اسرائيل او فلسطين بايد د دوو رياستونو د قيام له پاره هلي ځلي وکړي
۱۳۹۱ آذر ۷, سهشنبهاعلان
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پر اسرائيل او فلسطينيانو ږغ کړی دی، چي د منځني ختيځ ستونزي ته دي داسي حل پيدا کړي چي په پايله کي يې دوه رياستونه رامنځ ته سي. د نوموړي په وينا د دغي ستونزي اواری تر بل هر وخت اوس اړين دی. نوموړي دا څرگندوې د اتريش په پلازمېنه ويانا کي د هغه مرکز د پرانستلو په مراسمو کي وکړې چي ورته د بېلو دينونو تر منځ د ډيالوگ يا خبرو اترو د مرکز نوم ورکول سوی دی. د دغه مرکز تأسيس کوونکي هيوادونه سعودي عربستان، هسپانيه او اتريش دي. دغه مرکز د سعودي عربستان د پاچا عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود په اقتصادی مرستو چليږي.