اسرائيل او د هغه دښمنان
۱۳۹۸ شهریور ۵, سهشنبهد اسرائيل پوځ له پيښو ډکي ورځي تيري کړي. لومړی د لبنان پايتخت بيروت ته نژدې د اسرائيلو يوه بې پيلوټه الوتکه راولويده. وروسته پوځ دمشق ته نژدې د اکرابه په سيمه کي يو هدف په نخښه کړ. د پوځ په حواله هغوی بايد د اسرائيلو په سيمه کي د ايران له يوه بريد څخه مخنيوی کړی وي.
د دوشنبې په ماښام بيا اسرائيلو په غزې تراډه کي د حماس ډلې يوه پوسته بمبارد کړه. د اسرائيلو د پوځ په حواله دغه بمبارد له فلسطيني سيمي څخه د يوې راکټي حملې په جواب کي تر سره سو.
بالاخره د لبنان رسنيو خبر ورکړ چي پر ايران پلوه فلسطيني ډلې باندي د اسراييلو له خوا هوايي بريدونه ترسره سوي.
د يکشنبه په ورځ د حزب الله رهبر حسن نصرالله، په خپلي يوې تلويزيوني وينا کي، اسرائيلو ته د غچ اخيستلو په هدف د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو گواښ وکړ. د هغه په خبره يوه بې پيلوټه الوتکه په هوا کي چاودلې او د حزب الله د رسنيو مرکز يې سخت زيانمن کړی دی.
په سوريه کي جنگ او د هغه عواقب
د جرمني په هايدلبيرگ کي د يهودي څيړنو د انستيتوت څخه، سياستپوه، يوهانيس بيک وايي: »وروستي کشمکشونه د سوريي د حکومت د کمزورتيا او بې پروايي په نتيجه کي رامنځ ته سوي دي.» د هغه په خبره، سوريه له ډير وخت راهيسي د اسرائيلو له پاره يو خطرناک پوځي دښمن گڼل کيدی. خو د سوريي تر دولتي سقوط وروسته اوس په سوريه کي يو ډول لبناني کيدل وينو: «د ايران مخ پر ډيرېدونکې اغيزه او له هغه سره د ايراني بريدونو زياتيدل او د شيعه مليشو پراخيدل.«
په تيرو کلونو کي حزب الله د اسد ژيم په پلوي د سوريي په داخلي جنگونو کي سخت ورداخل سو او په دې ترڅ کي يي د نظامي زده کړو نوي ډولونه زده کړل. داهم معلومه ده، چي د ډيرو نيابتي جنگونو په چوکاټ کي ايران هم پکښې ښکېل وو. مثلأ په يمن کي. که څه هم اسرائيل په هغو کي ښکېل نه ؤ او تر لږ وخت دمخه پوري د خليج عربي هيوادونو ته نژدې جنگياليو په مقابل کي جنگيدی.
خو څه وخت مخکي د سوريي په سيمه کي، د اسرائيلو او ايران ترمنځ مستقيمي نښتې رامنځته سوې. د اسرائيلو د پوځ د يوه وياند په حواله، د پنجشنبه په ورځ هلته ايران د يوه بريد له پاره چمتووالي ونيو. هغه زياتوي: «موږ د القاعده او شيعه مليشو د ترهگرۍ ډيرهدفونه وويشتل. په اوس وخت کي د اسرائيلو پوځ د سخت تيارسي په حالت کي دی.»
د ايران له خوا گواښونه
د ايران د حکومت وياند علي ربيعي مخکي خبرداری ورکړی وو چي پر لبناني سيمو باندي د په اصطلاح صهيونيستي رژيم بريدونه به بې جوابه پاته نه سي. د هغه په خبره په سيمه کي د دولتونو صبر او حوصله خپل حد لري، له همدې کبله به ايران د حزب الله هر ډول ملاتړ وکړي.
مخکي تر دې د ايران د القدس د بريگارد مشر، قاسم سليماني د تويتر له لاري په غير مستقيم، خو جدي ډول اسرائيل گواښلی چي »دغه ډول ليوني عمليات به په قاطع ډول د صهيونيستي رژيم وروستۍ جگړې وي.«
ايران او حماس
د ايران او اسرائيلو ترمنځ کړکيچ د قدرات او نفوذ له امله دي. دغه خبره لبناني ژورناليست اياز ابو شکرا کړې او زياته کړې يې ده: «ايران هڅه کوي چي د خپل سيمه ايز نفوذ سرحدونه لا پسې پراخ کړي. دغه کار اسرائيل مجبور کړی چي د هغوی د پرمختگ مخنيوی وکړي.»
داسي ښکاري چي د ايران له امله به په غزې تراډه کي حماس هم ددې جرأت پيدا کړي چي د اسرائيلو پرضد ودريږي. له مياشتو راهيسي له اسرائيلو سره په سرحد کي نښتې رامنځته کيږي. ددغې مياشتي له پيل راهيسي فلسطيمي افراطيونو په تکرار سره د اسرائيلو پر سيمو باندي بريدونه کړي.
آيا د کړکيچ حل تر سترگو کيږي؟
سياستپوه يوهانيس بيک وايي: «دا ډول کوچني نظامي عمليات لکه څنگه چي په غزې تراډه کي تر سره کيږي يوازي په متوسط ډول خپل هدف ته رسيږي. که هغه د غزې تراډې ته نژدې د حماس له خوا په شعوري ډول د کروندو سوځول وي او يا د گولان په هسکو کي د يوې بې پيلوټه الوتکي د ويشتلو هڅه وي، دا ډول راپارونې به د اسرائيلو له پاره هيڅ ډول کوم خطر رامنځته نه کړي.»
هغه وايي: «نه د اسراييلو ځواکونه او نه هم حزب الله د حالاتو لا خرابيدو ته تياری نيسي. خو اسرائيل به په داسي يو حالت کي له پوځي لاري لبنان ته ورداخل سي، چي حزب الله د منځني واټن ايراني راکټونه وتوغوي. دا ډول يو کړکيچ به بيا د لبنان د دريمي جگړې سبب سي.»
G.P/N.Z/Knipp, Kersten