسرائيل په سويل کې تر ۴۰۰ ډيرې اورلګيدنې رامنځ ته شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل