د اسرائيلو خارجه وزیر، اسرائيل کتڅس، د ایټالیا څخه د لیدني پر مهال «کوریره دې لا سېرا» ورځپاڼي ته دغه خبره وکړه او ویې ویل چي «هو، دا یو امکان دی». کتڅس د دې خبرې په جواب کي چي ایا اسرائيل د ایران بمبارۍ ته د یوه امکان په سترگه گوري، وویل: «موږ به ایران ته ددې اجازه ورنه کړو چي اټومي وسلې جوړي او یا یې ولري.» خو په خبره یې د نظامي امکان څخه به هغه وخت استفاده وسي، چي نوري ټولي لاري بندي وي.
انځور: Getty Images/AFP/G. Tibbon په عین حال کي هغه پر اروپايي ټولني باندي د دې جهته انتقاد وکړ چي د ایران پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس سختي تگلاري سره ملگري نه کوي. د امريکا متحده ايالات تیر کال د ایران سره د پنځو ویټو قدرتونو لکه امريکا، چین، روسیې، بریتانیې، فرانسې او همداراز له جرمني سره معامله سوي اټومي تړون څخه ووتله. دغه قرارداد اصلأ باید د دې څخه مخنیوی وکړي چي ایران اټومي وسلې جوړي کړي.
د مدیترانې د کنفرنس MED په خاطر کتڅس اوس په روم کي دی. د تیري جمعې په ورځ ( د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر شپږمه نیټه) هغه په خپله یوه وینا کي د نورو تر څنگ وویل چي اوس د دې وخت رارسیدلی دی چي غربي او عربي هیوادونه یو ائیتلاف سره جوړ کړي، چي ایران تهدید کړي او دا ورڅخه وغواړي چي خپل اټومي پروگرم دي بند کړي.
وسلې خرڅوونکي ۱۰ لوی شرکتونه
په ستوکهولم کي د سولي څېړنيز مرکز سيپري په خپل راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۵ کال په نړۍ کي د ۳۷۰،۷ ملياردو ډالرو په حجم وسلې پلورل سوي دي. د دغو وسلو څخه تر نيمايي زياته برخه صرف د دغو ۱۰ شرکتونو له خوا پلورل سوې.
انځور: Karen Bleier/AFP/Getty Images۱ مقام ـ لوکهيد مارتين، متحده ايالات ـ ۳۶،۴ مليارده ډالره
[ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Imago/StockTrek Images۲ مقام ـ بوينګ، متحده ايالات ـ ۲۸ مليارده ډالره
انځور: Truman Presidential Library۳ مقام ـ BAE سيستمز، بريتانيه ـ ۲۵،۵ مليارده ډالره
انځور: picture-alliance/dpa/Bae Systems/British Ministry of Defence۴ ـ مقام ـ رای تيون، متحده ايالات ـ ۲۱ مليارده ډالره
انځور: picture-alliance/dpa۵ مقام ـ نورتروپ ګرمن، متحده ايالات ـ ۲۰ مليارده ډالره
انځور: U.S. Air Force photo by Rob Densmore۶ مقام ـ جنرل ډايناميکس، متحده ايالات ـ ۱۹،۳ مليارده ډالره
انځور: General Dynamics/Getty Images۷ مقام ـ ائيربس، فرانسه ـ ۱۲،۹ مليارده ډالره
انځور: picture-alliance/dpa/M. Lystseva۸ مقام ـ يونايتد تکنالوجيز، متحده ايالات ـ ۹،۵ مليارده ډالره
انځور: Getty Images/S. Gallup۹ مقام ـ فينميکانيکا، ايټاليا ـ ۹،۳ مليارده ډالره
انځور: AP۱۰ مقام ـ L3، متحده ايالات ـ ۸،۸ مليارده ډالره
[ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: picture-alliance/dpa/Spike's Tactical