اسرائيل د توندلارو يهوديانو په مخنيوي کي ستونزي لري
۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبهپه اسرائيل کي د خبرداريو کمښت نسته. د اسرائيل په شمال په توبه سنگريه کي د کوچي عربو و مسجد ته اور اچونې اسرائيلي د دفاع وزير ايهود باراک دې ته اړ ايستی چي ووايي چي د يهودي آباد سوؤ کسانو تاوتريخوالی د اسرائيل لپاره يوه ستونزه گرځېدلې ده. د نوموړي د وينا څخه په ښکاره توگه څرگندېدل چي هغه هڅه کوي چي پړه پر يوه اړخ وانه چوي:
« پر دواړو اړخونو د توندلاريتوب پوټنسيال سته. په تيرو وختونو کي موږ پر خپل اړخ داسي پيښي وليدې. پر داوړ اړخونو باندي دغه د باروتو و ډېران ته ورته حالت دی. له همدې کبله موږ بايد د وضعې سره اړين چلن وکړو. د دې مانا دا ده چي بايد د اسرائيل دننه قوانين پلي کړل سي.»
د اسرائيل داخلي استخباراتي ادارې وايي چي پدې ترځ کي د امنيتي چارواکو کار هم مخ په مشکل کېدو دی. هارېڅ نومي اسرائيلۍ ورځپاڼي ليکلي دي چي اوس اسرائيلي عسکر او پوليس هم د يهودي آبادکارانو تر بريدونو لاندي راغلي دي. په زياته بيا په غرب اردن کي. د اسرائيل يو پخوانی استخباراتي چارواکی ميناخم لانډاو وايي چي تر ټولو لويه ستونزه د همکارۍ نشته والی دی:
« زما لپاره د سر درد خبره دا ده چي د یهوديانو د ميشتځايونو د غورځنگ مشران همېشه داسي بريدونه غندي. خو یوازي غندنه کفايت نه کوي بلکه دوی بايد چي د امنيتي چارواکو سره همکاري وکړي ولي چي پرته د دوی د مرستي د استخباراتي ادارو منابع هيڅ چانس نه لري.»
زيات توندلاري يهودي آباد سوي کسان داسي انځور وړاندي کوي چي گواکي د دوی غورځنگ د اسرائيلي استخباراتو لخوا تر تعاقب لاندي دی او دا چي دولت دوی يوازي پرې ايښي دي. د يهوديانو د ميشتځايونو د غورځنگ يو مشر ايتامار بن گوير چي پر فلسطينۍ خاوره و هېبرون ته نژدې د کيريت اربه د ميشتځای مشري په غاړه لري وايي چي پر مسجد بريد د هېښتيا وړ نه دی:
« دا خو تر مخه لا اټکل کېدلای سوای. داسي يوه ټولنه چي خپل ځان داسي احساسوي چي يوازي پرېښودل سوې وي او وهل سوې وي نو د دې امکان وي چي د دوی څخه واحده کسان رامخ ته سي او داسي ډول کار وکړي.»
د يهودي ميشتځايونو اوسېدونکي يهوديان ښايي د خپل اسرائيلي پوځ څخه هم الهام اخلي. ولي چي اسرائيلي پوځ په غرب اُردن کي د يو ښکېلاکگر چلن کوي. د بېلگي په توگه د فلسطينيانو څهان يا کوهې ورانوي او يا بې اجازې جوړ کړل سوي د فلسطينيانو کورونه نړوي.
د توبه سنگريه پر مسجد د اور بلولو په تور اسرائيلي پوليسو څلور شکمن کسان نيولي هم دي چي لږ تر لږه يو يې لا تر اوسه د پوليسو سره دی.
توندلاره يهوديان چي په فلسطيني خاوره کي د دوی لپاره په جوړ سوؤ ميشتځايونو کي اوسيږي په تيرو وختونو کي يې مخ په زياتېدو د فلسطينيانو پر ضد تاوتريخوالي ته لاس اچولی دی. دوی د فلسطينيانو لخوا پر يهودي موټرانو د ډبرو د غورځولو په بهانه د فلسطينيانو د زيتونه ونې له منځه وړي او د فلسطينيانو د کلو په منځ کي يې احتجاجي کاروانونه تېر کړي دي.
ټايشمان تورستن/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش